مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود
ادبي مکتبونه د هغو خوځښتونو، نورمونو، لیدتوګو او نظریاتو، تیوریو او ځانګړتیاوو ټولګه ده چې د یو یا ډیرو هیوادونو په ادبیاتو کې د فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي او تاریخي لاملونو له امله په یوې ټاکلې موده کې راڅرګند شوې دي.
هر ښوونځی ځانته اصول او ځانګړنې لري. دا ځانګړتیاوې معمولن د لیکوالو، هنرمندانو، ادیبانو او شاعرانو د یوې ډلې په کارونو کې عام دي او د دوی نښیرونه(اثار) د نورو لیکوالو، هنرمندانو او شاعرانو له نښیرونو(اثارو) څخه توپیر لري.
د هر ادبي مکتب ځانګړتیاوې په تدریجي ډول د هغه ښوونځي اړوند ادبي نښیرونو (اثارو) کې څرګندیږي. ټولنیز، سیاسي، اقتصادي یا کلتوري شرایط د ادبي مکتبونو په رامینځته کولو یا بدلون کې د نه منلو وړ اغیز لري. په بشپړ ډول بېلابېل ښوونځي نږدې په ورته وخت کې سره راټول شوي او د یو بل تر څنګ یې وده کړې ده.
په ټوله کې، نړېوال ادبي مکتبونه په هر وخت کې د ادب، هنر او ګډ ژوند د فلسفي لید توګو او نظریاتو پر بنسټ رامینځته شوي. که څه هم د هر مکتب ښکاره کېدنه په هر پېر او دوره کې د ټولنیز، سیاسي، ادبي، فرهنګي او زیاتره فلسفي فکر پایله ده، خو کله کله داسې هم شوي چې په یوه هېواد کې په یو وخت کې بېلابېل مکتبونه راڅرګند شوي او له یو بل سره څنګ په څنګ یې وده کړې او له ټولو توپیرونو سره سره هر یو خپل پلویان موندلي دي.
لنډه دا چې په پښتو ژبه کې د نړیوالو ادبي مکتبونو او ښوونځیو بنسټیزې قاعدې، آرونه، اصلي موضوع او اصول، او د هر مکتب عقایدو، موخو، اندونو او افکارو، لیدتوګو، شهکارونو، مهمو او ګټورو ادبي او هنري نښیرونو(اثارو) ته پوره او د پام وړ کار او په هر اړخیز توګه بشپړه پاملرنه نه ده شوې. همدا وجه ده، چې ما له ځان سره اندو فکر وکړ، زه باید د علم، ادب او فرهنګ له پېژندل شویو څېرو سره د دغو مکتبونو په تړاو بشپړې او هر اړخیزې مرکې جوړې کړم تر څو د نړېوال ادبي مکتبونو مینه وال او لوستونکي وکولی شي په جلا توګه د دغو نړېوالو ادبي مکتبونو له منځپانګې، پیغامونو او موضوعاتو څخه ارزښتمنه او اغېزناکه ګټه پورته کړي. یو له دغو علمي او ادبي څېرو څخه، چې ما ورسره د سمبولیسم مکتب په تړاو مرکه جوړه کړې ده، استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلی دی. نوموړی د پښتو ادب په ډګر کې ژبپوه، څېړونکی، ټولنیز او ادبي کره کتونکی، تکړه شاعر، ځوان، تاند او هڅاند لیکوال دی.
ښاغلی عبدالهادي هادي د ادب او فرهنګ په ډګر کې پېژندل شوی نوښتګر او مخکښ شاعر او تکړه لیکوال دی، چې د ده غزلیزه شاعري زموږ د هېواد په معاصرو شاعرانو کې څرګنده او روښانه بېلګه ده. د هادي صاحب په شاعرۍ کې د مینې او احساس پیغامونه او سپېڅلی رنګ، د ټولنیز ژوند عیني او رښتیني اړخونه په ډېر عالي او ظریفانه بڼه انځور شوې دي. دی په خپله ېوه لیکنه کې د استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلي په تړاو داسې وايي:
((پوهاند ډاکتر اجمل ښکلی د افغانستان له هغو ځوانو اکاډیمیکو څېرو څخه دی چې په لږ عمر او کم وخت کې یې پښتو ژبې او ادبیاتو ته ډېر څه ورکړیدي. پوهاند دکتور پي ایچ ډي ښکلی، په ډېرکارو لیکوالو کې هغه نوم دی چې هم یې تحقیق ته اوږه ورکړې، هم یې تخلیق ته او په دواړو برخو کې د خپلو سیالو لیکوالو د کتار په سر سر کې روان دی، د هغه شعرونه او تخلیقات د پښتو د معاصر شعر داسې یو څپرکی دی چې که څوک پر پښتو شعر کار کوي نو له دې رنګین او ښایستوکي څپرکي په څنګ نه شي تېرېدای.
په ادبپوهنه کې د ښکلي صیب هڅې بېسارې دي او په ادبي څېړنو کې دی هغو افقونو ته ځیر دی او هغو برخو ته یې پام ور اړولی چې یا تر اوسه څوک نه دي پرې غږېدلي، او یا کم کار پرې شویدی. د پوهاند صیب ښکلي بل کمال دا دی چې خدای تعالی خوږ قلم او زړه راښکونکې ژبه ورکړېده، عموما په علمي او څېړنیزو لیکنو کې لیکوال د نثر هغه خوږلت نه شي ساتلی کوم چې په ادبي لیکنو(تخلیقاتو) کې یې ګورو خو د ښکلي صیب، څېړنیزو او پوهنیزو لیکنو کې هم نثر دومره خوږ وي چې لوستونکی یې په نیمایي کې نه شي پرېښودای.
