د دوحې دریمه ناسته یو ګام وړاندې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 انجنیر زلمی نصرت 

 کومه دریمه ناسته چې په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د حال او مستقبل په ارتباط تر سره شو٬ د افغانستان د سر پرست حکومت هیئت هم بلاخره په کې گډون وکړ.

 دا ځکه چې دا پلا نړیواله ټولنه د افغانستان د سر پرست حکومت ځنې غوښتنې او وړاندیزونه ومنل او دواړه خواوې یو گام مخ ته  سره کیښود.

 

زما له نظره دغه ناسته د افغانستان او د نړیوالې ټولنی له پاره د خبرو اترو٬ گد کار او د تعامل د دوام لاره خلاصه کړه٬ دواړو خواوې  خپلې غوښتنې مخامخ یو بل ته سره وویل او سره پوه شول٬ چې په مستقبل  کې خپلې غوښتنې او ستونزې څرنگه حل کړي.

 

د ذبیح الله مجاهد  لنډ٬  مشخص او غیر تحریک امیزې خبرې او د کنفرانس له بهیره څخه راته معلومه شوه چې  د افغانستان د سر پرست حکومت پلاوي د لازم سیاسي او تخنیکي امادگي او د یو واحد باور او نظره سره ناستې او کنفرانس ته ورغلي وه٬ چې په نتیجه کې کنفرانس مثبت وارزول شو اود دوه کمیټو جوړولو ته سره توافق وکړل.

 

 د افغانستان د اقتصادي خصوصي سکتور  اود مخدره موادو پر ضد او د هغه پر ځای د بدیل کښت له پاره د مبارزې کمیټه.

 

دا چې د  افغانستان د سر پرست حکومت ٫٫ مخالفین ٬٬ په دې غونډه  او کنفرانس کې  نه وو سره را دعوت شوي٬ زما په اند دا هم یو مثبت گام و په دوو دلایلو:

 

۱ ـ د احساساتو او منفی تحریکاتو  او د بې نتیجه پایلو مخه و نیول شو.

 

۲ـ  کله چې د افغانستان سر پرست حکومت د نړیوالې ټولنې سره د تعامل د ستونزو د حل پر لارو توافق وکړي٬ دغه حالت خپله زمینه بین الافغانی ناستو ته لاره برابروي او افغانان مجبوروي٬ چې خپلو کې سره کینې او خپل مشکلات سره حل  او یو بل و مني.

 

 د دوحې د دریمې ناستې د پایلو څخه داسې معلومیږي٬ چې نړیواله ټولنه نور نه  غواړي٬ چې د افغانستان یو سلسله واقعیتونه له نظره وغورځوي٬ غواړي تعامل وکړي او د تعامل په لاره قدم کیږي نه د پرځولو او برید له لیاري.