لیکونکو: راد نوردلیند او مجیب مشعل .
منبع اود خبریدو نیټه : نیویارک تا یمز )42-10-4102 )
ژباړونکۍ : پوهند وی دوکتور سیدحسام »مل« .
 ---------------------------------------------------

دجون میا شت دافغا نستا ن د ننګرهار په والیت کی د طا لبا نو جنګیا لی . د طا لبا نو
چارواکی اودامریکی د متحده ایاالتو داستا ذو تر مینځ چی ممکن په قطر کی سره
خبرو ته کیښینی ترڅو چي د یو احتما لی تړون په اړه سره موافقی ته ورسیږی

ضمیمه وګورئ


مطیع الله سحر

پاکستان په سیمه کې هغه بدغوني اولاد ته ورته دی چې د کلي او کور ټولې ګیلې او شکوې کورنۍ ته راوړي. په سیمه کې به هیڅ داسې هیواد پیدا نشي چې د پاکستان له لاسه زاره ترکی نه وي. سره له دې چې د افغانستان په ګډون ټول هیوادونه غواړي چې دوستانه مناسبات وپالي او د رقابت او تقابل پرځای د همکارۍ لاره اختیار کړي، خو درېغه چې پاکستان لا هم د توطیې پر تیورۍ باورمن دی او په همدغه اساس یې خپل دریځ او چلند عیار کړی دی

محمدبشیر یوسفزوی

جمهوررئیس محمداشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې پرمهال رسنیو ته په وینا کې وویل چې تېر ځل مې درته ویلي و چې زما له راتګ سره به غله تښتي، نیم یې وتښتېدل او نیمایي نور به یې دا ځل وتښتي.

رښتیا هم ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د غلو، زورواکو او مفسدینو پر وړاندې جدي مبارزه وکړه. په لومړي ګام کې یې دولتي قراردادونه له دوی څخه واخیستل، ځکه دوی هم له قراردادونو غلا کوله، هم یې د کار کیفیت خراب و او هم خلک ورڅخه تر پوزې رسېدلي وو


محمدروښان ښاد

سوله د افغانانو تر ټولو لویه هیله او اړتیا ځکه ده چې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو له دوی څخه د ژوند ټوله پانګه، رنګونه، خواږه او ښادۍ اخیستي دي او له همدې امله کله کله د سولې راتګ ته وارخطایي کوي، مګر دا وارخطایي د ګټې پرځای تاوان لرلی شي

کلونه کيږي چې وسله وال طالبان له افغان دولت سره جنګيږي چې په دغه موده کې د سر د زيانونو تر څنګ افغانستان ډير مالي او سياسي زيانونه هم کړي دي. وسله وال طالبان ظاهراً د اسلام په نوم د جهاد دعوه کوي خو ډيری خلک اوس په دې پوه شوي چې د طالبان يوه پردۍ جنګي پروژه ده چې د پاکستان لخوا رامنځته شوې. دغه ډله د افغانستان د کورنيو جګړو پر مهال په 1994 کال کې د اکتوبر په لسمه نېټه د ډيورنډ کرښې په غاړه د کندهار په سپين بولدک کې د «تحریک اسلامی طلبای کرام» په نوم رامنځته شوه

عبدالاحمد فیض

تغیرات تدریجی راهبرد واشنگتن درقبال جنگ درافغانستان حتا درزمان اداره رئیس جمهوراوباما مشهود بود، بروز  تیره گی روابط سیاسی با کابل، کاهش درهزینه های نظامی غرب، بی تفاوتی آشکارایالات متحده نسبت به حملات پیهم توپخانه ئی وراکتی پاکستان درولایات شرقی افغانستان، هکذا عدم مشارکت مؤثرنظامیان ایالات متحده مستقر درافغانستان درعملیات برضد جنگجویان مخالف مسلح بخش قابل توجهی این تغییرات راهبردی ایالات متحده بود که پیامدهای ناگواری درمیادین جنگ با مخالفان مسلح ازخود بجا گذاشت

لیکونکۍ : ایریک مارګوالس) Margolas Eric )
منبع اودخپریدو نیټه : کمان ډریم )62-10-6102 )
ژباړونکۍ : پوهندوی دوکتور سید حسام »مل«

 په ا فغا نستا ن کې د امریکا هوایي برید. )عکس: Cc / Flickr / Domenico )
 یومخکینی یا دلرغونی هند یو لمونځ ګذار د لما ڼخه په دوعا کی داسی دوعاکوله : خدایه
ما د پلنګ د منګلو )چنګال( د کفچی ما رله چیچیلو اودا فغا ن له کرکی اوغچ اخیستنی څخه
وسا تي

ادامه په ضمیمه :ې


ګلرحمن رحماني

سوله د افغانانو اړتیا، مګر د سیمې د هیوادونو په سوداګري بدله شوې ده. پاکستان او قطر په دې برخه کې سره په سیالۍ دي او د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات خپلو خپلو هیوادونو ته کشوي. د طالبانو جنګي ډلې په پاکستان او سیاسي هغه یې په دوحه کې مېشتې دي، نو له همدې امله دوی غواړي چې له دغو مذاکراتو څخه مالي امتیاز ترلاسه کړي.


اېمل پیاوړی

څومره چې سولې ته هیلې زیاتې شوي، نو همدومره ورسره بې اساسه اوازې او ګونګوسې هم زیاتې شوې دي او پر هغو باید ځکه باور ونشي، چې دغه ډول اوازې او ګونګوسې عموماً د مغرضو او دښمنو کړیو له لوري د عامه اذهانو د ګډوډولو په موخه خورېږي.


مطیع الله سحر

په دې وروستیو کې چې د سولې هڅو رنګ راوړی، نو د مومن خان ښامار ورڅخه جوړ دی، څوک یې په خپله د وژلو هڅې کوي او ځینې یې په لوی لاس نورو ته منسوبوي، مګر په عدالت او انصاف ولاړه خبره داده چې د سولې ټول امتیاز باید افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته لاړ شي، ځکه نوموړي سوله له شعار څخه په عمل بدله کړه. د سولې لپاره یې بیا بیا هڅې وکړې، پلان او برنامه یې ورته ترتیب کړل او بالاخره یې د مذاکره کوونکی پلاوی هم وټاکه. د سولې په برخه کې د نوموړي هڅې او دریځ واقعاً ټولو افغانانو ته د قدر وړ دي


محمدبشیر یوسفزوی

پښتو متل دی چې مار خوړلی له پړي هم ډارېږي. موږ چې د سولې د بیړنیو پرېکړو ډېرې بدې تجربې او ترخې خاطرې لرو، نو له همدې امله مو له موقتو حکومتونو هم خوا شنه ده. ځکه د جنیوا او راولپنډۍ پرېکړې او غونډې یې هغه څرګندې بېلګې دي چې هیواد په کې ویجاړ شو، بنسټونه په کې وپاشل شول او هیواد کورنۍ جګړې ته ننوت

زیاتې مقالې …