د پوهاند ښکلي نسل د تجدد، تحول او نوښتونو هغه نسل دی چې په ډېرو بدو او تاوجنو کلونو او وختونو کې یې پښتو تخلیق او تحقیق دواړو ته ساه ورکړه او پرې یې نه ښوده چې د اوښتون په دې مهم پړاو کې د پښتو برخه خواره وي.))
استاد پوهاند دوکتور اجمل ښکلی د «ننګرهار» د «کامې» د «بازیدخېلو» اوسېدونکی دی. د پلار نوم یې حسام الدین دی. دی پر (۱۳۶۲)لمریز کال کې د کامې په بازیدخېلو کې زېږېدلی دی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په پېښور، منځنۍ زده کړې په ننګرهار او لوړې زده کړې یې په کابل کې سر ته رسولې دي. اوسمهال دی د کابل پوهنتون د پښتو ژبې په برخه کې استاد دی. ده د خپل ژوند په اوږدو کې چې لا هم ځوان دی، تر اوسه پورې یې کابو د (شلو) شاوخوا نښیرونه (اثار) خپاره شوې دي، چې د ژباړې، ژبپوهنې، د شعر و شاعرۍ، ادبیاتو او نورو ټولنیزو موضوعاتو نښیرونه(اثار) پکې شامل دي.
همداسې ښاغلی علم ګل سحر، چې د علم، شعر او ادب په ډګر کې پیاوړی لیکوال، مخکښ او هڅاند شاعر او تکړه کیسه لیکونکی دی. دی په خپله ېوه لیکنه کې د استاد پوهاند دوکتور اجمل ښکلي په تړاو داسې وایي:
((څو کاله د مخه په کابل کې د طنز په اړه سمینار و، د تدارک کمیسیون یې زما او څو نورو مشهورو لیکوالو نومونه د وینا والو په لست کې نیولي وو، راته ويې ويل چې د طنز په اړه یوه مقاله ولیکه. ما ورته وویل دا زه او څو نور چې په هره غونډه کې بر بر کیږو او ويناوې کوو تر دې به دا ښه وي چې زموږ پر ځای ځوانو لیکوالو ته وخت ورکړئ، ان شاالله تر موږ به ښې او نوې لیکنې وړاندې کړي. د ځوان ليکوال اجمل ښکلي او څو تنو نورو ځوانو لیکوالو نومونه مې ور کړل، هغوی هم په نه زړه ومنل. د سيمينار په ورځ ښکلي صاحب چې هغه وخت د کابل پوهنتون محصل و، د طنز په اړه داسې ښکلې او علمي مقاله واوروله چې زما غوندې لیکوال یې ممکن اوس هم په لیکلو بریالي نه شي.
ډاکتر اجمل ښکلی مبتکر شاعر، ليکوال، ژبپوه او ښه کره کتوونکی دی. ښکلي لږه شاعري یې کړې خو ښکلې شاعري يې کړې ده. د ادب، کلتور، ټولنپیژندنې او ژبنیو مسایلو په اړه په زړه پورې څيړنې او لیکنې کوي که خپلو مطالعاتو او څيړنو ته همداسې دوام ورکړي زموږ ژبې او ادب ته به لا ډیر څه ورکړي.))
ښاغلی استاد اجمل ښکلی هغه ځوان هڅاند لیکوال، ادیب، ژبپوه، پیاوړی کره کتونکی، پنځګر او څېړونکی دی، چې د لوړ فکر، ځواکمن استعداد خاوند شخصیت دی. د ده له څېړنېزو او تحقیقاتي علمي، ادبي او ټولنیز نښیرونو(اثارو)، او د پښتو ژبې، ادب، شعر و شاعرۍ په برخه کې د ده له پنځونو، کره کتنو او څېړنو څخه څرګندېږي، چې تل یې هڅه کړېده خپلې څېړنیزې لیکنې او تحقیقاتي موضاعات او مسایل د ژورې پوهې او د کره کتنو او څېړنو د هر اړخیزو اصولو او مقرراتو، د څرګندو دلایلو او مستندو شواهدو او موادو پر منطق خپلو لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کړي.
استاد پوهاند دوکتور اجمل ښکلی هغه دروند، زړه سواندی، متواضع، خواخوږی، پاک او سپېڅلی شخصیت دی، چې په ملګرتیا او ټولنیز ژوند کې له خپلو ملګرو، دوستانو او یارانو سره ژوره مینه او اخلاص لري.
ښاغلی نذیر سهار هغه منلی لیکوال، رسنوال او شاعر دی، چې د ژورنالیستیکي هلوځلو تر څنګ د خبریالۍ په ډګر کې یې بېلابېل ارزښتناک او ګټور کتابونه لیکلي دي. د پښتو ادب، شعر و شاعرۍ په غوړېدا او ښېرازۍ کې یې اغېزناکه ونډه اخیستې ده. ده په خپله ېوه لیکنه کې د استاد اجمل ښکلي په اړوند داسې کښلې دي:
((اجمل ښکلی د پښتو کره کتنې، تحقیق، تخلیق او ژبپوهنې په برخه کې په ځوان نسل کې داسې څوک دی، چې د ناویلو د سپړلو ظرفیت لري. د هغه د بحث موضوعات، د څیړنې تګلار او د کره کتنې په برخه کې ځانګړي اسلوب، دی له نورو یو څه جلا کوي.
