د افغانستان د ځمکنۍ تمامیت، ملي حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ ساتنه د افغان ملت اساسي حق دی. له دې امله، د پاکستان د پوځي ځواکونو وروستی یرغل پر کابل او د افغانستان پر خاوره یو څرګند تیری دی چې د ټولو نړیوالو منل شویو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، او د ښه ګاونډیتوب د اصولو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

موږ دغه ناوړه عمل په خورا کلکو ټکو غندو او دا د افغانستان د خلکو پر ارادې او ملي وقار ښکاره برید بولو. دغه ډول تیری نه یوازې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي، بلکې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا هم له منځه وړي.

موږ له ټولو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه کوو چې:

1. یاد برید په رسمي توګه وغندي؛


2. د افغانستان د ځمکنۍ تمامیت او حاکمیت د خوندیتوب لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي؛


3. پر پاکستان لازم نړیوال فشار راوړي څو له ورته تیریو څخه په راتلونکي کې ډډه وکړي؛


4. د شخړو د حل لپاره د سولې، خبرو اترو او د دیپلوماتیکو لارو چارو ملاتړ وکړي.

افغان ملت یو موټی ولاړ دی او د هر ډول بهرني تیری پر وړاندې به خپل مشروع ملي دریځ ساتي. موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه به د انصاف، عدالت او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغانستان د حقونو ملاتړ وکړي.

عبدالصمد ازهر                                                                            ۱۱/ ۱۰/ ۲۰۲۵

د پاکستان د وړمې شپې(پنجشنبه ۱۷/۰۷/۱۴۰۴) بمبارۍ پر کابل او د پکتيا پر برمل ولسوالۍ په کلکه غندو او له نړۍ او متحده ملتونو له نړيوال سازمان نه عوښتنه کوو چې دغه ښکاره تېری محکوم او تېري کوونکي تر پوښتنو لاندې راولي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د کابل په ډروني بريدونو کې ګويا نورولي محسود د ټي ټي پي مشر او د هغه راتلونکي ځايناستي په نښه شوي او وژل شوي دي. په داسې حال کې چې ويل کېږي نورولي دا خبر رد  اواعلان يې کړی دی چې ژوندی او تر ډيورند کر ښې هاخوا له خپلو جنګياليو سره اوسي.

دا چې کومه خبره رښتيا ده، محسود په کابل کې وژل شوی يا ټپي شوی او يا ژوندی او په هاخوا سيمې کې د خپل قام او پلويانو په منځ کې دی، هرڅه چې وي، يو ښکاره او منل شوی اصل دا دی چې پاکستان حق نه لري په هره پلمه چې وي، پر يوه خپلواک هيواد بريد وکړي. دوی کولای شول خپلې ادعاوې او ثبوتونه متحده ملتونو ته وړاندې کړي نه دا چې د ترمپ او نتنياهو په شان پر نړيوالو قوانينو ملنډې ووهي.  بل څرګند حقیقت  دا دی چې پاکستان د خپل تاريخ وهلي خوسا ترور پالنې پاليسۍ په پايلو کې له دې واقعیت سره مخ دی چې هم په دننه او هم په باندنۍ نړۍ کې سخت بدنومی او له اعتباره لوېدلی دی. پښتانه، بلوچان، سنديان او ان کشمېريان ترې خپل حقونه غواړي. د پاکستان استبلشمنت چې هم په سياسي او هم په اقتصادی او ټولنيز ډګرونو کې له سختو ستونزو سره مخ دی تل هڅه کوي د خپلو ناکاميو پيټی د نورو پر اوږو بار کړي. کله يې پر افغانستان تپي او کله پر هندوستان يا ایران.  

د پاکستان نظامي جوړښټ (استبلشمنت) په کلونو کلونو مشخص شخصيتونه يا په خپل لاس او يا د لاسپوڅو په لاسونو ووژل او په زرګونه يې وتښتول چې له ژوند او مړينې نه يې څوک خبر نه شول. اوس يې مډرن ترور ته لاس غځولی دی. عاصم منیر اوس د نتنياهو پر پل پښه ږدي او د ډرون په وسيلې د خپلو مخالفانو هدفي ښکار کوي.

د دوی د دې تېري تر شا څه پراته دي او کوم عوامل يو ځای شوي او دوی يې دې ته هڅولي چې د تش په نامه پولې شاوخوا سيمو برسېره اوس د افغانستان په زړه باندې هم ګوذار وکړي؟

څه موده مخکې د پاکستان نظامي پاچا عاصم منير واشنګتن ته ولاړ او د معمولو پروتوکولونو خلاف د امريکې جمهور رییس دونالد ټرمپ ورسره وکتل. د دوی تر منځ خبرې پټې پاتې شوې. د رسنيو يوه تبصره دا وه چې ښايي پر ايران د امريکې او اسراييلو د پلان شويو بمباريو په ليکه کې به يې خبرداری ورکړی وي چې کونه ونه خوځوي او د خپل اټومي قدرت په نېشه کې يې له ځوزانو سره ونه جنګوې. پاکستاني سرچينو بيا داسې څرګنده کړه چې د سيمې او تروريزم په ضد مبارزې باندې خبرې شوې دي. په دې وروستيو کې عاصم منير او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دواړه يو ځای په سپينې ماڼۍ کې شرفياب شول. پوښتنه راپورته کېږي چې اوس بيا څه خبر وه چې ملکي او نظامي مشران بايد په ګډه ورغلي وای؟!

زما په آند، د واشنګتن او اسلام آباد دواړو زړه طالبانو ته ډک دی.

که له چين، روسيې او منځنۍ آسيا سره د طالبانو نيژدې سياسي او اقتصادي اړيکې، د روسيې له خوا د دوی پوره په رسميت پېژندل او د چين او ډېرو منځنۍ آسيا هيوادونو له خوا د ديفکتو په څېر په رسميت پېژندل او تر څنګ يې  د بګرام هوايي اډې په هکله د ټرمپ شوقونو ته د طالبانو د رد ځواب، پر سپينې ماڼۍ بد لګېدلی وي، او د طالبانو په اړوند د پاکستان ناهيلي په نظر کې ونيسو نو ليرې يې مه بولئ چې د دوی له خوا به پر افغانستان د فشار اچولو ګډ تصميم نيول شوی وي.

زمونږ هېر نه دي چې واشنګتن ته د عاصم منير تر لومړي سفر وروسته پاکستان د افغانستان د حکومت مخالفانو ته په پاکستان کې د ناستي بلنه ورکړه. دا چې دا ناسته بنا په ځينو عواملو تر سره نه شوه، بېله خبر ده، مګر انکار نه شي کېدای چې له دې سفر سره يې تړاو درلود.

پاکستان او امريکې په تېرې نيمې پېړۍ کې د داوودخان له جمهوريته تر نن پورې د رنګ رنګ جهاديانو(نيابتيانو) په زېږولو او ملاتړ کې سترې پانګونې کړې دي چې خبر يې تر خراساني داعش پورې هم رسېدلې ده.

د پاکستان موخه له پيله تر هرڅه دمخه د افغانستان د پرمختګ د ټولو پديدو له بېخه وېستل او پو پناه کول وه. له کتاب، ښوونځي، زده کوونکي، ښوونکي او فرهنګي جوړښتونو نه نيولې تر فابريکو، بندونو، نهرونو، کارېزونو، مخابرات، ترانسپورت، ودانۍ، عام ولس او هر هغه څه چې د ښه ژوند له پاره په کار ول، د دوی له خوا په تباهۍ نخچه کې ول.  په پايله کې يې غوښتنه د يوه کمزوری، لاس په نامه او بې ثباته افغانستان رامنځ ته کول و چې د ده تر قوماندې لاندې او له هندوستان سره د جګړو په مهال يې د ملا تير او شا ته د مانور میدان وي.  

طالبان هم د پاکستان په غېږ کې را لوی شوي او ساتل شوی ول. د دوحې په مذاکراتو کې طالبانو ته دوی مشورې ورکولې او د طالبانو تر بريا وروسته هم پاکستاني لوړ پوړي د لارښوونې او ان د کابينې جوړولو په چارو کې د لاس وهنې په موخه کابل ته راتلل. ډېری طالبان چې تر هرچا زيات د افغانستان په اړوند د پاکستان له بدو نيتونو نه خبر ول، سوکه سوکه ترې په واټن کې شول اوله پاکستان سره د ښو اړيکو ساتلو د هڅې تر څنګ، يې د ملي ګټو ساتلو ته لومړيتوب ورکړ.

