د رومئو او ژولیت د قصې لنډیز

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه عبدالملک پرهیز

د ورونا په واټونو کې د کپیولت او مونتګیو د نامتو او رقیبو کورنیو د چوپړانو ترمینځ شخړه پیل کېږي، بنولیو چې د مونتګیو د کورنۍ غړی دی، هڅه کوي ددغه جګړې مخه ونیسي خو کله چې د کپیولت د کورنۍ د یو غړي تیبالت بې پروایي ویني چې  د جګړې ډګر ته ننوتی دی، غصه کېږي. وروسته له دې چې د ښار وګړي ددغه همیشنیو نښتو او بدچلندونو له امله په قهر شول د نښتې دواړه اړخونه یې په شاتګ ته اړ کړل، د اشکالو شهزاده، د ورونا واکمن هڅه کوي ددغه کورنیو ترمینځ د سولې له تړون څخه د هر سرغړونکي دپاره د اعدام حکم جاري کړي، څو ددغه کورنیو ترمینځ له زیاتیدونکي کړکیچ څخه مخنیوی وکړي.

رومئو، د مونتګیو زوی، د خپل  تره  زوی بنولیو لیدو ته ځي، چې دمخه یې د چنار د بڼونو په سیمه کې، رومئو د چکر  په حال کې لیدلی ؤ. رومئو د بنولیو له خوا د قهر او غصه کېدو څخه وروسته اعتراف کوي چې پر رزالین مین دی، خو دغه نجلۍ له هغه سره علاقه نه درلوده او پاملرنه یې ورته نه کوله. بنولیو هغه ته سپارښتنه کوي چې دغه نجلۍ هیره کړي او کومه بله ښکلې نجلۍ پیدا او غوره کړي. خو رومئو لا هماغسې خفه او پریشانه ؤ.

په همدې حال کې، کنت پاریس، د شهزاده اسکالوس خپلوان،  د ژولیت سره د واده په فکر کې دی. د ژولیت پلار کپیولت، که څه هم پر دغه پیوستون خوښ دی، خو له پاریس څخه غوښتنه کوي څو دوه کاله صبر و کړي، ځکه ژولیت لا څوارلس کلنه شوې نه وه. کپیولت له خپلو چوپړانو څخه یو کس استوي څو د جشن او خوښۍ مراسمو ته نقاب لرونکي کسان د نڅا د پاره را وبولي، کوم چې یوه دودیزه نڅا وه، په دې هیله چې پاریس د ژولیت زړه لاس ته راوړي. رومئو او بنولیو چې لا اوس هم د رزالین په اړوند په خبرو اترو بوخت ول، د کپیولت له چوپړ سره مخامخ کېږي چې د رابلل شوی کسانو لیست یې له ځان سره درلود. بنولیو وړاندیز کوي چې دوی دواړه په دغه جشن کې ګډون وکړي، ځکه دا کار رومئو ته دا موقع په لاس ورکوي څو خپله معشوقه د نورو ښکلیو او ښایسته نجونو سره پرتله کړي. له دې کبله ، رومئو یوازې ددې دپاره چې په دغه لیست کې د رزالین نوم ؤ،  نو په دغه مجلس کې به د بنولیو په ملګرتیا ګډون وکړي.

د کپیولت په کورنۍ کې، د ځوانې ژولیت،  دهغې د مور او د هغې د پالونکي ترمينځ د پاریس سره د ژولیت د واده د امکان په اړوند خبرې روانې وې. ژولیت لا تر اوسه په پام کې نه لرل، واده وکړي. خو له دې خبرې سره موافقه کوي چې د محفل په ترڅ کې پاریس وویني. چې دا کار کېدی شي پر هغه د ژولیت عاشقیدو یا نه عاشقیدو سبب شي. جشن پیلېږي. پرېشانه او خپه رومئو  د بنولیو او د خپل ټوقوماره ملګري مرکوتیو په ملګرتیا د کپیولت کور ته ځي. په کور کې رومئو له لېرې واټن څخه ژولیت ویني او سمدلاسه پرې مینېږي. رزالین ترې بیخي هیریږي. په داسې حال کې چې رومئو د ژولیټ او په محفل کې د نورو ښکلیو نجونو ننداره کوله، تیبالت هغه پیژني او له دې کبله چې نوموړی پرته له اجازې او په غلا دغه محفل ته راغلی، په قهریږي.

