اېمل پیاوړی
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو ته ښایي چې یوازې خپل خدای، هېواد او دنده وپېژني او دغو درې واړو ته ژمن پاتې شي او له نېکه مرغه تراوسه یې خپله دغه ژمنتیا ساتلې ده. له نېکه مرغه زموږ وسله وال ځواکونه ورځ تر بلې مسلکي او پیاوړي کېږي.
د حکومت او جنرال دوستم تر منځ د جنجال او مخالفتونو پرمهال ډېرو فکر کاوه چې زموږ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به خدای مکړه وپاشل شي او په ډلو ټپلو به ووېشل شي، مګر د خدای په فضل سره زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ داسې منفي حرکت ونه کړ