ښکلی هڅه کوي چې د ادبیاتو د تحلیل لپاره یوازې هنري او روایتي تګلارې نه، بلکې ساینسي او منطقي تګلارې هم وکاروي. نن موږ مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل ادبیات لرو او زموږ ژبه او ادبیات ترې بې اغیزې نه شي پاتې کېدای. پخوا د ادبیانو او هنر یو ډول تعریف کېده، خو نن نړیوالتوب او ټکنالوژیکو بدلونونو ډېر تعریفونه بدل کړي دي. پخوا هنر د انسانانو ترمنځ د اړیکو یوه مهمه لاره ګڼل کېده، لیکوال او هنرمند بېل تعریف درلود، خو اوس د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره دا تعریفونه خپله بڼه تغییروي، ژباړې اتومات کیږي، مصنوعي ځیرکتیا شعر او لیکنې کوي، انځورګري او ګرافیکي چارې کوي، انلاین پلټونکي ماشینونه ډیجیټل کتابتوني پلټنې کوي، چې زماني واټن یې ثانیو ته راکم کړی، نو دا وضعیت او تغییر موږ له نومهالو غوښتنو سره همغږۍ او همګامه توب ته هڅوي او دې مسایلو ته د اجمل ښکلي په څېر ځوانې ادبي څېرې ځیرې دي.
د ښکلي د کره کتنې یو هدف دا دی، چې د لیکوال او لوستونکي ترمنځ په اړتیا متکي اړیکې په نښه کړي، د موضوع اوسمهالې اړتیا و ارزوي. دا باید زموږ د نومهالې کره کتنې بنسټ وي، ځکه په اوسنۍ ساینسي او ټکنالوژیکه نړۍ کې چې هرڅه د تغییر او بدلون په حالت کې دي، زموږ ادب، ژبه، ژبنۍ اړتیاوې، د بحثونو نوعیت او د پیغام د انتقال لارې، د مخاطبانو ډول، څرنګتیا او سلیقې د تغییر غوښتنه کوي. اجمل ښکلی دې مسالې ته ځیر دی او په خپلو لیکنو او څیړنو کې د دودیزو او نویو لارو یو ترکیب رامنځته کوي.
هممهاله له څو ژبو سره د هغه اشنايي هم د دې لامل ګرځېدلی، چې نړیوال او سیمه ییز ادب له نږدې ولولي.
په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې چې زه ښکلی تعقیبوم هرځل د هغه له خولې او قلم نه نوي څه اورم او لولم، په ځانګړې توګه پر داسې موضوعاتو چې په پښتو ادب او ژبه کې پرې ښايي ډېر تمرکز او کار نه وي شوی. د موضوع په انتخاب کې هغه ځانګړې وړتیا لري او ډېری بکر او ناسپړلي موضوعات را سپړي. د لیکوالۍ سټایل یې داسې دی چې لوستونکی له ځان سره تر پایه بیايي او اصلي موضوع ترې نه ورکیږي. نه اضافه غږیږي او نه مخاطب او لوستونکی بې ځوابه پرېږدي.
اجمل ښکلی د ریالېزم، کره کتنې، ژبپوهنې، ټولنیزو ذهنیتونو، فرهنګي تحول او ادبي تیوریو په اړه ګڼې لیکنې کړې دي، ګڼ کتابونه یې خپاره شوي. رياليزم، د ادبي کره کتنې محورونه، مانا لومړۍ ده که ګرامر؟، غير رسمي ژبه، ګواهي محوره پوهه، ادراکي ژبپوهنه، زموږ د کره کتنې ستونزې، فرهنګي تحول او موږ، د ژبې له څلور ګوټيز سره د ادب چلن، د ليکوالۍ بهرني شرايط، د نثر و شعر تخيل، کره کتنه او تاريخ، د شاعرۍ راوي او روايي شاعري په لیکنو کې د ښاغلي ښکلي موضوعي تنوع او پراخ ادبي لید راښيي. د ده فکري تنده یوازې یو مشخص اړخ نه راسپړي، بلکې د مختلفو ژبنيو، ټولنیزو او فلسفي مسایلو شنلو ته هم ځیر دی.
د پښتو ژبپوهنې او کره کتنې په برخه کې د ښکلي کار په ځوان نسل کې د پاموړ او غالب دی.))
ګرانو دوستانو او مینه والو موږ به په دې مرکه کې له ښاغلي استاد اجمل ښکلي سره د یو لړ پوښتنو اښتنو له لارې داسې څه تر لاسه کړو، چې په ځانګړي ډول د ځوان ادبي او فرهنګي پښت لپاره به هم ګټور وي او هم په زړه پورې.
ګران استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلی صاحب زما نیکې هیلې او پېرزوینې ومنئ. اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران مسعود صاحب زه خپل سلامونه او پېرزوینې تاسې او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم او ستاسو په خدمت کې یم.
***
مسعود: تاسو ادب څنگه راپېژنئ؟ د نړۍ د اغېزمنو او ارزښت لرونکو پېژندل شوو پخوانیو ادبي نښیرونو(اثارو) او پېژاندو لیکوالو په اړه یې څه اند لرئ؟
استاد ښکلی: ادب ژبنی هنر دی، چې له ژبنيو نښو نه ادبي متن رامنځته کېږي، چې عاطفي، تخيلي او فکري بنسټ لري.
پخواني زموږ د ادب څلي دي. په خپل وخت کې يې هڅه کړې ده، چې پښتو ادبيات ته کار وکړي. کار يې مثبت اړخونه هم لري او منفي هم؛ خو مهمه دا ده، چې کار يې کړی او ښه کار يې کړی دی.
مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه(اثار) د ادبي نښیرونو(اثارو) او ادبیاتو په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي نښیر (اثر) پنځولای شي؟
استاد ښکلی: هغه ادبي آثار چې هنري تومنه لري. مطلب دا چې جوړښت يې پر تخيل، عاطفه او فکر ولاړ وي او له عادي ژبې ناعادي شوی وي، چې دا آثار د جوړښت او محتوا له پلوه په ګڼو ډولونو يا ژانرونو وېشل کېږي، لکه نثر و نظم يا غنايي، حماسي او نور.