تیبالت پر رومئو د برید له پاره چمتو کېږي، خو کپیولت یې مخنیوی کوي. ډېر ژر رومئو له ژولیت سره خبرې کوي او دوي دواړه د یو بل سره د ژورې علاقه مندۍ احساس کوي. دوی بې له دې چې یو د بل نوم و پېژني، يو بل ښکلوي. کله چې رومئو د یوې پالونکۍ خبرې آوري نو پوهیږي چې ژولیت د هغوی د کورنۍ دښمن کپیولت لور ده، چې دهغه د زیات خپګان او پریشانۍ سبب کېږي. همدارنګه کله چې ژولیت پوهېږي کوم سړی  چې یې ښکل کړ، د مونتګیو زوی دی، هغه هم ډېره پریشانه شوه.

کله چې مرکوتیو او بنولیو د کپیولت له کوره ځي، رومئو د بڼ له دیوال څخه آوړي او په بڼ کې پټېږي، ځکه هغه نه شوکولی ژولیت  پریږدي. هغه په بڼ کې د خپل پټنځای څخه د کړکۍ د ښیښو له شانه ژولیت لیدله او د هغې  غږ یې آوريده، هغې د رومئو په اړه خبرې کولې. رومئو د هغې نوم اخلي او پرې غږ کوي او دوی په خپلو کې سره د مینې تړون کوي. رومئو په بیړه د خپل دوست او د صومعې د راهب فریار لاورنس لیدو ته ځي. هغه د رومئو د مینې له دغه ناڅاپی بدلون څخه حيرانيږي،  خو مني چې په پټه ددغه دوو عاشقانو نکاح ترسره کړي، ځکه فریار لاورنس ددغه دوو ځوانانو په مینه کې د  کپیولت او مونتگیو د کورنیو د اوږد مهاله دښمنۍ پای لیده. یو ورځ وروسته، رومئو او ژولیت د فریار لاورنس په خونه کې له یو بل سره ویني. هغه پالونکې چې ددوی د راز ساتونکې ده، د واده په شپه یوه زینه چمتو کوي څو رومئو وکولی شی د ژولیت خونې ته  د کړکۍ له لارې ننوځي. 

سبا. بنولیو او مرکوتیو له تیبالت سره مخامخ کېږي کوم چې د ژولیت د تره زوی دی او لا تر اوسه د کپیولت په مېلمستیا کې د رومئو د راتګ له امله په قهر دی. 

رومئو هم په دغه دوئل که شتون لري. اوس رومئو له تیبالت څخه چې د خپل واده له امله د هغه خپلوان شوی دی، غواړی له دوئل څخه تېر شي او غواړي هغه ته د خپلې مبارزې نه کولو دلیل ووایي. مرکوتیو چې د سولې له دغه وړاندیز څخه د انزجار احساس کوي وایي چې هغه به په خپله له تیبالت سره جګړه وکړي. دوی دواړه دوه په دوه جګړه پیلوي. رومئو هڅه کوي ددغه دوو جنګیالیو ترمینځ د منځګړتوب د لارې د جګړې مخه ونیسي. تیبالت د رومئو د تخر لاندې مرکوتیو په چاقو وهي او وژني. رومئو د قهر په څپو کې تیبالت وژني. او د پیښې له ځایه تیښتي. له دې پیښې لږ وروسته شهزاده، رومئو ته خبرداری ورکوي چې ددغه  جنایت له امله د تل دپاره د ورونا له ښاره پریږدي. او په دې ډول هغه د تل دپاره تبعیدوی. فریار لاورنس یوه لاره جوړوي څو رومئو مخکې له دې چې ښار خوشې کړي او د مانتوا ښار ته لاړ شي، د سبا سهاره وروسته، د خپل واده شپه له ژولیت سره تېره کړي. ژولیت په خپله کوټه کې د خپل نوي مېړه راتلو ته په تمه پاتې کېږي. پالونکې کوټې ته راځي او له لږې پرشانۍ وروسته ژولیت ته وایي چې رومئو،  تیبالت و واژه. ژولیت پریشانه او نا آرامه کېږي او دې ټکي ته یې پام کېږي چې د داسې یو چا سره یې واده کړی چې د هغې خپلوان یې وژلی. خو هغه ځان آراموي او له ځانه سره وایي چې هغه له رومئو سره ژمنه لري….

په دغه شپه رومئو په پټه د ژولیت خونې ته راځي او په پای کې د دوی واده او مینه پای ته رسېږي.