پاکستاني طالبان (تحريک طالبان پاکستانTTP )  تر ۲۰۲۱ پورې د افغاني طالبانو تر څنګ په جګړو کې د پاکستان د واکدارانو ملاتړ له ځانه سره درلود. په افغانستان کې د طالبانو بري ټي ټي پي ته هڅونه ورکړه څو په پاکستان کې ورته بدلون له پاره جګړه لا سخته کړي. پاکستان له افغان طالبانو نه غواړي له پاکستان سره د ټي ټي پي په ضد ودرېږي او په زوره يې مخه ونيسي. طالبان وايي هغوی اوس په پاکستان کې دي او دا ستاسو ستونزه ده چې حل يې کړئ.  اوس نو پاکستان چې اټومي او ستر نظامي قدرت دی او په افغانستان کې له ټولو ستونزو سره سره د اقتصاد غوړاوی او کرنيز- صنعتي پرمختګ نه شي زغملای، په نويو پلمو پر کابل بريد کوي او پس له انګرېز، روس او امريکې او ناټو نه خپل بخت آزميي.

امريکا او ناټو وروسته له لسيزو نيابتي جګړو، شل کاله په افغانستان کې حضوري جګړه وکړه. په منځني اټکل په ورځ کې کم له کمه د سلو تر دوه سوو کسانو په شاوخوا کې د هوايي بمباريو او ځمکنيو ګوذارونو له کبله وژل کېدل. بېباکه وژنو، ورانولو او تباهيو د فساد، ظلم، تالان او وطن خرڅونې تر څنګ عام ولس د اشغالګرو او د لاسپوڅي حکومت په ضد راوپاراوه چې د طالبانو ملاتړ ته يې ودانګل. د امريکې تېرو جمهور رییسانو ونه شول کولای په برياليتوب سره د دې اوږدې جګړې له چيکړې پښې وباسي. په پای کې همدغه ټرمپ و چې زلمي خليلزاد ته يې دنده وسپارله چې په هره بڼه چې کېږي په شپږو مياشتو کې به په دوحه کې له طالبانو سره يوې پرېکړې ته رسېږي څو امريکايي نظاميان وشي کولی په سلامتۍ له دې خاورې نه ووځي. د دوحې هوکړه د ده په واکدارۍ کې امضا شوه او په دې هوکړې کې د هېڅ يوې اډې د ساتلو يا د نظاميانو د پاتې کېدو کومه نښه نه وه. د ټرمپ ټوله هڅه په دې متمرکزه وه هر څومره ژر چې کېږي له دې خټو نه پښه وباسي او چين او روسيې ته مخه وکړي.

ټرمپ په دې عقيدې و او پټوله يې هم نه، چې ګواکې طالبان د پيسو مريان دي، په پيسو اخیستل کېږي او چېرې چې په کار وي جنګول کېږي. اوس يې هم کله چې د برتانيې له صدر اعظم  کی ير ستارمر سره په مطبوعاتي کنفرانس کې د بګرام د بيا تر لاسه کولو تلوسه ښکاروله، وويل طالبان هم له مونږ نه څه غواړي او مونږ هم په مقابل کې څه غواړو.  

امريکايي پلاوی چې د امريکايي برمته بنديانو د خوشې کولو خبرو له پاره کابل ته راغلی و، خليلزاد هم ورسره و. دوی بر بنديانو برسېره په نورو مسايلو هم خبرې کړې وې چې کېدای شي بګرام هم په کې شامل وي. طالبانو په اقتصادي ډګر کې له امريکې نه د پانګې اچونې او د سفارت د پرانيستو غوښتنه کړې وه. داسې ښکاري چې د پانګې اچونې په بدل کې ټرمپ د بګرام اډه غواړي. خليلزاد هم وروسته وويل چې د امريکې بيا راتګ بګرام ته له تروريزم سره په مبارزه کې له طالبانو سره مرسته کوي. ټرمپ دا هم وويل چې بګرام نه د افغانستان له پاره بلکه د چين او روسيې په ضد غواړي. زياته يې کړه چې دغه اډه د چين د ذروی وسلو د توليد له سيمې نه دوه سوه کيلومتره واټن لري.

طالبانو اعلان وکړ چې د امريکې په شمول د هېڅ باندني هيواد ئظامي اډه او نظامیان په قطعي توګه د منلو نه دي، دوی وويل زمونږ سياست اقتصاد محوره دی او د اقتصادي همکاريو او پانګونو له پاره وَر د ټولو پر مخ خلاص دی.

له بلې خوا د باندنيو چارو وزير امير خان متقي يو اونيز سفر هند ته او د هند له خوا په کابل کې د سفارت پرانيستلو تصميم هم د پاکستان پر چارواکو بد ګوذار و.

که دغه ټولې څېړنې راغوټه کړو، پاکستان چې خښته يې پر افغان دښمنۍ ايښودل شوې او په دې ډګر کې يې نيمه پېړۍ ورانکاره پانګونه کړې، په خپله خاوره کې يې تروريستان روزلي او تبليغ يې ورته کړی دی، اوس د همغو روزنځايونو «ځيني خلک» چې ماغزه يې هم په ديني مدرسو او هم د آی اس آی په تبليغاتو کې د سخت دريځۍ او د همدوی په تفسير شريعت پلي کولو په ګټه مينځل شوي، اوس غواړي د افغانستان په څېر پاکستان کې هم طالباني واکمني رامنځ ته کړي. نو که قضيې ته په ځير وکتل شي پړه پخپله د دوی په غاړه لوېږي. طالبان، که افغاني دي يا پاکستاني، د پاکستان د نظاميانو او د دوی تر ملاتړ لاندې مدرسو د روزنو محصول دي. اوس نو لکه پورته چې مې لیکلي دي، افغان طالبان د پاکستان پر بدو نيتونو د پوره پوهېدو په پايله کې نور د دوی د غوښتنو او فرمایشونو رعایت نه کوي، له عنعنوي دښمن (هند) سره يې سفارتي اړيکې ټينګوي او د لومړي ځل له پاره پاکستاني واک په خپلو روزل شویو کې له ځواکمن خنډ سره مخامخ کېږي.

امریکا هم، د طالبانو او د خپلو رقيبانو روابط نه خوښوي او پر بګرام  يې هم سترګې خښې کړې دي.. د مسکو په فورمټ کې د باندنيو چارو د وزير په توګه د لومړي ځل له پاره د متقي ګډون هم په ډېرو ښه نه دی لګېدلی. طالبان يواځې اقتصادي او سفارتي اړيکي مني خو امريکا زيات څه غواړي.

همدغو عواملو لاس سره يو کړی او اوسنۍ وضع يې رامنځ ته کړې ده. نن د پاکستان دفاع وزير د افغانستان په خاوره کې د ننوتو تهديد وکړ. دوی چې  لومړي ځل دی  چې داسې غورې وهي، په لاره کې يې زبرځواک شين څراغ لګولی دی، کنه دوی هېڅ کله دا جرئت نه درلود چې دومره ریسک وکړي.

له بده مرغه د طالب چارواکو د بې ځايه، بې دليله او غير شرعي کړنو، په ځانګړي ډول له ښځو سره ناوړه چلند، د نجونو له تحصيل سره مخالفت، ناوړه او شرموونکې سزاګانې او قانون دښمني، په نړيواله سازمانونو او په تېره بيا په متحده ملتونو کې د افغانستان لار ډپ کړې ده. که دوی په همدغو ټکو باندې له سره غور وکړي، ډېرې لارې به ورته خلاصې شي، د تېري په مقابل کې به يې غږ او اعتراض اورېدل کېږي او د بېکس يتيم په شان به اړ نه وي د هر ظالم څپېړه ومني.

