پښتو کې یو متل دی وايی«چاڼي کوزې ته وویل چې تا کې دوه سوري دي!»
کابل ته د حکمتیار په راتګ سره له ټولو مخکې نظارشورا او اسلامي جمعیت په رسنیو کې یوه غوغا پورته کړې چې هله باید عدالت پلی شي اوحکمتیار باید ژر د جرمونو په تور محکمه اومجازات شي. د عبدالله عبدالله او قانوني په څېر یو شمېر نورچې تازه يي نیکټایي تړل زده کړی، په یوه شپه دیموکراتان شوي او غواړي د دیموکراسۍ له دریځه د حکمتیار په وړاندې دوسیه پرانیځي او له نورو تورونو مخکې په مذهبي سخت دریځۍ حکمتیارمجازات کړي!