سهار دغه دوه مینان له یو او بل سره مخه ښه کوي او نه پوهیږي چې بیا به کله سره وویني. د ژولیت پلار چې د وروستیو پیښو څخه سخت اغېزمن شوی دی له ژولیت څخه غواړي چې د درې ورځو په دننه کې له پاریس سره واده وکړي. ژولیت نه پوهیده څه به پېښ شي، که خپل مور او پلار ته حقیقت ووایي، چې د پاریس سره واده نه کوي ځکه له رومئو سره یې په پټه واده کړی او د رومئو ښځه ده. نو ځکه له پاریس سره واده کول نه غواړي. له دې امله له خپلې پالونکې څخه د لارښوونې مشورې غوښتنه کوي. هغه ژولیت ته وایي، فکر وکړه چې رومئو مړ شوی دی او نور نشته، له پایس سره واده وکړه هغه به ستا دپاره ډېر ښه مېړه شي.

د پالونکې دغه د بې وفایۍ او خیانت خبرې د ژولیت د پریشانۍ او نا آرامۍ سبب شوې او په بیړه د فریار لاورنس لیدو ته ولاړه. فریار لاورنس یوه نقشه جوړوي څو ژولیت په مانتوا کې رومئو ته و رسوي. د پاریس سره تر واده یوه شپه دمخه باید ژولیت هغه شربت وڅکي چې ژولیت په ژور خوب ویده کړي او لکه د مړي ښکاره شي. او کله چې هغه ددوی کورنۍ هدیرې ته وړي څو خاورو ته یې و سپاري، فریار لاورنس به هغه بیرته په حال راوړي او په دې ډول به هغې ته ددې اجازه او آزادي تر لاسه شي څو په آزاده توګه له رومئو سره د کورنۍ دښمنۍ لېرې ژوند وکړي. ژولیت بیرته کور ته ځي او خبرېږي چې د واده ورځ، یوه ورځ نور هم ځنډول شوې. کله چې د واده ورځ را رسېږي ژولیت شپه دمخه هغه شربت څکي چې فریار لاورنس ورکړی ؤ او سهار کله چې پالونکې د هغې خونې ته راځي ویني چې هغه په ظاهره مړه ده. د کپیولت کورنۍ غمجنه کېږي او ژوليت د فریار لاورنس له پروګرام سره سم خاورو ته سپارل کېږي. خو د فریار لاورنس هغه لیک چې ټوله نقشه یې په کې لیکلې وه، په مانتوا کې د رومئو لاس ته نه رسېږي.

د هغه قاصد، فریار جان، په یو قرنطینه شوي کور کې ایساریږي او رومئو ته دومره خبر رسېږي چې ژولیت مړه شوې ده.

رومئو یوازې د ژولیت له مړینې خبریږي نو پریکړه کوي چې بې له هغې ژوند نه شي کولی، نو ښه به وي ځان ووژني. هغه له درملتون څخه د زهرو یو بوتل پیري، که څه هم پلورونکی د هغه ددې کار مخالف ؤ. هغه په بیړه ورونا ته ځان رسوي څو د ژولیت د قبر د پاسه ځان ووژني. رومئو د ژولیت د قبر تر څنګ د پاریس سره مخامخ کېږي چې د ژولیت پر قبر د ګلانو د شیندلو په حال کې ؤ. دوی دواړه سره شخړه او جګړه کوي او رومئو پاریس وژني. هغه مقبرې ته ننوځي او د ژولیت بې ساه بدن ویني، نوموړی د زهرو بوتل څکي او د ژوليت تر خوا مري. لږ وروسته فریار لاورنس رارسېږي او خبریږي چې رومئو پاریس او ځان یې هم وژلی دی.  په همدې وخت کې ژولیت له مرګوني خوب ویښېږي. فریار لاورنس د پولیسو د پښتو غږ آوري. کله چې ژولیت له فریار لاورنس سره له تللو ډډه کوي، فریار یوازې ځي او تیښتي.

ژولیت خپل معشوق رومئو ویني چې ځان یې په زهرو وژلی دی. هغه د رومئو په زهرو ککړې شونډې ښکلوي او کله چې دغه ښکلول هغه نه وژني، د رومئو چاړه په خپله سینه کې ښخوي او د رومئو پر بدن یې بې ساه بدن لوېږي. پولیس، شهزاده، د کپیولت کورنۍ او مونتګیو کورنۍ را رسېږي. مونتګیو خبر ورکوي چې د هغه میرمن مونتګیو کله چې د رومئو د تبعید خبر واورید، له خپګانه مړه شوه. کپیولت او مونتګیو د خپلو اولادونو د مړیو په لیدلو سره هوکړه کوي څو خپله دښمني پای ته ورسوي او د ورونا د ښار په یوه آرامه سیمه کې دخپلو اولادونو طلایي مجسمې یو بل تر څنګ جوړ کړي.