په پای کې د پاکستان غوږونه هم  ورخلاصوم، که چېرې د دوی تېري ادامه ومومي دا خطر شته چې د دواړو خواو طالبان لاسونه سره يو کړي او شيخ هبت الله هم پر خپلې پخوانۍ فتوا چې جهاد يې په پاکستان کې ناروا بللی و، بيا نظر وکړي. دا به دواړه ملتونه وکړوي او په اوسنۍ بڼه د پاکستان شتون به هم له پوښتنې سره مخامخ کړي.

د ۱۴۰۴ کال د تلې ۱۹

د ۲۰۲۵ د اکتوبر ۱۱

 

انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان، بر مبنای حب الاوطن من الایمان و تعهد به مصالح علیای کشور ، حملات هوایی اخیر نظامی پاکستان بر قلب افغانستان (پایتخت کشور ) و بمباران مناطق ملکی در ولایت پکتیکا را بشدت تقبیح و محکوم مینماید.

این تجاوز نقض آشکار حاکمیت ملی، تمامیت ارضی و اصول قبول شده حقوق بین‌الملل ،

از کنفرانس ( 1907 م) صلح لاهه ، کنوانسیون شیکاگو و به ویژه منشور سازمان ملل

مطابق صراحت فقرات (۲ و ۴) ماده (۲ ) منشور ملل متحد و ماده (۸) اساسنامهٔ دیوان عدالت بین‌المللی،  بمثابه تجاوز خشن نظامی محسوب میگردد.

این اقدام خصمانه نه ‌تنها جنایت علیه مردم بی‌دفاع افغانستان است، بلکه بیانگر بی‌پروایی و بی‌مسئولیتی پاکستان در برابر قواعد بین‌المللی و اصل احترام به حاکمیت ملی افغانستان می‌باشد.

چنین گستاخی غیر اخلاقی ، بدون « مجوز » حامی بین المللی ، دولت متجاوز پاکستان انجام نیافته است.

در احوال ناهنجار کنونی فقدان مشروعیت حاکمیت دیفکتوی طالبان و انزوای بین المللی حکومت شان،

انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بمثابه مدعی العموم افغانستان و‌مردم آن از شورای امنیت سازمان ملل متحد، دیوان بین‌المللی دادگستری،  کمیسیون عالی حقوق بشر، نهادهای حقوق بشری و تمامی نهادهای بین‌المللی ذیصلاح می‌خواهد تا این اقدام پاکستان را به‌عنوان جنایت علیه صلح و امنیت بین‌المللی مورد تحقیق و پیگرد فوری قرار دهند.

بخوبی میدانیم که زمینه ساز این تجاوز فقدان دولت مقتدر ملی مشروع ، قانون محور و با جایگاه شایسته بین المللی و سازمان ملل متحد میباشد.

.

چهار سال ملاکراسی طالبان و اختیار حریم هوایی افغانستان در دست اجنبی ، مبین این حقیقت تلخ است که:

ریش از ملا و واک از پاکستان است!

افغانستان که تراژیدی خونبار ان ‌محصول مداخله و تجاوز خارجی است و در چهل و هفت سال اخیر در معرض جنگ اعلام ناشده پاکستان قرار داشته  و قربانی تروریسم می باشد و جامعه بین المللی و بویژه اعضای دایمی شورای امنیت سازمان ملل متحد در قبال افغانستان ، مکلفیت اخلاقی  l  Morel obligation  دارند

نباید بار دیگر به میدان جنگ‌های نیابتی قدرت‌های رقیب منطقه‌ای و جهانی مبدل شود.

افغانستان بمثابه قربانی تجاوز و تروریسم  است و‌مردم مظلوم آن مستحق صلحِ عادلانه، ثبات پایدار و نظام قانون‌محور و عدالت گستر است.

فراخوان

 ما از همه نیروهای ملی و مردم آزادهٔ افغانستان می‌خواهیم که در  دور جدید با زیهای شیطانی دشمنان   تاریخی ما مدافع مادر وطن ، تمامیت ارضی، حاکمیت قانون و وطن مشترک شان باشند.

خطاب ما به مارشال پنجابی و متجاوز پاکستان:

تيت مي مه بوله غورحنگ را باندى مه كره

زه په دي افتادگي كي لوى گرنگ يم

با حرمت

هیات اجراییه انجمن

میرعبدالواحد سادات رئیس انجمن

 

S

 نور محمد غفوری

زموږ په ګران هیواد د پاکستان هوايي تیری د غندلو وړ دی!

   زموږ د ګران وطن پر خاوره یو ځل بیا د پاکستان لخوا بې‌رحمانه هوايي بریدونه وشول. د کابل او پکتیکا پر بې‌ګناه خلکو دا بمبارۍ نه یوازې د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تیری دی، بلکې د سیمې د سولې او ثبات په وړاندې څرګند سپکاوی او بې‌پروايي ده.

بریدونه بې‌قیده او بې له کومه ‌شرطه د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف دي  او موږ یې په کلکو ټکو غندو  او غواړو چې پاکستان سمدستي د افغانستان د هوايي فضا بشپړ درناوی وکړي او له هر ډول پوځي تیري لاس واخلي.

د حق، انصاف او د خلکو د ژوند د خونديتوب غوښتنه زموږ ګډه انساني فريضه ده. د دې بربنډ تیري د څېړلو لپاره بې‌پلوه، رڼې او نړیوالې څېړنې ضروري دي څو د پېښې مسئولین وپېژندل شي او زیانمنو کورنیو ته بشپړ تاوان ورکړل شي.

موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له ادارو، د بشري حقونو له فعالانو او د مرستو له سازمانونو غوښتنه کوو چې د دې تیریو په وړاندې ژر او پیاوړی غبرګون وښيي. د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، هوايي حریم او د بې‌ګناه خلکو د ژوند ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

له همدې ځایه موږ د هغو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي، درناوی او ملاتړ څرګندوو چې د دې بریدونو له امله زیان ور اوښتی دی. موږ د افغان ولس ژوند، عزت او ملي حاکمیت ته درناوی غواړو او د جګړې پر ځای د ګاونډیتوب د اصولو په پولو کې د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو د ستونزو حل ته ترجیح ورکوو، خو د خپلې خاورې ساتل او د خپلو خلکو د عزت او وقار دفاع زموږ نه‌انکارېدونکی حق دی.

 10.10.2025

 

 

 

 

نور محمد غفوری

امارت اسلامی افغانستان، به‌مثابه نظام سیاسی مستقر پس از ۲۰۲۱م، پدیده‌ای ناگهانی و غیرمنتظره نبود. برعکس، ریشه‌های ظهور مجدد آن را باید در بیست سال حضور نظامی، سیاسی و استخباراتی «جامعهٔ جهانی» در افغانستان و حاکمیت عُمال دست نشانده‌گان بیکاره و فاسد شان جست‌وجو کرد؛ حضوری که در کنار فساد گسترده، وابستگی سیاسی، و ناتوانی ساختاری نظام جمهوری، زمینهٔ بازتولید طالبان و فروپاشی نظم نوپای پس از ۲۰۰۱م را فراهم ساخت.

این مقاله با رویکردی تحلیلی و انتقادی، علل ساختاری، سیاسی و اجتماعی شکل‌گیری دوبارهٔ امارت اسلامی را بررسی می‌کند و استدلال می‌نماید که مسئولیت اصلی این وضعیت نه تنها بر دوش طالبان، بلکه بر دوش سیاست‌های ناکام جامعهٔ جهانی و نیروهای وابسته و دست‌نشاندهٔ آن در داخل کشور نیز سنگینی می‌کند.

 ۱.  مقدمه

فروپاشی جمهوری اسلامی افغانستان در اگست ۲۰۲۱م و بازگشت طالبان به قدرت، برای بسیاری از ناظران جهانی یک «شوک سیاسی» بود؛ اما برای نخبگان آگاه افغان و تحلیل‌گران ماهر منطقه‌ای، این رویداد نتیجهٔ منطقی و قابل پیش‌بینی روندی بیست‌ساله از مداخلهٔ غیر ضروری و ناکام بین‌المللی و حکومت‌داری فاسد داخلی محسوب می‌شد.

