ډاکټر عبداللطیف کاکړ

عطامحمد نور چې د خپل مټ او زور په قوت له تېرو څو لسیزو راهیسې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر کرز ي په وخت کې یې په بلخ کې د قدرت جزیره تشکیل کړې وه، چې نه یوازې د مرکزي حکومت پرېکړو ته یې ارزښت نه ورکاوه، بلکې هیڅ یې ځان هم نه خبراوه.

حکومت کې د چارواکو تغییر او تبدیلي یومعمولي او قانوني بهیر دی. د حکومت هیڅ چارواکی نه شي ویلای چې څو ژوندی وي، خامخا دې پر هغه څوکۍ پاتې وي چې یو وخت پرې ټاکل شوی دی. عطا نور د بلخ پخوانی والي چې اوس د خپلې استعفا او د حکومت د ثواب لید پر بنسټ د بلخ له ولایتي څوکۍ لیری شوی او پرځای يي انجینر داوود د بلخ د والي پتوګه ټاکل شوی، له دې قانوني بهیره استثنا نه شي ګڼل کېدای

اېمل پیاوړی

جمعیت که جنګي، قومي او سمتي ډله  نه وي او واقعاً ځان د هېواد یو سیاسي حزب  او تنظیم بولي، نو بیا پکار دی چې له مسایلو سره د ولسواکۍ، قانوني او سیاسي اصولو، نورمونو او اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.

د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفی او یا له دنده د لیرې کولو د موضوع سیاسي کول او په دې اړه غیر مسوولانه څرګندونې او ناندریز دریځ دا ښیي چې د تېرې څه دپاسه یوې نیمې لسیزې په موده کې لا هم جمعیت تنظیم نه یوازې سیاسي پختګۍ ته نه دی رسېدلی، بلکې لا همغسې د طفیلۍ چلندونه کوي

محمد روښان ښاد

دولتي مقامونه، څوکۍ او منصبونه نه شخصي دي او نه هم میراثي. په دې برخه کې تغیر او تبدیل یوه عادي او قانوني چاره ده. هیڅوک باید په دې برخه کې د رهبرۍ د پرېکړو مخالفت ونه کړي او نه یې هم د کوم چا پر وړاندې شخصي چلند او دریځ وبولي.

پر دنده د یو چا ګومارل، له دندې څخه د یو چا لیرې کول او یا په خپله خوښه استعفی کول، د اسعفی ردول او یا د استعفی منل د حکومتولۍ یو مهم اصل او د ولسمشر له قانوني واکونو څخه یو دی. د دولت رهبري د هر چا وړتیا، موثریت او خدمت ته په پام چې څوک لازم ګڼي هغه پر دنده

محمدروښان ښاد

سیاسي ثبات کومه ځانګړې یا اټکلي پېښه نه ده چې په خپله او ناببره توګه رامنځته شي، بلکی سیاسي ثبات هغه پروسه ده چی دخلکو په اراده، غوښتنه او هلو ځلو دقانون په رڼاکې دعدالت ټینګښت او دټولو هېوادوالو په پراخ ګډون سره  رامنځته شي، د وخت په تېرېدو سره وغوږېږي او ثمر ته رسېږي.

محمد روښان ښاد

متوازن پرمختګ باید د ټولنیز اصل په توګه ومنل شي او تطبیق ته یې جدي پام پکار دی، ځکه تر هغو چې د متوازن پرمختګ اصل تطبیق نشي، نو په ټولنه کې نظم، امن او ثبات ناممکن دی، ځکه د غیر متوازن پرمختګ پرمهال د خلکو، سیمو او حتی قومونو تر منځ تضادونه ایجادېږي او دغه تضادونه په شخړو بدلېږي

محمد بشیر یوسفزوی

له محلي ادارو څخه موخه ولایتي او د ولسوالیو ادارې دي. دغه ادارې چې تر دې مهاله لا هغومره فعاله نه دي څومره چې ښایي، له همدې امله په ولایتونو او ولسوالیو کې ستونزې، شکایتونه او د خلکو نارضایتي زیاته ده.

محلي ادارې  د نظام جوړولو او د سیاسي نظام د مشروعیت د پراخولو مهم بسترونه دي، ځکه د محلي ادارو مسوولین یانې والي او ولسوال د ولایت او ولسوالۍ په کچه د ولسمشر ځانګړي استازي وي، مګر له بده مرغه ډېر کله دغه استازي ور سپارل شوی استازیتوب په ښه توګه نشي کولی

محمد بشیر یوسفزوی

له بلخ څخه د استاد عطا محمد نور لیرې کول به یوه بله ګټه دا هم وکړي او ټولو ته به دا یقیني کړي چې حکومتي مقامونه او څوکۍ د چا شخصي او میراثي نه دي، بلکې دغو مقامونو او څوکیو ته لکه څنګه چې هر څوک د لزوم او اصولو له مخې راځي، نو همداسې به د اصولو له مخې بېرته ورڅخه ځي.

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

ممکن د نړۍ له هغو ګوتو په شمېر ټولنو او ملتونو څخه یو موږ واوسو چې ثبات ته رسېدل زموږ په تندي کې نه دي لیکلي او یا یې بخت نه لرو. په دې کې شک نشته چې ثبات ته د نه رسېدو په برخه کې به بهرني فکټورونه موجود وي، خو دا هم باید هېره نه کړو، چې په دې برخه کې موږ هم چندان اساسي فکر او عقلاني اقدام نه دی کړی.

عبدالاحمد فیض

گروه داعش این تشکیلات مخوف تروریستی که بحران امنیتی وبی ثباتیهای سیاسی عراق وعنصرتجاوزواشغال خارجی درایجاد وتوسعه نفوذ آن نقش بارزی ایفاء داشت، ترکیب ازجلادان کوردل ومزدورانی حرفوی است که در(۱۵)اکتوبر(۲۰۰۶)درعراق اعلام موجود کرد وبدنام ترین وبیرحمترین عنصرتروریست بنام ابوعمرالبغدادی دررهبری آن گماشته شد. وی دردوران ماموریتهای تروریستی اش که بدستورتمویل کنندگان منطقوی این گروه تباه کارانجام میشد تا زمان قتل ومرگ ننگین اش که بتاریخ (۱۹) اپریل (۲۰۱۰) اتفاق افتاد، ازهیچ جنایت ، توحش و اجحاف

محمد روښان ښاد

که زه د عطا پرځای وای، نو په دوه کارونو کې مې یو انتخاباوه. یا له حکومت سره کار او یا هم حکومت مخالفه او سیاسي جبهه کې ودرېدل، مګر درېغه چې عطا محمد نور یو هم ونه کړل، ځکه که یوه ورځ به په حکومت کې وو، نو بله ورځ به د حکومت مخالفه جبهه کې ولاړ وو  او وخت پر وخت به یې ان د نظام تر سقوط پورې حکومت ته پښه درب او مانورې کولې

زیاتې مقالې …