مسعود: وايي چې د ادب توکي عبارت دي له: خیال، احساس، اندېښنه، مینه او ټکر یا ''تضاد'' څخه، تاسو په دې اړه څنګه اندئ؟
استاد ښکلی: هو، اندېښنه او مينه هم په احساس يا په لږه پراخه مانا په عاطفه کې راځي. ممکن له ټکره مو مراد شکلي يا مانيز ټکر وي؛ خو زه به ستاسو پر خبرو يو څو خبرې ورزياتې کړم، چې خيال، عاطفي، فکر او موسيقي د ادب رغنده توکي دي؛ خو دا توکي په هر ادبي متن کې د کميت له پلوه يو ډول نه وي. په ځينو کې يو غالب او بل کم وي. په فکر شاعرۍ کې د فکر لاس بر وي؛ خو ممکن تخيل او عاطفه پکې څه نا څه تته وي.
مسعود: ستاسو په اند، د ادبیاتو د موخو او دندو، همداراز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په اړه که لږ څه رڼاوی ورکړئ؟
استاد ښکلی: د ادبياتو موخه د لوستونکي د ذوق خړوبول او فکر ورکول دي. په بله وينا، ټولنيزو واقعيتونو ته متوجه کول دي. ژمن او ناژمن ادبيات د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي توليد دی. هغه وخت چې سوسياليستي ايډيالوژۍ د ادبياتو پر التزام ټينګار کاوه او ناسوسيالسيتي رياليستي ادبيات يې بورژوايي ادبيات بلل. اوسمهال موږ يوازې ادبيات لرو، ژمن او ناژمن پکې مطرح نه دي.
مسعود: د ادبیاتو د وېش، د ژبې او ادبیاتو د اړيکو په اړه څه لید لرئ؟
استاد ښکلی: هره ښکارنده علم د درک په موخه د تحليلي مېتود له مخې وېشې. ادبيات هم د بېلابېلو معيارونو پر بنسټ بېلابېل ډولونه لري.
د ژبې او ادب د اړيکې په اړه بايد ووايم، چې ادبيات په ژبه کې هستېږي او دواړه سره ناشلېدونې اړيکه لري. ادبيات د کلمو مانا پراخوي.
مسعود: ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰) چې د شلمې پېړۍ له مخکښو پنځونکو، مخورو او مهمو فیلسوفانو او اندیزو څخه وو، دغه تکړه لیکوال د خپلو نوموتو نښیرونو (اثارو) تر څنگ د (ادب څه شی دی؟) په نوم یو نښیر (اثر) هم کښلی دی او دا کتاب د لمړي ځل لپاره پر(۱۹۴۸)زېږدیز کال کې خپور شو. ستاسو په اند سارتر د ادب او ادبیاتو د ارزښت، ژمنتیا او پازوالي(مسوولیت) په اړه څه لید درلود.
استاد ښکلی: د سارتر ليدلوری د خپل وخت او خپل تفکر زېږنده دی. نوموړي هڅه کړې، چې د سوسياليستي او ناسوسيالستي ليدلوري ترمنځ يوه همغږي رامنځته کړې؛ نو له نثر نه د ژمنتيا او له شعر نه د ښکلا هيله لري.
مسعود: د تمدن، فرهنگ، هنر او کلتور د وییو(اصطلاحاتو) د پېژندلو(تعریفولو) په اړه څه ډول اندئ؟ ادبي ټوټې، ځېلونه (ژانرونه) څنګه ارزوئ؟
استاد ښکلی: تمدن، فرهنګ او هنر نومونې مختلفې دي. تمدن د انسان د مادي او معنوي تحول زېږنده دی او دا تحول د ټولو علومو په برکت رامنځته شوی. فرهنګ د يو ټولنې د وګړيو د ژوند تېرولو او د ژوند په اړه د فکر کولو لاره او روش دی. هنر له فرهنګ سره ژوره اړيکه لري. هنر تمدن پياوړی کوي او برعکس مدنيت د هنر ايجاد ته لار جوړوي.
اوس به راشو د سمبولیسم مکتب ته:
مسعود: تاسو سېمبول، چې په نړیوالو شهکارونو او لویو شعري اثارو کې خپل ځانګړی ځای لري او سیمبولیک نښیرونه (اثار) په تېره بیا په ژبه، ادب او شعر کې څنګه راپېژنئ (تعریفوئ)؟
استاد ښکلی: د سېمبول نومونه يوه عامه نومونه ده، چې په ګڼو علمي حوزو کې د نښې په مانا کارېږي؛ خو په ادبيات کې له تشبيه او استعارې سره په توپير هغه نښه چې ګڼ مدلولونه ولري، سېمبول ګڼل کېږي؛ نو کوم ادبي اثر چې ګڼ سېمبولونه ولري يا سېبموليکه فضا ولري، سېمبوليک اثر ګڼل کېږي.
مسعود: تاسو د سمبولیسم ښوونځی، چې یو ادبي او هنري مکتب دی څنګه راپېژنئ او ارزوئ، کوم چې د (۱۹)مې پیړۍ په پای او د (۲۰)مې پیړۍ په پیل کې په اروپا او امریکا کې مشهور شو. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شو او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول؟
استاد ښکلی: د سېمبوليزم ادبي مکتب د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په فرانسه کې راوټوکېده او هلته شارل بودلير او ميلارمه په آثارو کې د مکتب په توګه رامنځته شو. که څه هم د سېمبولونو کارونه د بشر په لرغوني تاريخ کې ريښه لري او زموږ عرفاني ادبيات په اصل کې پر سېمبولونو ولاړ دي؛ خو د نولسمې پېړۍ د غربي سېمبوليزم او زموږ د عرفاني سېمبوليزم ترمنځ بلها توپيرونه دي.
