د اصلاحاتو ولسي ملاتړ پکار دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې اصلاحاتو ته نه یوازې ژمن دی، بلکې په دې برخه کې یې عملي اقدامات هم کړي دي او پایلې یې په بېلابېلو کچو ولس ته محسوسې دي.

د پولیسو ملي اکاډمۍ د لسم دور د فارغانو د فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني یو ځل بیا په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو موضوع په خورا جدیت یاده کړه

.

په حکومت کې د اصلاحاتو بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه جمهور رئیس له وکیلانو څخه په ټینګار وغوښتل چې وزارتونو ته دې د مقرریو لپاره نه ورځي او که چېرې دوی دا کار وکړي، نو د هغوی دغه ورتګ دې ثبت او بیا دې د تلویزیونونو له لارې خپور شي.

د ولسمشر غني په دغه جدي غوښتنه کې خورا لوی پیغام پروت دی. هغه دا په ډاګه کوي چې په حکومت کې د شته فساد د نورو لاملونو تر څنګ یو لوی لامل او عام په خپله وکیلان دي او په دې کې نه شک شته او نه هم د چا له سترګو پټ دی، حتی ولس هم په دې خبر دی چې وکیلان د خپلو اصلي دندو پرځای چې د قوانینو تصویب، د حکومت د کړنو څارنه او د ولس ښه استازیتوب دی د دې پرځای په نورو غیر فرعي چارو او شخصي ګټو بوخت دي.

اکثره وکیلان د روابطو او فشارونو له لارې وزیران دېته هڅوي او یا یې اړ کوي چې قراردادونه دوی ته ورکړي یا ورته په قراردادونو کې فیصدي ورکړي، په عایداتي منابعو لکه ګمرکونو، لویو لارو، ولسوالیو، امنیه قوماندانیو، حوزو، ناحیو، مستوفیتونو او نورو بېلابېلو ځایونو کې ورته کسان وګوماري.

دغه وکیلان بیا له همدغو لارو څخه تورې پیسې او معلومه فیصدي ونډه هره میاشت ترلاسه کوي. د وکیلانو له لوري مقرر شوي کسان د خلکو د خدمت پرځای ټوله ورځ په دوکاندارۍ بوخت وي. له دولتي ادارو یې شخصي دوکانونه جوړ کړي. د خلکو کار او اړتیاو ته پام نه کوي. له مراجعینو سره نه ویني او دروازې یې د هغوی پر مخ تړلي وي. دا کار که له یوې خوا د عایداتو د لوټ او تالان لامل کېږي، نو له بل لوري د دوی د ناسمو کړنو او چلندونو له امله هره ورځ د حکومت او خلکو تر منځ واټن رامنځته کېږي.

ولسمشر په خپله وینا کې دا هم وویل هغه کسان چې په واسطو مقرر شوي وو، هغوی خپل سنګرونه پرېښودل او وتښتېدل او هغوی چې په پیسو مقرر شوي وو، نو په غلا او بډو اخیستلو یې شروع وکړه.

ولسمشر په بېلابېلو برخو  او اداروکې او په مختلفو کچو د اصلاحاتو تطبیق ته ژمن دی، خو ولس ته ښایي چې د ولسمشر د دغه نېک ګام او اقدام نه یوازې هرکلی وکړي، بلکې د دې لپاره دې عملاً لاس پکار شي او د ولسمشر ټینګ او رښتینی ملاتړ دې وکړي.

که چېرې ولس او خلک په رښتیا هم په ادارو او بېلابېلو ځایونو کې مسوولین وڅاري او د هغوی د فساد، بې قانونیو او نورو ناسمو کړنو په اړه نیوکه وکړي او مسوولین خبر کړي، نو باور دی چې د مفسدو چارواکو په زړونو کې به وېره ځای ونیسي او هغوی به کله هم دېته زړه ښه نه کړي چې یا په ورسپارل شوې دنده کې ناغېړی وکړي. یا دې بډې واخلي، یا دې له خلکو سره ناسم چلند وکړي او یا دې هم بل داسې څه وکړي چې د حکومت او ولس تر منځ د لیرې والي لامل شي.