ملي یووالي ته ژمنتیا ملي وجیبه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد
ملي یووالي ته تعهد او ژمن پاتې کېدل زموږ ملي او لومړۍ وجیبه ده. د اساسي قانون د څلورمې مادې مطابق زموږ هر هېوادوال ځان نه یوازې افغان بولي، بلکې پر خپل افغانیت ویاړي. 
هغوی چې په نامسووله کړنو، زهرجنو څرګندونو، سپکو الفاظو يا د داسې ادبياتو په کارولو چې په ټولنه کې کرکه، خشونت او نسلپالنه زېږوي، فرد يا د ټولنې يوه برخه ازاروي، مسخره کوي يا يې سپکوي، په حقيقت کې دوی د نورو لاسپوڅي دي چې خپل هېواد، ولس، قانون او ملت ته ژمن نه دي او دا بېخي محدود شمېر دي چې په نشت حساب دي

.

افغانستان په خپل څو زره کلن اوږد تاریخ کې ډېرې بدې پېښې تجربه کړې او د خدای په فضل او د افغان ولس په همت له دغو ټولو پېښو بریالی راووت او لا هم د نړۍ په نقشه کې د یاد او مطرح هېواد او ملت په توګه موجود دی.

د دغو لویو بحرانونو، جنګونو او یرغلونو له منځ څخه د افغانستان راوتل، بیا بیا ژغورل او تراوسه پاتې کېدل زموږ د وروڼو قومونو د ملي یووالي له برکته دي، ځکه د بحرانونو او یرغلونو پرمهال د افغانستان ټول وروڼه قومونه صف شوي او له هر ډول توپیر او تبعیض پرته د یو بل تر څنګ ودرېدلي او د هېواد او خپلو خلکو د دفاع په خاطر یې خپل ځانونه سپر کړي. خپل ژوند او سرونه یې نذرانه کړي.

زموږ وروڼو قومونو په خپله هر ډول سختۍ ګاللي، خو کوښښ یې کړی چې بل ورور سختیو ته پرېنږدي. د همدغه وحدت له برکته موږ لا هم په ټول قوت شته یوو. د زبرځواکونو یرغلونو او د سیمې د استخباراتو دسیسو، نیابتي جګړو او شومو هیلو نه یوازې موږ کمزوري نه کړو، بلکې موږ یې لا پیاوړي او غښتلي کړو.

زموږ ملي یووالی زموږ قوت دی او زموږ وروڼه قومونه د غالۍ د رنګونو او ګلونو په څېر د ګران افغانستان او افغاني ټولنې ښکلا او ځلا دي. د افغانستان دښمنانانو په بېلابېلو برنامو او دسیسو کوښښ وکړ چې دلته قومي، مذهبي، لساني او نور تبعیضونه او بدبینۍ رامنځته کړي، خو له نېکه مرغه په دغه ناوړه هڅه او شوم پلان کې نه دي بریالي شوي او تر هغو چې زموږ ملي وحدت د اوس په څېر غښتلی او پیاوړی وي، نو بیا به هم دوی بریالي نشي.

که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنانو د داخلي ځینو پلورل شویو افرادو او اشخاصو له لوري غواړي چې د افغان کلیمه قومي کړي، مګر دوی به ځکه په دې ونتوانېږي چې زموږ عظیم ملت د دښمنانو په شومو نیتونو پوهېږي او د خرڅ شویو او پلورل شویو افرادو او اشخاصو د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې نه راځي.

موږ او تاسو ګورو چې د ګوتو په شمېر څو محدود کسان په رسنیو کې  زهرجنې څرګندونې کوي. په دې برخه کې لازمه ده چې د بيان د ازادۍ حدود په دقيق ډول د يوې وجيبې په حيث په پام کې ونيول شي  او د قانون په چوکاټ کې په شفافه او واضحه بڼه اساسي قانون له ټولو موازينو او د بشري حقوقو د ټولو موزاينو سره وضع شي چې د بيان له ازادۍ څخه د بې ثباتۍ د حربې د وسيلې په حيث بدله نه شي او د کرکې، خشونت او نسلپانې د ادبياتو او فرهنګ د خپرولو لپاره لمن و نه وهي.