جامعهٔ جهانی که پس از ۲۰۰۱م با شعارهای پرجاذبهٔ «بازسازی، دموکراسی و مبارزه با تروریزم و غیره...» وارد افغانستان شد، به‌مرور به شبکه‌ای از وابستگی‌های مالی، سیاسی و استخباراتی تبدیل گردید. هدف اصلی این حضور نه دولت‌سازی پایدار در افغانستان، بلکه حفظ منافع ژئوپولیتیکی کشورهای خارجی و امنیتی غرب بود. سران کشورهای اروپایی علنا بانک میزد که منافع ملی خود را در هندوکش دفاع می کنند. نتیجهٔ این سیاست‌ها، تضعیف حاکمیت ملی، رویش و افزایش تضادهای گروهی، فرسایش مشروعیت سیاسی و گسترش شکاف میان دولت و مردم بود؛ شکافی که در نهایت راه را برای بازگشت طالبان هموار ساخت. بدین ترتیب امارت اسلامی و حالت رقتبار کنونی ثمرهٔ فعالیت «جامعهٔ جهانی» و حاکمان داخلی در بیست سال جمهوریت می باشد.

 ۲.  سیاست مداخله‌گرایانهٔ جامعهٔ جهانی و شکست دولت‌سازی

پس از سقوط رژیم طالبان در ۲۰۰۱م، پروژهٔ موسوم به «ملت‌سازی از بیرون» به‌عنوان راهبرد اصلی ایالات متحده و متحدانش مطرح شد. با این حال، در عمل این پروژه به دولت‌سازی مبتنی بر وابستگی بدل گردید که در آن دولت افغانستان نه بر پایه منابع، نهادها و مشروعیت داخلی، بلکه بر اساس اتکا به منابع خارجی شکل گرفت و دوام می‌آورد. به صراحت مشاهده می گردید که دولت برای بقا و کارکرد خود به نیروها و منابع بیرون از جامعه‌ٔ افغانی وابسته بود، نه به مردم و نهادهای داخلی. دولت‌سازی بومی یا درون‌زا که در آن دولت از بطن نیازها، منازعات و مشارکت‌های داخلی شکل می‌گیرد و مشروعیتش را از مردم می‌گیرد، به باد فراموشی سپرده شد. سیاست‌گذاری تحت نفوذ خارجی ها و تصمیم‌گیری‌های کلان اقتصادی، سیاسی، اجتماعی و امنیتی متأثر از نهادها یا دولت‌های خارجی ساخته شد. ساختار سیاسی جدید افغانستان بر محور پروژه‌های کوتاه‌مدت، پول‌های بی‌حساب و منطق امنیتی ناتو شکل گرفت، نه بر مبنای مشروعیت اجتماعی، مشارکت سیاسی همگانی یا ارادهٔ ملی مردم افغانستان.

دولت پس از ۲۰۰۱م از آغاز فاقد بنیان‌های اجتماعی و پایگاه ملی بود. حضور گستردهٔ موسسات خارجی، رقابت میان نهادهای استخباراتی غربی و تمرکز قدرت در حلقه‌های قومی و سیاسی محدود، نظام را از درون تهی ساخت. در نتیجه، دولت جمهوری به «ماشین توزیع کمک‌های خارجی» (انجوی بزرگ) تبدیل شد و حاکمیت واقعی در دست سفارت‌خانه‌ها، نهادهای تمویل‌کننده و قراردادیان بین‌المللی قرار گرفت. در یافت کار در دستگاه دولتی و بخصوص در پست‌های تصمیم‌گیری برای کسانیکه وابستگی قوی با سفارتخانه ها و استخبارات خارجی نداشت، مشکل و نامحتمل شده بود.

این وضعیت، نه‌تنها استقلال تصمیم‌گیری سیاسی را از دولت گرفت، بلکه اعتماد عمومی مردم به ساختار جمهوری را نیز متلاشی کرد. طالبان با بهره‌گیری از این احساس تحقیر و وابستگی، با شعار «استقلال از اشغال» توانستند بار دیگر مشروعیت اجتماعی را کسب کنند.

 ۳.  فساد ساختاری و نقش نخبگان دست‌نشانده

در کنار سیاست‌های خارجی، نخبگان سیاسی و امنیتی افغانستان که اکثریت مطلق آنها دست نشاندگان اجنبی بودند، نیز در بازتولید بحران نقش بنیادین داشتند. نظام جمهوری به‌جای ایجاد حاکمیت قانون، به میدان رقابت برای انباشت ثروت، قدرت شخصی و پیوندهای سفارتی تبدیل شد.

صدها میلیون دالر از بودجه‌های بازسازی در شبکه‌های مافیایی و قراردادهای غیرشفاف گم شد. بسیاری از مقامات عالی‌رتبه، که با حمایت مستقیم قدرت‌های خارجی به قدرت رسیده بودند، وفاداری خود را نه به مردم، بلکه به نهادهای بین‌المللی تمویل‌کننده و سفارت‌خانه‌ها نشان می‌دادند. در چنین شرایطی، جمهوری مشروعیت سیاسی خود را از دست داد و «جامعهٔ جهانی»، به‌جای حمایت از دموکراسی و دموکراتان واقعی، از افراد و حلقات کوچک، کاسه‌لیس و فاسد حمایت و محافظت می‌کرد. این شکاف میان دولت و مردم، زمینهٔ روانی و اجتماعی رشد دوبارهٔ طالبان را فراهم ساخت. طالبان توانستند از گفتمان دینی، عدالت‌خواهی و مقاومت در برابر «اشغال خارجی» به‌عنوان ابزار مشروعیت‌سازی بهره ببرند.

 ۴.  بازی‌های استخباراتی و بازتولید طالبان

تحلیل پدیدهٔ طالبان بدون در نظر گرفتن نقش بازیگران استخباراتی منطقه‌ای و بین‌المللی ناقص خواهد بود. در طول دو دههٔ گذشته، افغانستان به میدان رقابت میان استخبارات منطقه‌ای و فرامنطقه‌ای تبدیل شد.

سیاست‌های متناقض غرب، از جمله گفت‌وگوهای پنهانی با طالبان و حمایت از برخی چهره‌های خاص در درون حکومت، به‌جای تضعیف طالبان، موجب تقویت موقعیت سیاسی آنان گردید. مذاکرات دوحه و خروج شتاب‌زدهٔ نیروهای خارجی در ۲۰۲۱م نماد آشکار همین دیپلماسی دوگانه بود؛ دیپلماسی‌ای که در عمل، قدرت را نه از طریق شکست نظامی مطلق، بلکه از طریق توافق سیاسی به طالبان واگذار کرد.

به بیان دیگر، جامعهٔ جهانی با سیاست‌های ناپایدار و دوگانهٔ خود، به‌جای مهار طالبان، زمینهٔ مشروعیت بین‌المللی آن را فراهم ساخت.

 ۵.  جامعهٔ جهانی و مسئولیت اخلاقی

اکنون که طالبان بار دیگر قدرت را در دست دارند، بسیاری از کشورهای غربی و دست نشاندگان افغانی شان می‌کوشند مسئولیت اخلاقی و سیاسی خود را انکار کنند و تمام بار تقصیر را به دوش عوام (افغان‌ها) و طالبان بیندازند. اما واقعیت تاریخی آن است که امارت اسلامی نه پدیده‌ای ناگهانی، بلکه محصول مستقیم بی‌کفایتی، مداخلات متناقض و فساد‌پذیری سیاست‌های جامعهٔ جهانی و دست نشاندگان افغانی آنها است.

اگر نظام جمهوری بر بنیاد دموکراسی واقعی، استقلال سیاسی و عدالت اجتماعی استوار می‌بود؛ اگر مدیریت نظام نوین دموکراتیک در دست متملقین دکتاتور و مفسد نه، بلکه افراد و گروه‌های راستین دموکرات می بود؛ اگر جامعهٔ جهانی در پی تأمین منافع کوتاه‌مدت امنیتی نه، بلکه واقعاً در پی ملت‌سازی پایدار در کشور می‌بود؛ اگر «نخبگان» داخلی به جای منافع شخصی به مردم خود وفادار می‌ماندند؛ افغانستان امروز در موقعیت کنونی قرار نمی‌گرفت.

