ماشوم

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زه ماشوم یم ما ته ځای د زړه په سر راکوۍ
زده کړه ماته د ادب او د هنر راکوۍ
زه لا تنکی یم د تولنې د فطرت په بڼ کشې
د زړه په وینو مې پالنه د ثمر راکوۍ
څوک دوستان دی زمونږ څوک دښمنان دی زمونږ
ما ته د دوی د ښو او بدو نه خبر راکوۍ
نور مې کسې د سکندر او دارا نه خوښیږي
ما ته د نوی ژوندون درس په زیر او زور راکوۍ
د خپل هیواد د کنډوالو لوټی به زه ټولوم
ما ته چکر د کور اوکلي او ګودر راکوۍ
ما په څاپیړو په لغتو او په سوک مه وهۍ
ماته د مینې نوازش لکه پدر راکوی
ما ته د خلکو او هیواد د خپلواکی د پاره
پوهه ادب درس د کمال او د هنر راکوۍ
ما ته ای ګرانوعزیزانو د پلرونو په دود
مزل په غرونو د پامیر او د خیبر راکوۍ

عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا