افغانستان لا هم د نړیوالو د توجه مرکز دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

پلازمېنه کابل دوه ورځې (شنبه او یکشنبه) د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د لوړ پوړي پلاوي کوربه وو، په یاد پلاوي کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا شورا کې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د چین، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو حضور درلود

.

په دغسې حساس وخت کې چې له یوې خوا د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې او له بل لوري افغانستان د انکشاف، اقتصادي همکاریو او فساد سره د مبارزې برخو ترڅنګ د سولې مذاکراتو په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري، د دغه پلاوي سفر افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري.

افغانستان ته د دوی د سفر ارزښت په دې کې دی چې افغانستان لا هم د نړیوالو لپاره ارزښت لري او لا هم د هغوی پام پر افغانستان راټول دی او هغوی د افغانستان د انکشاف، امنیت او ثبات په برخه کې جدي دي.

جمهور رئیس غني دغه پلاوي ته د حکومت د لاسته راوړنو او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه یې هغوی ته داسې بېلګې، شواهد او اسناد هم وسپارل چې له مخې یې دا واضح کېږي چې ترهګر چېرې پټنځایونه لري، څوک یې روزي او څنګه یې بیا د ورانکاریو او ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته رالېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پلاوي مشرتابه دا تائید کړه چې افغان حکومت ښه لورته روان دی. اداري فساد، نشه یي توکو او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د افغان حکومت هلې ځلې، لاسته راوړنې او راتلونکي پروګرامونه ګټور او د قدر وړ وبلل.

هغوی وویل، افغانستان ته د راتګ یوازینۍ موخه یې همدا ده چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري. له مسوولینو سره د هغوی د راتلونکو پروګرامونو او برنامو په اړه خبرې وکړي او افغانانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړي چې نړیواله ټولنه په ټول قوت د افغانستان او افغانانو تر څنګ ولاړه ده او دوی غواړي چې افغانستان ژر ترژره ثبات او امنیت ته ورسېږي.

د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته جمهور رئیس غني وویل چې دغې ستراتیژۍ په سیمه کې د مثبت بدلون، همکاریو، ثبات او پرمختګونو زمینې برابرې کړي او ټینګار یې دا وو چې له دغو برابرو شویو فرصتونو څخه باید په ګډه د افغانستان او سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره اعظمي ګټه واخیستل شي.

افغانانو ته ښایي چې له څلوېښت کلن روان بحران څخه د وتلو لپاره د هېواد په کچه ملي اجماع رامنځته کړي او د دغې اجماع له برکته افغانان که هغه په هرې ډلې، ګوند، فکر او نظر پورې اړه لري، مګر د هېواد د لویو کشالو او ستونزو د حل لپاره واحد لیدلوری او دریځ اختیار کړي او یا خپل لیدلوري او دریځونه داسې لوري ته سوق کړي چې له امله یې هېواد او هېوادوال د امنیت ، ثبات او پرمختګ خاوندان شي.

که چېرې خدای مکړه، له دغو برابرو شویو فرصتونو څخه په ښه توګه استفاده ونشي، نو باور دی چې هم به شته فرصتونه ضایع شي، هم به د نړیوالو پام، باور او دلچسپي له افغانستان سره کمه شي او هم به دوی دې نتیجې ته ورسېږي چې افغانان نه له خپل ژوند، نه له خپل راتلونکي او نه هم له خپل هېواد سره منیه لري او نه هم غواړي چې په اساسي توګه بدلون وکړي.