از این‌رو، «جامعهٔ جهانی» در برابر تاریخ مسئولیت اخلاقی و سیاسی غیرقابل انکاری در قبال پیامدهای سیاست‌های خود در افغانستان دارد و دست نشاندگان شرور، منفعت‌جو و مفسد بومی آن مسئولیت وضعیت پساجمهوری، ضیاع زمان و بر باد دادن چانسهای ملت افغان را به عهده می کشند.

 ۶.  نتیجه‌گیری

ظهور دوبارهٔ امارت اسلامی محصول طبیعی بیست سال حکومت‌داری ناکارآمد، وابستگی سیاسی، فساد نخبگان و مداخلات استخباراتی خارجی است. جامعهٔ جهانی که ادعای بازسازی افغانستان را داشت، در عمل ساختاری را پدید آورد که در برابر نخستین بحران فروپاشید. بنابراین، مسئولیت این وضعیت بحرانی کشور تنها بر دوش طالبان نیست؛ بلکه بر دوش قدرت‌های جهانی و عُمال داخلی آنان نیز سنگینی می‌کند- کسانی که به نام دموکراسی و بازسازی، افغانستان را به میدان آزمون سیاست‌های ناکام خویش بدل ساختند.

درس تاریخی این تجربه روشن است:  هیچ ملتی با وابستگی خارجی، نخبگان بی‌ریشه و حاکمیت وام‌دار به قدرت‌های بیرونی، به ثبات پایدار نمی‌رسد. آیندهٔ افغانستان زمانی روشن خواهد بود که مشروعیت از مردم برخیزد، نه از سفارت‌خانه‌ها؛ و استقلال فکری و سیاسی جایگزین تقلید و وابستگی گردد.

نور محمد غفوری

08.10.2025

نور محمد غفوری

واقع‌گرایی دیپلماتیک و مسئولیت بشردوستانه

در این روزها در رسانه های اجتماعی و بخصوص از جانب فعالین زنان انتقادات شدید متوجه سیاست آلمان در تعامل با حاکمان کنونی افغانستان است. من می خواهم در مورد تحلیل و نظر خویش را به طور فشرده بر مبنای اساسات علمی پیشکش خوانندگان گرامی نمایم.

پس از بازگشت طالبان به قدرت در افغانستان در اگست۲۰۲۱، «جامعه جهانی» در برابر پرسشی بنیادین قرار گرفت: آیا باید با این گروه تعامل کرد یا آن را به انزوا کشاند؟ دولت فدرال آلمان در سال‌های اخیر مسیر تعامل تخنیکی محدود و هدفمند با طالبان را برگزیده است. در این مقاله با رویکردی تحلیلی به بررسی ابعاد نظری، حقوقی و عملی این تصمیم می‌پردازیم و استدلال می‌نماییم که سیاست آلمان، در چارچوب نظریهٔ واقع‌گرایی مسئولانه، تلاشی برای حفظ نفوذ دیپلماتیک، حمایت از مردم افغانستان و جلوگیری از فروپاشی کامل نظم اداری در این کشور است.

تحولات افغانستان پس از خروج نیروهای بین‌المللی، «جامعهٔ جهانی» را در برابر وضعیتی قرار داد که در آن یک رژیم فاقد مشروعیت بین‌المللی کنترل کامل کشور را در دست گرفت. در چنین شرایطی، دولت‌ها میان دو گزینه قرار داشتند: سیاست انزوا و فشار، یا تعامل محدود برای مدیریت بحران‌های انسانی و امنیتی. آلمان، به عنوان یکی از بازیگران اصلی اروپایی در افغانستان در همین اواخر تصمیم گرفت تا تعامل تخنیکی و اداری با طالبان را جایگزین انزوای مطلق سازد.

این سیاست، هرچند انتقادهایی را از منظر حقوق بشر برانگیخته است، اما از دید روابط بین‌الملل می‌تواند نمونه‌ای از دیپلماسی عمل‌گرایانه در شرایط عدم قطعیت حاکمیتی تلقی شود.

واقع‌گرایی در سیاست بین‌الملل بر اساس این فرض استوار است که دولت‌ها برای حفظ منافع ملی و ثبات نظام بین‌المللی، ناگزیر به تعامل با بازیگران موجود (صرف‌نظر از ماهیت سیاسی یا اخلاقی آنان) هستند. با این حال، نوعی از واقع‌گرایی که درین اواخر در سیاست خارجی آلمان برجسته شده، به‌ویژه در قبال بحران‌های انسانی، می‌توان آن را واقع‌گرایی مسئولانه ( Verantwortungsvoller Realismus) یا  (Responsible Realism) نامید.

در این چارچوب، آلمان با حفظ اصول بنیادین خود در زمینهٔ حقوق بشر، در عین حال می‌کوشد از طریق تعامل محتاطانه و محدود بر رفتار بازیگران غیرلیبرال تأثیر بگذارد. این رویکرد بر این باور استوار است که انزوای حاکمان کنونی افغانستان نه تنها مانع نقض حقوق بشر نمی‌شود، بلکه به گمان اغلب منجر به افزایش عدم اعتماد و رنج بیشتر مردم عادی می‌گردد.

یکی از اهداف اصلی تعامل تخنیکی آلمان با طالبان، حفظ کانال‌های ارتباطی برای مدیریت بحران‌های انسانی و امنیتی است. در غیاب چنین ارتباطی، «جامعه جهانی» عملاً هیچ ابزار اجرایی برای رساندن کمک‌های بشردوستانه یا تأثیرگذاری بر سیاست‌های طالبان نخواهد داشت.

تصمیم آلمان مبنی بر اعطای ویزه به برخی نمایندگان طالبان جهت کار در سفارت افغانستان در برلین، اقدامی اداری و فنی است. این اقدام با هدف تضمین ارائهٔ خدمات کنسولی به افغان‌های مقیم آلمان و تسهیل روند تثبیت هویت پناه‌جویان افغان صورت گرفته است. چنین اقدامی از منظر حقوق بین‌الملل عمومی، مصداقی از «تعامل اداری بدون به‌رسمیت‌شناسی سیاسی» محسوب می‌شود که هم مشکلات اجتماعی آلمان و هم پناهندگان افغان را می تواند کاملاً حل و یا کاهش ‌دهد.

تعامل تخنیکی آلمان در قالب پروژه‌های توسعه‌ای و همکاری با نهادهای محلی، می‌تواند از فروپاشی کامل ساختارهای خدمات عمومی در افغانستان جلوگیری کند. در شرایطی که بیش از ۲۸ میلیون نفر به کمک‌های بشردوستانه نیاز دارند، انکار تعامل با اداره موجود عملاً به معنای نادیده‌گرفتن جان و معیشت مردم وطن ما است.

منتقدان این سیاست بر این باورند که هرگونه همکاری با طالبان می‌تواند به مشروعیت‌بخشی ضمنی به این گروه منجر شود و با اصول ماده‌های ۳ و ۴ کنوانسیون اروپایی حقوق بشر (کنوانسیون برای حفاظت از حقوق بشر و آزادی‌های اساسی) در تعارض قرار گیرد. با این حال، از منظر تفسیری، همکاری تخنیکی که هدف آن تأمین منافع انسانی و نه سیاسی باشد، ناقض این مواد محسوب نمی‌شود.

افزون بر آن، دولت آلمان در تمام تعاملات خود با طالبان، شرط رعایت حقوق بشر، آموزش دختران و مشارکت زنان را مطرح کرده و تأکید نموده است که هرگونه همکاری مشروط به پیشرفت در این زمینه‌ها خواهد بود. بدین‌سان، تعامل تخنیکی نه به عنوان سازش با طالبان، بلکه به عنوان ابزاری برای اعمال فشار غیرمستقیم و حفظ ظرفیت تأثیرگذاری بر رفتار این گروه تلقی می‌شود.

 در نتیجه می‌توان گفت که سیاست تعامل تخنیکی آلمان با طالبان، نمونه‌ای از دیپلماسی مبتنی بر واقع‌گرایی اخلاقی است که میان ضرورت‌های عملی و اصول بشردوستانه توازن برقرار می‌کند. این سیاست بر این باور استوار است که در شرایط بحران‌های چندبعدی مانند افغانستان، تعامل محدود و هدفمند مؤثرتر از انزوای مطلق است. تعامل با طالبان، در قالب همکاری‌های تخنیکی، نه مشروعیت‌بخشی به یک رژیم بنیادگرا، بلکه تلاشی برای حفظ حداقل نظم اداری، تسهیل کمک‌های بشردوستانه و حمایت از مردم افغانستان است. از این منظر، رویکرد آلمان نه نقض اصول حقوق بشر، بلکه تجلی درک عمیق‌تری از مسئولیت بین‌المللی در قبال رنج انسان‌ها در سایهٔ سیاست واقع‌گرایانه است.

06.10.2025

 

 

حميدالله بسيا
داسې ښکاري چې د کډوالو لپاره نور د اروپايي هېوادونو د مېلمه‌پالنې او ښه راغلاست دوره پای ته رسېږي. دا هغه دوره وه چې يو وخت  اروپا د ازادۍ، برابري او ورورولۍ شمعه ګڼل کېده، خو اوس د بربنډې کرکې او سياسي لوبو تر سيوري لاندې  دا شمعه تته او مړه کېږي. په اروپا کې کډوالو ته نور هغه تود هرکلی نه شته چې يو وخت  د نړۍ له بې‌وزلو او جګړه‌ځپلو خلکو سره وو. اوس دلته د هغو کسانو لپاره ځای نه دی پاتې، چې له جګړې، لوږې او بې‌کارۍ څخه د خلاصون په لټه کې دې لويې وچې ته ورکډه شوي دي.
په ځانګړي ډول د سوريې ،هندوستان، افغانستان، فلسطين او نورو آسيايي او افريقايي هېوادونو کډوال دا سخت بدلون په خپلو سترګو ويني. هغوی فکر کاوه چې اروپا به د امن، کار او عزت ځای وي، خو په عمل کې اوس  دوی ويني چې د نژادپالنې او سياسي محاسباتو قرباني شول.
په ځانګړي ډول برتانيا چې ډېرې کډوالو خپل نوې کورګاڼه ، خو اوس د هرکلي پر ځای، د تاوتريخوالي، بې‌پروايۍ او تورونو له فضا سره مخ کېږي. رسنۍ لکه په فيسبوک ، ټويټر او يوټيوب کې به په سلګونو داسې ويډيوګانې ووينئ چې پکې  د  همدې  کډوالو هره تېروتنه ډېره غټه ښيي، داسې چې ګواکې د ټول ملت ستونزې د دوی له امله دي. خو که دا تېروتنه يو اروپايي وګړی وکړي، چوپتيا حاکمه وي. برتانوي ټولنه د ملي شعارونو تر اغېز لاندې داسې حالت ته رسېدلې ده چې تقريبا هر کډوال او ورتلونکی کس ورته دښمن ښکاري.
د دې حالت تر ټولو څرګند انځور د سپتمبر په ۱۳مه په لندن کې تر سره شوې لاريون و چې شعار يې «Unite the Kingdom» و. نږدې ۱۱۰ زره کسان د مهاجرت پر ضد راټول شوي وو. د مظاهرې مشري يو جنجالي فعال ټومي رابنسن کوله، نوموړي دا لړۍ يو «انقلاب» وبلله. د ده د ژوندۍ خپرونې د نندارې لپاره  له يو نيم ميليون زيات کسان ناست وو  دا خپله ښيي چې د کرکې اوازه څومره چټکه خپرېږي.
لاريون کوونکي د غوسې يوه وجه دا وه چې حکومت د کډوالو د استوګنې لپاره هوټلونه په دولتي بوديجه نيسي . هغوی دا د خلکو د مالياتوضایع کېدل بولي. خو دوی نه ګوري چې د بريتانيې د ټولنيزو خدمتونو يو لوی بار همدا کډوال پر اوږو وړي  روغتيا، ترانسپورت، پاک‌کارۍ، او ساختماني سکتور ډېری کارونه د دوی له برکته روان دي.
دا لانجه د حکومت تر لوړو پوړونو ورسېده. صدراعظم کير ستارمر د فشار د کمولو لپاره وړانديز وکړ چې کډوال دې په زړو پوځي اډو کې ځای پر ځای شي. دا پرېکړه په ظاهره د نظم او امن لپاره ده، خو په حقيقت کې د بشري آزادۍ د پولو ماتول دي. ځکه پخوانۍ پوځۍ بارکونه اوس د بې‌وسه انسانانو د بند سيمې ګرځي او دا حالت د دويمې نړيوالې جګړې د ګېټو پېښه رايادوي. په دويمه نړيواله جګړه کې نازيانو د یهودانو لپاره ځانګړې تړلې سیمې جوړې کړې چې «ګېټو» بلل کېدې.
په دې سیمو کې یهودان له ټولنې جلا، د لوږې، ناروغۍ او ظلم ښکار وو. تاريخ تکرارېږي او له دويمې نړيوالې ج د نژادي صفا والي، د "خالص ملت" او له پرديو څخه د هېواد د پاکولو شعارونه بيا راژوندي شوي دي. اروپا يو ځل بيا د هغه پخواني غرور له لارې د انسانيت له ازموينې تېريږي.
هغه مهاجر چې يو وخت يې د بريتانيا د مېلمه‌پالنې کيسې اورېدلې وې، اوس ځان د کرکې په منځ کې ګوري. دوی باور کړی و چې لندن د انسانيت زړه دی، خو دا زړه اوس يخ شوی دی. په شلمه پېړۍ کې، کله چې برتانيا له اقتصادي بحران له سره مخ وه، همدغه بهرني کارګران وو چې د انګلستان ماشين يې په خوځنده وساته.
کډوال د يو هېواد  د کاري ځواک  تشه ډکوي  له روغتيايي خدماتو نيولې بيا تر ټکنالوژۍ پورې. د دوی د مالياتو له لارې د دولت بوديجه بډایه کېږي، نوښتونو ته وده ورکوي او د سوداګرۍ فضا روانه ساتي. حتی د کډوالو د کار له برکته، د بريتانيا د ملي روغتيايي خدمت (NHS) نظام لا فعال دی. خو اوس هماغه خلک چې دا هرڅه یې روان او دوان ساتلي دي د تورونو هدف ګرځول شوي.
په حقيقت کې، د بريتانيې د اوسنۍ نوي بڼې بکګراونډ همدغو کډوالو جوړ کړی دی. د احصايې له مخې، له ۳۷ تر ۴۱ سلنه اوسني بريتانوي وګړي د برتانيا له پولو د باندې زېږېدلي دي. لندن د نړۍ له درې سوه ژبو ډک  يو سترښار دی. دا ژبې د تنوع، کلتور او انسانيت غږونه دي  که دا غږونه چوپ شي، نو بريتانيا به  د کرکې د دېوالونو تر منځ بند،  يوازې يو سوړ او بې خونده ټاپو پاتې شي.
نن کډوالو سره  يو ځل بيا د دويمې کچې انسانانو په څېر چلند کېږي. لومړی د دوی کاراو فزيکي قوت د هېواد اقتصاد د ملاتړ لپاره کارول کېږي، وروسته بيا د سياسي امتياز لپاره قرباني کېږي. دا يو ډول نوی استعماري چلند دی
اروپا که غواړي د خپل تمدن بقا وساتي، بايد بېرته د انسانيت پر لور را وګرځي. د اغزن تارونو، نفرتي شعارونو او ملي تعصب له لارې ملتونه نه لوړېږي، بلکې د همدردۍ، عدالت او ورورولۍ له لارې دا چاره شونې ده. دا بايد وپېژني چې هر مهاجر يو غږ لري، يو خوب لري، او دا خوب د ژوند، امن او عزت غوښتنه ده ، هغه ارزښتونه چې يو وخت خپله اروپا پرې ویاړ کاوه.
 

زلمی نصرت

دنمارک 

حرف‌های من تنها متوجه نجیب آزاد، رزاق مأمون، آقای سعیدی و یگان چپی‌٬ راستی و« میانه» دیروز  و امروز نیست؛ زیرا شمار این افراد روز‌به‌روز بیشتر می‌شود.

