ناراسته، ناستې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیر زلمی نصرت!

ناستې او خبرې اترې د افغانستان د ملي مسایلو په ارتباط چې هدف یې د افغانستان استحکام، ثبات٬ یو والی او اصلاحات وي، خالي له گټو نه وي، که  په هر ځای کې جوړې او تر سره هم شي.

 

هر څوک حق لري چې د افغانستان د سرنوشت په هلکه او د طالبانو د کړنو په مورد انتقاد وکړي٬ قدرت کې د گډون لپاره هسې وکړي٬ طرحې ورکړي٬ غوندې او ناستې جوړې کړي او اعتراض وکړي٬ چې افغان شموله ملي فکر او طرحې ولري.

 

خو نه هغه نا راسته٬ بدنامه او ازمویل شوي  کسان  او ډلې ټپلې :

 

لکه چې په  اتریش کې د څلورم ځل لپاره سره راغونډ شول٬ چې د مالي او اخلاقي فساد، قاچاق او د غصب دوسیې د افغانستان په عدلي او قضایې اداراتو کې لري.

 

نه هغه کسان چې د فساد عامل شول٬ د طالبانو د راتگ عامل شول٬ افغانستان یې تجزیې او نسکوریدو خواته ټیله کړل٬ د افغانستان د قومونو د نفاق عامل شول٬ ژبني او مذهبي اختلافات یې غټ کړل٬ ټولنه یې اخلاقي فساد کې غرق کړل٬ دیموکراسي یې وشرمول٬  د ترقي او پرمختگ اصطلاحات یې وشرمول٬ سیاست یې وشرمول٬ د گوند نوم یې چې نن خلک ورنه نفرت لري و شرمول.

 

نه هغه څیرې او ډلې ټپیلې چې : د افغانستان مفاخر یې تر پښو لاندې کړل٬ خلک او ولسونه یې وزورول او قسم٬ قسم ظلمونه یې وکړل٬ په ټولنه  کې یې نا قانونۍ٬ انارشیزم ترویج  او د اشغال گوډاگیان ول.

 

 نه هغه کسان لکه محقق او معنوي٬ چې پې د قتل او بشري جنایت اتهام شتون لري او فلمونه یې یوټوپ کې ښکته او پورته کیږي.

 

ټول پوهیږي٬ چې استخباراتي کړۍ  دوی پسي دي او نه غواړي٬ چې هغوی له لاسه وکړي د هغوی د پرون د نوکرۍ پاداش هیر کړي.

 

په دې حساب  یوازې  هغوی مصروف ساتي٬  د سیاحت زمینه ورته برابروي سره د مفشن خوراک او هوټلې او دا حالت دوی هم  تسکینوي٬ کنه لیونیان خو دي٬ لا لیونیان به شي.

 

 دا ځکه چې :

 

۱ـ نه هغوی نور د افغانستان خلک خو پریږده حتا خپلو کلیو او بانډو کې ځای لري٬ نه خپلو پروني پلویانو او ٫٫ گوندیانو٬٬ منځ کې.

 دوی دومره بد تاریخ لري او بدنامه دي٬ چې دوه راتلونکي نسلونه  به هم ددوی کړنې او کثیفي څیري هیرې نکړي.

 

۲ـ اول جهان نور وریانتونو باندی کار کوی او دویم٬ جهان دومره لویو کشالو او خبرو کې راگیر  او مخ ته لري٬ چې ولاکه دا د جمهوریت یتیمان نور ورته د یو پیشو حیثیت هم ولري.

 

 خلک خپل پور غواړي٫ اراذیل چې هیڅ شرم نه لري بیا نور غواړي او ډیر غواړي.