مسعود: «اناتول فرانس» چې فرانسوی لیکوال، شاعر، کره کتونکی او منتقد دی وایي: چې سمبولیسم «نه د څه شي توصیف کوي او نه د څه شي نوم اخلي». او همداسې د ځینو لیکوالو په ګروهه سمبولیزم یو ادبي خوځښت دی، چې نه توضېح کېدونکی، توضېح کوي. تاسو د اناتول فرانس او نورو لیکوالو د خبرو په تړاو څه لید لرئ؟
استاد ښکلی: سېمبول داسې يوه نښه ده، چې دال او مدلول سره پيوستوي؛ نو د يوه څه نوم نه اخلي، بلکې له نورو نښو په مټ لوستونکی يوې مانا ته رسوي؛ نو د اناتول فرانس خبره د سېمبوليزم په اړه دقيقه ده.
مسعود: تاسو د سمبولیسم د ښوونځی بنسټیزې قاعدې، آرونه، اصلي موضوع او اصول، او د سمبولیستانو عقاید، موخې، اندې، لیدتوګي او مهمې ځانګړتياوې څه ډول ارزوئ؟
استاد ښکلی: سېمبوليستانو د رياليستي ادبياتو په اړه فکر کاوه، چې دوی د يوه څيز نوم اخلي او په دې ډول هنر په متن کې ختم شي. د دوی په اند، هنر دا دی، چې مستقيم څه ياد نه کړو، بلکې په پردو کې يې ونغاړو، ځکه د انسان رواني لاشعوري غوښتنې چې خپرې ورې وي، په مستقيم ډول نه وړاندې کېږي؛ نو سېمبولونو ته اړتيا ده او له همدې امله سېمبوليستانو سېمبولونو ته مخه کړه.
مسعود: ویل شوې دي: د سمبولیزم مخکښان، «شارل بودلر، فرانسوي لیکوال او شاعر»، «ستفان مالارمه، فرانسوي شاعر، ښوونکی، کره کتونکی او منتقد» او «پل ورلن، فرانسوي لیکوال او شاعر» ول. بودلر د سمبولیزم د ښوونځي بنسټ اېښودونکی او یو له مخکښو لیکوالو او ادیبانو څخه وو، مالارمه شعر ته سمبولیک او رمزي بڼه ورکړه او ورلن د شعر عنعنوي قیود مات کړل. مهرباني وکړئ د دې لیکوالو د اند و واند او عقایدو او نامتو اثارو په اړه لنډه رڼا واچوئ.
استاد ښکلی: په فرانسه کې د سمبوليزم د مکتب دوه نوميالي شاعران تېر شوي، چې یو بودلير او بل مالارمى دى. بودلير پر ١٨٢١ز په پاریس کې پيدا شو او پر (١٨٦٧)ز کې هملته ومړ. دى د فرانسې په لويو شاعرانو کې راځي. په(١٨٤٠)ز کې د حقوقو محصل و او په همدې وخت کې په افيومو راواووښت او د سفلس په ناروغۍ اخته او په ځوانۍ کې ومړ. د پيسو په کار کې يې لاس ډېر خلاص و، ډېر فيشني و، پاکې جامې يې خوښېدې، کور یې له سامانه ډک و. له يوې فرانسوي مېرمنې سره يې يوه ادبي ټولنه جوړه کړه او په همدې وخت کې يې Black Venus(توره زهره) نامه د شعرونو ټولګه چاپ شوه. بيا يې د The Flower of evil(د شرارت ګل) په نامه ټولکه راووته. بودلير د خپلو ژوند پېښو په ادغام يو ناول هم ليکلى. پر دې سربېره يې د ادګار الن پوه د ليکنو ژباړې وکړې او نقد يې پرې وليکه. وايي، چې دا ژباړې په فرانسوي کې د کلاسيک رتبه لري.
پر(١٨٥٢)ز بودلير اپولوني سره مخ شو او بيا White Venus(سپينه زهره)یې وليکله. بله ټولګه يې د Greeneyed Vnus(شنه زهره) په نامه ده.
بودلير د خپلې شاعرۍ له امله يو ځل زندان ته هم لاړ او داسې يې خپله بې قدري احساس کړه. د بودلير آثار د ده په ژوند څه چاپ نه شول او چې کوم چاپ شول، هغه چا دومره ونه لوستل؛ خو وروسته يې چې خلکو اثار ولوستل؛ نو پوه شول، چې بودلير د ناويلو احساساتو څومره لوى شاعر دى. بودلير د سمبوليستانو په سرخېلو کې راځي. دلته يې د يوه نظم پښتو ژباړه وړاندې کېږي:
فطرت جومات غوندې دى
چې په مبهمه خوله خبرې کوي
او په الفاظو کې يې
د سمبولونو يو ځنګل جوړ دى
چې څوک تېرېږي له دې
نو سمبولونه ورته
په اشنا سترګو ګوري
له يوه لرې ځاى راځي ازانګه
او په سپين سترګو تاريکو کې ورکه
د ورځې سپين او د شپې ځلنده مخ
خوشبويۍ، رنګ او څېره يو بل سره
په مجلسونو، په خبرو کې ورک
دا خوشبويۍ د ماشومانو د پوستکي غوندې
تازه، نازکه، پستې
او له شپېلۍ د راوتونکي اواز
په څېر له خوند، له ترنمه ډکې
د چمنونو غوندې شنې لګېږي
او له دې بل پلوه
تور عملونه، اميران بريالي
خواره واره بې شمېره ډېر شيان
لکه عنبر، مښک او مرهم چې وي یوځاى پراته
حواس او روح مې له خوند ډکې نغمې
وايي داسې
مسعود: ویل شوي دي: د سمبولیسم ادبي او هنري خوځښت د (۱۸۸۰) زېږدیز کلونو په شاوخوا کې د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې منځ ته راغی، چې نوموتي استازي یې «ورلن»، «رمبو»، «مالارمه» او موري آدي ول. خو د ځینو په ګروهه «بودلر» او «ادګارالن پو» د سمبولیسم مخکښان دي. مهرباني وکړئ د دې لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د اند و واند او عقایدو او نامتو اثارو په تړاو لنډ مالومات راکړئ.
