د عطا نور ستونزې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عطانور د بلخ پخواني والي خپلو تازه څرګندونو کې له ملګرو ملتو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادو غوښتي چې هېواد کې د وروستي سیاسی کړکیچ (ولایت مقام څخه د ځان لیري کېدو ته نوموړی د هېواد سیاسي کړکیچ نوم ورکوي!) په مخنیوي کې مرسته وکړي.

خو نوموړی هېروي یوازې څو ورځې مخکې يی ویلای ول چې ملګري ملتونه او نړیوال دې حکومت سره د ده په بغاوت کې بې پرې پاتې شي، اوس څنګه نړیوالو او ملګرو ملتونو ته وايي چې رامخته شي او د مرکزي حکومت او د ده ترمنځ دې د کړکیچ په حل کې ده سره مرسته وکړي

!

ریښتیا يي ویلي، د پیسو او واک لیونی حافظه نه لري!

نړیوال او ملګري ملتونه په افغانستان کې یوازې مرکزي حکومت په رسمیت پېژني، هر سمتي او قومي ټېکدار او لنډه غر سره د ملاتړ ژمنه نه لري. په دې اړه به کافي وي چې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیل زاد څرګندونه، عطا نور ته ورپه یاده کړو چې  وايی«کسانی را که امریکا از کولاب به کابل آورد و به اریکه های قدرت نشاند باید خود را بشناسند و منافع ملی را زیر پا نکند ما با دولت مرکزی افغانستان وعده حمایت داده ایم و به وعده خود متعهد هستیم.»

خو د عطا نور ستونزه دا یوه نه ده. نوموړی نه یوازې د مرکزي حکومت په وړاندې یاغي دی، بلکې  هغه د نظام او اساسي قانون په وړاندې هم یاغي دي. عطا نور د افغانستان د جغرافیه، تاریخ، کلتور، ملي بیرغ، ملي سرود، ملي نښان، ملي هویت، تابعیت او ملي ګټو سره هم یاغی دی.

ملګري ملتونه او نړیوال به د عطانور د کومې ستونزې په حل کې هغه سره مرسته وکړي!

عطا نور ټول سنګرونه له لاسه ورکړي، باید مرکزي حکومت ته تسلیم شي! په داسې پریکړه کې يي هم عزت خوندي دی او هم ګټې!

د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۷ مه

سرلوڅ مرادزی