طالبان یک گروه منسجم ایدئولوژیک‌اند. هرچند اختلافات داخلی دارند، اما تا کنون این اختلافات زیر مدیریت نگه داشته شده است. آمریکا و غرب طالبان را به رسمیت نشناخته‌اند، اما در مسایل تروریزم و مهاجرت با آنان تعامل عملی دارند. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان وکشورهای آسیای میانه نیز با طالبان روابط کاری و نیمه‌رسمی برقرار کرده‌اند. هیچ کشور خارجی حاضر نیست فعلاً جنگ تازه‌ای را علیه طالبان آغاز کند.

 

بنابراین، طالبان از انزوای کامل بیرون آمده‌اند؛ با آن‌که مشروعیت رسمی جهانی ندارند.

 سقوط طالبان به دست مخالفان مسلح تقریباً صفر است. سقوط به‌دست مداخله خارجی هم محتمل به نظر نمی‌رسد. فروپاشی داخلی طالبان نیز با دلایل فوق بعید است.

 

 به همین خاطر، بسیاری از تحلیل‌گران مخالف طالبان ـ به‌ویژه چهره‌های فراری نظام جمهوریت که امید بازگشت را از دست داده‌اند ـ برای از دست ندادن مخاطبان خود، به تاکتیک های «امید واهی» روی آورده‌اند.

 

آنها به چند دلیل چنین می‌کنند:

 

تولید امید کاذب

 اگر واقعیت تلخ (ثبات نسبی طالبان و نبود اراده خارجی برای مداخله) گفته شود، مخاطب سرخورده می‌شود و دیگر گوش نمی‌دهد. پس این افراد برای نگهداشتن مخاطب، امید کاذب تولید می‌کنند.

رقابت برای حضور رسانه‌ای

 رسانه‌ها و شبکه‌های اجتماعی دنبال تیترهای داغ‌اند. جملاتی مانند «طالبان فردا سقوط می‌کنند» یا «امریکا به بگرام برگشته» جذاب‌تر از یک تحلیل واقع‌بینانه و خشک است. بنابراین، برخی کارشناسان برای دیده شدن، اغراق و دروغ‌پردازی می‌کنند.

 

بیزنس سیاسی و اقتصادی

 بعضی از این افراد از راه مصاحبه، لابی‌گری و نشست‌ها بودجه یا معاش می‌گیرند. دوام این منابع مالی وابسته است به بزرگ‌نمایی بحران و نمایش تغییر قریب‌الوقوع. اگر بگویند «طالبان تا سال‌ها سقوط نمی‌کنند»، حمایت مالی خارجی کاهش می‌یابد.

 

 نبود تحلیل مسلکی

 بسیاری از کسانی که به نام «کارشناس» ظاهر می‌شوند، آموزش اکادمیک در علوم سیاسی، روابط بین‌الملل یا مسایل امنیتی ندارند. تحلیل آنان بر اساس شایعات و فضای فیسبوک ساخته می‌شود، نه داده و منابع معتبر.

سوءاستفاده از روان‌شناسی جمعی جامعه شکست‌خورده و مهاجر نیازمند «نوید تغییر» است. این افراد از چنین نیاز روانی سوءاستفاده می‌کنند تا خود را رهبر فکری معرفی نمایند.

 

 خلاصه اینکه:

این روایت‌ها بیش‌تر از ضعف مسلکی، نیاز به بقا در فضای رسانه‌ای و منافع سیاسی ـ اقتصادی سرچشمه می‌گیرند. طالبان در کوتاه‌مدت با این شایعات سقوط نمی‌کنند. اما برای کسانی که می‌خواهند دیده شوند یا نان بخورند، پخش این دروغ‌ها سودمند است. به این ترتیب، آنان با «فن دروغ‌پراکنی» نه تنها مخاطب را سرگرم می‌کنند، بلکه باد و بخار درونی خود را نیز بیرون می‌ریزند.

عبدالصمد ازهر                                                                              ۲۳/۰۹/۲۰۲۵

امروز ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵ هشتادمین دور اجلاس اسامبله عمومی با بیانیه نهایت جامع، مستدل، منطقی، متکی بر  منشور سازمان، احساس مسوولیت، عدالت خواهی اقتصادی و اجتماعی و ابراز نگرانی از پایمال شدن اصول و ارزش های توافق شده در هشتاد سال پیش از سوی ابر قدرت ها، توسط سر منشی انتونیو گوتیرش گشایش یافت. در بخش بحث بر امنیت و صلح جهانی، بعد از محکوم کردن جنگ در اوکراین و تقاضای ختم عاجل آن، او با جدیت تام به  خاور میانه و بالخصوص فلسطین و فاجعه متداوم غزه پرداخته نسل کشی و استفاده از تحمیل فاقه گی به مثابه حربه جنگی علیه مردم ملکی را جنایت جنگی و جنایت علیه بشریت اعلام داشت و تقاضا نمود فیصله محکمه عدالت بین المللی تطبیق گردد.

من نمی توانم در این مختصر، حتا نقاط برجسته آن بیانیه مبسوط را بازنویسی کنم، اما با مسوولیت تمام گفته می توانم که بهترین بیانیه ها بود.

بیانیه رییس جمهور برازیل نیز از لحاظ واقع بینی و شهامت بیان حقایق جایگاه بسیار برجسته داشت. او فاجعه جاری در غزه را با منطق کوبنده و خیلی عاطفی محکوم نمود. وی گفت حمله و گروگان گیری حماس را تقبیح می کنیم ولی هیچ بهانه و دلیلی نمی تواند مجوزی برای ویرانی کامل مساکن و قتل عام مردم ملکی گردد. او سیاست اعمال زور و مداخله در امور داخلی کشورها از سوی امریکا را مخالف اصول این سازمان جهانی توصیف نمود.

بیانیه ترامپ رییس جمهور امریکا، با بی ارزش دانستن اظهارات گوتیرش و کم بها دادن به سازمان ملل متحد، تقریباً سر تا پا برای مصرف داخلی ایالات متحده بود. او از دستاوردهایش (از طریق اعمال زور) مباهات نمود. پناهنده گان و مهاجرانِ را، همچون جانوران کثیف، منبع مواد مخدر، جنایت، مرض و بی نظمی شناساند و ادعا کرد که با بستن مرزها، مهاجرت به امریکا به صفر رسیده است. او ضمن مخالفت با مرزهای باز، از اروپا خواست آنها نیز مرزهای شان را ببندند. ترامپ موضوعات محیط زیست، تغییرات اقلیمی و گرمایش زمین را به سخره گرفت و ادعا کرد همه اش دروغ است و هیچ تعییری رخ نداده است. طرح کننده گان آن را نیز احمق خطاب کرد.

در تمام مسایل، از سیاست و اقتصاد گرفته تا صحت، آموزش، تکنالوژی، جنگ و صلح  و عرصه های دیگر، معیارهای آقای ترامپ در تقابل با معیارهای فردی و جمعی دیگران بود.

نقطه مرکزی در آجندای امسال  اسامبله عمومی، فلسطین و غزه بود. می دانیم که چهار کشور ناروی، اسپانیا، ایرلند و اسلوونی در سال ۲۰۲۴ کشور فلسطین را به رسمیت شناختند؛ بریتانیا، کانادا، آسترالیا و پرتگال  دیروز یعنی یک روز قبل از گشایش اجلاس اسامبله عمومی، فرانسه و چندین کشور دیگر در جریان اجلاس به این پروسه پیوسته رفتند و می روند. المان و ایتالیا از پیوستن به این پروسه امتناع کرده اند.

از جمله ۱۹۳ کشور صرف ۲۹ کشور به شمول ایالات متحده امریکا و اسراییل و چند متحد شان چون جاپان، کره جنوبی و سنگاپور در آسیا؛ کامرون در آفریقا، پاناما در آمریکای لاتین و بیشتر کشورهای اقیانوسیه تا کنون دولت مستقل فلسطین را به رسمیت نشناخته اند.

آنچه در اینجا در باره جریان جلسه یادداشت کردم از حافظه بود که بدون شک کاستی ها دارد و بسیاری موضوعات برجسته شاید از حافظه و قلم افتاده باشند. این نوشته با عجله ترتیب و شکل اطلاع رسانی دارد نه تحلیل.

۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵

اول میزان ۱۴۰۴

 

 

 

 

 زلمی نصرت

دنمارک 

حقیقت دا دی چې د افغانستان اوسنی سیاسي او امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی دی.

 له روسیې٬ چین٬ هند٬ ایران او د مرکزي اسیا له هیوادو سره یې سیاسي٬ امنیتي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي٬ او پر خپل دې هوډ  ولاړ دي٬ چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

 

پر همدې بنسټ د ټرمپ وروستی څرگندونې٬ چې د بگرام هوایی ډگر بیا د امریکا په واک کې اخیستو لپاره غواړي له طالبانو سره معامله وکړي ( هغه دگر چې د چین د هستوي مرکزونو څخه یوازی یو ساعت واټن لری) پوښتنې راپورته کوي.  که طالبان دغه وړاندیز و نه مني او بگرام ورته ورنه سپاري٬  ټرمپ گواښ کوي چې ناوړې پیښې به رامنځته شي.

دا چې کومې بدې پيښې به وي او ایا د امریکا متحدین به ورسره همکاري وکړي که نه٬ بیله  تبصرې دومره ویلای شو چې:  د افغانستان چاپېریال نور د ۲۵ کلونو مخکې نه دی.

 

۲۵ کاله مخکې  امریکا د ناټو او د امنیت د شورا د ملاتړ تر څنگ د سیمې  د ټولو لویو هیوادونو لکه چین٬ هند٬ روسې ایران٬ پاکستان او مرکزي اسیا هیوادونو ملاتړ هم له ځانه سره درلود. نن دغه هیوادونه د ټرمپ له تصمیم سره کلک مخالفت لري.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په تازه څرگندونو کې ویلي: ټرمپ د امریکا په تاریخ  کې  خورا بد بحران  جوړ کړی دی.

همدارنگه ښایی دیموکراتان او د امریکې ولس هم په هغه نوې بحراني وضعیت کې چې  اوس ور سره مخ دي٬ د ټرمپ له پریکړو ملاتړ ونکړي.

 

طالبان هم نور په هغه حالت کې نه دي چې په اسانه لکه د دوستم٬ شمالي جبهې او د جمهوریت د ځینو تښتیدلو وطن پلورونکو په څیر د امریکا سره د کوچنیو گټو په بدل کې معاملې وکړي.

 

لومړی طالبان په هیڅ قیمت نه مني چې د امریکا نظامی حضور بیا په  افغانستان کې بیرته راشي او یا د بگرام هوایی ډگر د امریکایی ځواکونو نظامي فعالیتونو لپاره په اجاره ورکړي.

 

  دویم٬ که موضوع ته له  بل اړخه وگورو او فرض کړو چې طالبان  د امریکا سره معامله وکړي٬ دا معامله به د طالبانو په شرایطو کې وي:

  یعنی د امریکا له نظامي حضوره پرته به د خپل واک٬ نفوذ او مشروعیت د پیاوړتیا لپاره گټه اخلي٬  په کور دننه او سیمه کې به خپل دریځ قوي کوي.  که امریکا هڅه وکړي چې بگرام یا کوم بل هوايي ډگر د خپلو هدفونو لپاره وکاروي، طالبان ښایې یوازې په ظاهره اجازه وکړي د «امنیتي همکاریو» او « ترهگرۍ ضد مبارزې» تر نوم لاندې د سیمې د هیوادونو د گدې همکاریو په چوکات کې.

 

په حقیقت کې اصلي خبره دا ده چې: ټرمپ په سیمه او نړۍ کې د خپلو سیاسي گټو د خوندي کولو له پاره د افغانستان سره د تعامل لارې  چارې لټوي٬ خو امریکا نور دلته د لوبې یوازینی  لوبغاړی نه دی ؛ اصلي لوبغاړی طالبان دی.  د طالبانو په واک کې د امریکا اغېز محدود دی او نشي کولی د طالبانو کورنی یا بهرنی پریکړې هغسې چې غواړي کنټرول کړي.

 

 هر ډول تړون، که پټ وي یا علني، د طالبانو مشروعیت لوړوي. تالبان کولی شي د نورو سیاسي لوبغاړو په وړاندې خپل دریځ مضبوط کړي، د خلکو او نړۍ په سترگو کې ځان د قانوني او ځواکمن واکمن په توگه وښيي، او د خپلې ادارې دننه د نظم او کنټرول ساحه پراخه کړي.

 

 تالبان د خپل سیمه‌ییز او نړیوال نفوذ د پراخولوله پاره هم هڅې کوي چې  ددوی د ستراتیژیک پلان برخه ده.

 په دې توگه، هره معامله د امریکا لپاره د محدودو گټو لامل کېږي خو د طالبانو موقف پیاوړی کوي.

 

 امریکا به  یوازې څارونکی میلمه وی، خو اصلي گټونکي طالبان دي. که امریکا  هر څومره هڅه هم وکړي، طالبان به تل د خپلو شرایطو او گټو په رڼا کې حرکت کوی.

 

ټرمپ هم په دې ښه پوهیږي٬ چې افغانستان ورته بیا په دلدلزار بدلیدلی شي او که دا ځل ځان ښکیل کړي٬ ښایې د تیروتنې بیه یې خورا درنه وي.

 

 موږ دوه ځله ولیدل چې بگرام د گرم تنور په څیر لمبه شو او اشغالگر د ویرې په حالت کې نیم ژوندي ترې وتښتیدل.

 

که دا ځل څوک د فتنې له مخې د ازمېښت جرئت وکړي، ښايي نه یوازې د تیښتې توان و نلري٬ بلکې د سوځیدلو وچو لرگو په شان په تور سکرو بدل شي.

 

ټرمپ په دې دوره کې له ځانه سره په یوه دروني جگړه کې بوخت دی؛ پالیسې یې ماته خوړیلې٬ خپله حوصله او کنترول یې له لاسه ور کړی او داسې څه لټوي چې پخپله یې هم  نه پیژني.

 

هره ورځ چې تېرېږي، د نړۍ هېوادونه د هغه  له نږدې کړۍ نه لرې کېږي. هغه دروند او مهربان نظر چې د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال یې درلود، نور نشته؛ د تړونونو ماتول او مشکوک چلند یې د پخوانیو متحدینو باور له منځه وړی دی.

 

ټرمپ په لندن کې وینا وکړه او ویې ویل چې چمتو دی د بگرام د «گرم تنور» د بیا ستنېدو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. خو نه پوهېږي چې دلته نور د معاملې بازار د هغه په خوښه نشته؛ دلته د زرینو خاطرو پای دی د خاطرې او واقعیت ترمنځ، د ځواک او تباهۍ ترمنځ د واقیتونو نوی فصل دی.

 

 د هغه پخوانیو خریدارانو بیا بیا ورته ویلي چې دا نور سیاسي او مسلکي چلند نه دی٬ بلکې لېونتوب او بې پروایې ده.

 

خو د تېښتېدلو جمهوریت د پلویانو صحنه رنگینه ده: یو شمېر لا هم د تېر وخت د بېرته راگرځولو په خوب کې د بټنو په تړلو بوخت دي، د بن د غونډې د تکرار ساز غږوي؛ داسې تکرار چې هېڅ به نه تکراریږي.

 

بل لور ته، هغه کسان چې د «اشغال برکت» له امله یې  مقام، شتمني او شهرت تر لاسه کړي وو، نن د طالبانو د راتلونکي سره د هر ډول معاملې اندېښمن دي؛ وارخطا دي او زړونه یې د وېرو په ټکان کې دي: «هسې نه چې دا معامله د هغوی برخه هم یوسي!» په غوسه او رېږدېدلي غږونو کې چیغې وهي: «ښاغلی ټرمپ! طالبان مه رسمي کوه؛ له طالبانو سره خبرې مه کوه. موږ دلته یو، له موږ سره معامله وکړه، موږ تیار یو.

 

هغوی آن د تاریخ له بدو سیورو هم  نه ډارېږي. هغه خبرې چې پخوا د تاریخ د جلادانو له خولې وتلې، د اشغالګرو سره د همکارۍ د بدۍ یادونه گڼي او له هغو کسانو کرکه ښیي چې د هېواد له دښمن سره هم‌غږي شوي دي.

زیاتې مقالې …