استاد ښکلی: د بودلير په اړه مو پاس خبرې وکړې، ادګار الن پو په اصل کې د نولسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي شاعر او ليکوال او کره کتونکی دی، چې له رومانتسيزم سره يې ژوره اړيکه درلوده؛ خو د سېمبولونو له کارونې سره يې هم لېوالتيا وه، چې په آثارو کې يې دا سېمبوليکه ځانګړنه ښکاري او له همدې امله ځيني ادبپوهان فکر کوي، چې د سېمبوليستانو پر شاعرۍ د الن پوه ژور اغېز و.
مسعود: ستاسو په اند د سیمبولیکو اشعارو موخه او دنده څه ده؟ ویل کېږي: په فرانسه کې لومړي ازاد شعرونه پرته له دې چې د «والټ ویټمن ۱۸۱۹- ۱۸۹۲» امریکایي شاعر د شعرونو په اړه پوه شي د شاعرانو له خوا رامینځته شوي. لومړی ازاد شعر په (۱۸۸۶م) زېږدیز کال کې د «ارتور رمبو» لخوا لیکل شوی ؤ.
ورپسې نورو شاعرانو هم آزاد شعرونه ولیکل. د آرتور او نورو شاعرانو د آزاد شعر د لیکلو موخه څه وه او دوی ازاد شعر له عروضي شعر سره څه ډول پرتله کوو؟
استاد ښکلی: په اصل کې د سېمبوليستانو ادعا دا وه، چې څرنګه شاعري له محدودو قالبونو، وزنونو او وييزېرمې ازاده کړي. ازادي د سېمبولېزم د مکتب يو شعار و، چې په هر ډګر کې يې پلی کړی و، له قافيې او وزنه ازادي او يوازې د داخلي موسیقۍ په مټ شاعري د دوی په ګڼو ټولګو کې ليدلای شو.
له عروضي شعره زموږ مراد تر ډېره په عربي وزنونو ليکل شوي نظمونه وي؛ نو په غربي ژبو لکه فرانسوي او انګليسي او نورو کې چې ژبې مختلفې وې، د وزن سيستمونه يې هم سيلابيک او تونيک وو، ځکه نو دا ممکنه وه، چې له دې وزنونو ازادي واخيستل شي او د ژورو کيفيتونو د وړاندې کولو لپاره يوازې له داخلي موسيقۍ کار واخيستل شي.
مسعود: ویل شوې دي: چې فرانسوي سمبولیسم هغه خوځښت او حرکت وُ، چې د نورو هیوادونو لیکوال او شاعران یې هم اغیزمن کړل. که په دې اړه لنډه رڼا واچوئ.
استاد ښکلی: دا خبره بېخي سمه ده، د نولسمې پېړۍ په وروستيو او شلمې پېړۍ په لومړيو کې انګليسي ته هم راغی او د ټي ايس ايليټ غوندې مشهور شاعر او تيوريسن ترې په خپلو آثارو کې استفاده وکړه.
مسعود: «ادګار الن پو» امریکایي شاعر، کره کتونکی، او داستان لیکونی وو. د نوموړي په آثارو کې هماغه د فرانسوي سمبولیستانو مهمې ځانګړتیاوې له ورایه ښکاري. د « ادګار الن پو » د ژوندو ژواک، ادبي - فرهنګي شخصیت او نامتو اثار په اړه ستاسو پېژندگلوۍ څه ده؟
استاد ښکلی: الن پو په (۱۸۰۹)ز کال کې په بوستن کې وزېږد او په (۱۹۴۹)ز کې مړ شو. د نوموړي د شعرونو لومړۍ ټولګه په (۱۸۲۷)ز کې د "ګوډ تيمور او نور شعرونه" په نامه خپره شوه. تر دې وروسته يې ګڼ شعرونه وويل؛ خو په کم عمرۍ کې مړ شو، چې له همدې امله يې ډېر شعرونه و نشو ويلای. ادګار الن پو رومانتسيزم او سېمبولېزم سره يوځای کړل. د خپلو احساساتو د لېږد لپاره يې نوې شعري ژبه جوړه کړه او له همدې امله يې ګڼ شاعران اغېزمن کړل.
مسعود: تاسو د سمبولیسم د بنسټیزو او مهمو اصولو او ځانګړتیاوو په رڼا کې د «ادګار الن پو» عقاید، اندونه او افکار د «مالارمه» او «ورلن» له اندونو ،افکارو، لید توګو او عقایدو سره څه ډول پرتله کوئ؟
استاد ښکلی: ادګار الن پو يو رومانتيست سېمبوليست شاعر دی؛ خو مالارمه او بودلير بيا سوچه سېمبوليست شاعران دي، چې د احساساتو پر ځای کيفيتونو ته اهميت ورکوي او په شاعرۍ کې څپاند احساسات نه، بلکې رواني کيفتونه جاري دي.
مسعود: ستاسو له لیده، ولې لیکوال په ادبیاتو کې په بېلابېلو هنري او ادبي ځېلونو (ژانرونو) کې سمبولونه کاروي؟ تاسو په هنري ادبیاتو کې، په تېره بیا شعر کې د سیمبول ارزښت، اهمیت، ځای او ایجاد څنګه ارزوئ؟
استاد ښکلی: په ادبياتو کې د سيمبولونو د کارونو دوه دليله کېدای شي، يو دا چې ليکوال او شاعر فکر کوي، چې يوازې سېمبوليک اصيل ادبيات دي او دويم دا چې د دوی په فکر ځينې لاشعوري غوښتنې دي، چې هغه په مستقيمه ژبه نه ويل کېږي، ځکه نو شاعران اړ دي، چې په سېمبولونو کې يې ووايي. د دوی په اند، په دې ډول شاعري د شاعر له روان سره سيده اړيکه پيدا کوي.
په شاعرۍ کې هم ورته خبره ده. په شاعرۍ کې دا ممکنه ده، چې موږ له سېمبولونو استفاده وکړو او لوستونکو ته د ګڼو تعبيرونو امکان برابر کړو.
مسعود: د سمبولیسم او سمبولیستانو اغېز د ختیځ پر ادبیاتو څه ډول ارزوئ؟
استاد ښکلی: په ختيځ کې له ډېر پخوا نه سېبموليکه شاعري موجوده ده؛ خو په شلمه پېړۍ کې اسلامي او شرقي دنيا ته د غرب سېمبوليزم هم راغی او په ايران کې يې نيما يوشيج او ورپسې تر سهراب سپهري او شاملو پورې ګڼو شاعرانو وپاله، همداسې په هند کې ثناء الله ميراجي او ن م راشد سېمبوليکه شاعري وکړه او د حسن کوزه ګر غوندې مشهور شعرونه يې وويل.
مسعود: په افغانستان کې په پښتو کلاسیکه مدونه او شفاهي شاعرۍ کې د سیمبولونو آګاهانه کارونه دود وه او پښتنو شاعرانو سیمبولونه ایجادول. خو تاسو په معاصره شاعرۍ کې د سمبولیسم د لویدیځ مکتب نښې څه ډول ارزوئ.
استاد ښکلی:د پښتو په شاعرۍ کې له پخوا نه د سېمبولونو کارونه دود وه؛ خو د معاصر سېمبولېزم اغېز موږ د استاد مجروح په ځانځاني ښامار، د غني په شاعرۍ، د هاشم بابر په شعرونو او نورو کې ليدلای شو. مثلا د شاه نواز باقر په شعرونو کې هم ګڼ شمېر سېمبولونه وينو، چې غزلونو ته يې مخه کړې.
مسعود: په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال بابا، کاظم خان شیدا او حمید مو شګاف هغه شاعران دي چې کلاسیک سمبولستان یې بللی شو، تر دوی ور ها خوا رحمان بابا، دولت خان لواڼي او روښاني غورځنګ متصوف شاعران د ګڼو سیمبولونو کاروونکي دي. مهرباني وکړئ د دغو شاعرانو په شعرونو کې د سمیبولیسم د مکتب اغېز او د سیمبولونو رنګارنګ او بېلابېلې بېلګې راته په ګوته کړئ.
استاد ښکلی: زه فکر کوم لومړيو ته به هم سېمبوليستان ويل ګران وي، ځکه چې هغوی شعوري ناشعوري له ځينو سېمبولونو استفاده کړې. د کميت له پلوه يې د شاعرۍ لويه برخه سېمبوليکه نه ده؛ نو په معاصره مانا يې سېمبوليستان نشو بللای.
دويمه ډوله شاعران له رحمان بابا پرته، چې د سېبمولونو څرک پکې نه ښکاري، دا نور د روښان د عرفاني مکتب پيرو شاعران دي، چې په شعرونو کې له شرقي عرفاني سېمبوليستۍ له ځانګړنو سره سمې ځانګړنې ليدل کېږي.
مسعود: په فولکلور او ولسي شاعرۍ کې لنډۍ تر ټولو غوره سیمبولیک فورم دی. که په دې اړه لنډه رڼا واچوئ او څو بېلګې یې راته ولیکئ.
استاد ښکلی: هو، په لنډيو کې دوديز سېمبوليزم وينو او دا هغه لنډۍ دي، چې له انساني روان سره اړيکه لري او هيلې، نهيلۍ او نور پکې راښکاره کېږي. ځينې د "تر نيمې شپې پورې رانغلې/ اورونه مړه شول، اوس ايرو ته ناسته يم" لنډۍ کې هم لاشعوري جنسي غوښتنې وينې.
مسعود: په معاصرې پښتو شاعرۍ کې د سیمبولونو نوښت، هنري ښکلا، د مینې، ښایست او بدلون خبرې، مفاهیم او اصطلاحات، نوي انځورونه او سیمبولونه د استاد بینوا، استاد ګل پاچا الفت، استاد خادم، استاد پژواک، استاد مجاور احمد زیار، سلیمان لایق، بهاالدین مجروح، استاد حبیب الله رفیع او په پښتونخوا کې د غني خان او حمزه شینواري او همداسې نورو شاعرانو او ادیبانو په شعرونو او داستاني اثارو کې څه ډول ارزوئ. د دوی د سیمبولیکو اشعارو او اثارو د بېلګو په تړاو لنډه رڼا واچوئ.
استاد ښکلی: د دې هر شاعر او ليکوال په پنځونو کې سېمبولونه وينو او زه فکر کوم، چې د هر يوه په اړه يو کتاب ليکل کېدای شي.
مسعود: د سیمبولیستو شاعرانو په منځ کې د ارواښاد اسحق ننګیال، عبدالباري جهاني، درویش دراني، رحمت شاه سایل، عارف خزان، پیرمحمد کاروان او ګڼ شمېر نورو په سیمبولیکو شعرونو کې د نوښتونو او نويو سیمبولونو ایجاد او دودول د پام وړ دي. مهرباني وکړئ د دغو نوموړو د سیمبولیکو اشعارو او اثارو د بېلګو په تړاو لنډه رڼا واچوئ.
استاد ښکلی: دې ټولو ته سېمبوليست شاعران نشو ويلای؛ خو د ننګيال، دروېش، خزان او کاروان په شاعرۍ کې نسبت نورو ته سېمبولونه ډېر دي. د دروېش د "ناورين پسې ناورين" اثر او د کاروان د "چنار خبرې کوي" غوندې نظمونه يې ښې بېلګي دي. دروېش د انسان لرغون بېلګې په ښه ډول وړاندې کړې دي، چې لاشعوري ځانګړنې هم پکې وينو.
مسعود: تاسو د نړۍ د نوموتو او پېژندل شویو سیمبولیسانو او د سیمبولیکو آثارو پېژندنه او ژباړه په پښتو ژبه او په پښتو ادبیاتو کې د نامتو او نوښتګرو سیمبولیستانو او د دوی د سیمبولیکو اثارو پېژندنه په نړېوالو ژبو په تېره بیا انګلیسي ژبه کې څه ډوال ارزوئ؟
استاد ښکلی: دا ژباړه ښه ده؛ خو په هغه صورت کې چې په پښتو کې مانا ولري، ځکه سېمبولونه فرهنګي بنسټ لري. ځينې سېمبولونه چې له زمان او مکان نه وايستل شي، مانا يې زيانمنه شي.
مسعود: تاسو د انځورونو، تشبیهاتو او استعارو اړیکې له سیمبولونو او په تېره بیا نوي سیمبولونو سره څه ډول ارزوئ؟ په دې برخه کې څو بېلګې راته په ګوته کړئ؟
استاد ښکلی: په تشبيه کې دواړه اړخونه يادېږي.په استعاره کې يو اړخ ذکر کېږي؛ خو په سېمبول کې د استعارې پر خلاف لفظي قرينه نه وي، چې لوستونکی يې په اسانه مدلول يا مانا ته ځان ورسوي، بلکې قرينه عقلي وي، چې له لوستونکي نه، خواري غواړي.
مسعود: ویل کیږي: « د فکر له پلوه سمبولیسم د هغې ایدیالیستي فلسفې تر اغېز لاندې ؤ، چې له میتافزیک څخه یې ابهام اخیست او په (۱۸۸۰) کلونو کې اوج ته رسیدلې وه، د شوپنهاور عجیبې بدبینۍ پر سیمبولیستو شاعرانو اغېز وکړ.» تاسو د فلسفي عقایدو او افکار په رڼا کې په دې اړه څه لید لرئ؟
استاد ښکلی: د واقعي ژوند په اړه د سېمبوليستانو د بدينۍ ريښه د همدغو فيلسوفانو په آثارو کې ليدل کېږي. دوی غوښتل چې د واقعي ژوند پر ځای خپله داخلي نهيلي په خپلو آثارو کې انځور کړي.
مسعود: «زیګموند فرویډ» د اروا پوهنې نامتو او پېژندل شوی پوه او «کارل ګوستاویونګ» فیلسوف او د ارواپوهنې ډاکټر په خپلو اثارو کې د ارواپوهنې په برخه کې له سمبولیسم څخه ډېره ګټه پورته کړې ده. تاسو د ارواپوهنې او فلسفي افکارو او عقایدو په رڼا کې د سمبولیسم او ارواپوهنې په برخه کې د دوی عقاید، اندونه او لید توګي څه ډول ارزوئ؟
استاد ښکلی: د فرويډي ارواپوهنيز مکتب پر سېمبوليزم اغېز درلوده، ځکه د لاشعور غوندې نومونې د همدې مکتب زېږنده وې او فرويډ د خوب او شاعرۍ د سېمبولونو پر اروايي اړخ ګڼې خبرې لري، چې سېمبوليستانو ترې استفاده کړې ده.
مسعود: د سمبولیسټانو په آثارو کې د افسانوي، اساطیرو او تاریخي کرکټرونو او شخصیتونو، ملي او مذهبي اتلانو کارول خورا زیات دي. دوی دا شخصیتونه د خپلو خیالونو، تصوراتو د څرګندولو لپاره کارولي دي، لکه: زړورتیا، عدالت، کمال، هویت، اصليت، لیوالتیا او داسې نور... تاسو د سمبولیستانو د دې کار اهمیت ارزښت او اغیز څه ډول ارزوئ؟
استاد ښکلی: په سېمبولونو کې هم فردي او هم ټولنيز لاشعور وړاندې کړی؛ نو افسانې، اسطورې او حماسې د ټولنيز لاشعور د لرغون بېلګو سرچينې دي، چې د سېمبوليستانو لپاره مهمې دي.
مسعود: ویل کېږي: چې د سمبولیزم ښوونځی پر اکسپرسیونیسم او سوریالیسم ، چې دوه راتلونکي خوځښتونه ول ډېر اغېز پرېیښی دی. تاسو په دې تړاو څنګه اندئ؟
استاد ښکلی: سور رياليزم او اکسپرسيونيزم دواړه د سېمبولېزم د افراط له امله رامنځته شوه، چې سورريالېزم يې له اروايي اړخه اغېزمن شو او اکسپرسيونېزم يې له ژبني طرزه اغېزمن شو.
مسعود: تاسو د سمبولیسم د مکتب د زوال او د له منځه تللو لاملونه، انګیزې او اصلي عوامل څنګه ارزوئ؟
استاد ښکلی: سمبوليستانو د سمبول په توگه د کلمې د کارولو لپاره معيارونو ته چندان پام ونه کړ، بې له مشابهت و مناسبته يې هره کلمه هر شي ته د سمبول په توگه وکاروله، چې دې يې په کلام کې ابهام پيدا کړ.
سمبوليستان وايي چې سمبول تکرار شي، په نښه يا ساين واوړي او د مانا درک يې لکه اوبه اسانه شي. بيا ورته سمبول نه وايي. سمبول هغه دى چې مانا پکې پټه وي، هله رمز هله سمبول دى.
د ادب موخه د مفهوم انتقال يا تبليغ دى. سمبوليزم چې د تبليغ وصراحت پرخلاف و، ډېر ونه پاييد، ژر يې مرگ خوله په خاورو ورټپه کړه.
په مینه او درنښت: انجنیر عبدالقادرمسعود
له ښاغلي (استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلي) سره د سمبولیسم د ښوونځی په تړاو مرکه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode