ولسمشر غني به تاریخ تکرار ته پرېنږدي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمدبشیر یوسفزوی

پښتو متل دی چې مار خوړلی له پړي هم ډارېږي. موږ چې د سولې د بیړنیو پرېکړو ډېرې بدې تجربې او ترخې خاطرې لرو، نو له همدې امله مو له موقتو حکومتونو هم خوا شنه ده. ځکه د جنیوا او راولپنډۍ پرېکړې او غونډې یې هغه څرګندې بېلګې دي چې هیواد په کې ویجاړ شو، بنسټونه په کې وپاشل شول او هیواد کورنۍ جګړې ته ننوت

.

په دا وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ مذاکرات چې د افغان دولت او افغانانو له استازولۍ پرته ترسره کېږي، د عین پېښو تکرار دی، نړیوال یو ځل بیا غواړي چې تېرې تېروتنې تکرار کړي، مګر ولسمشر غني په ټول قوت د دغه ناوړه تکرار مخنیوی کوي. هغه به په اسانۍ هغه څه ونه مني چې د سولې په نوم د افغانانو په سرنوشت په کې معامله وشي.

نړیوال او د سیمې هیوادونه باید دا درک کړي چې اوس نه افغانستان د نویمو کلونو افغانستان دی او نه هم افغانان د هغه وخت خلک دي. دوی اوس نړیواله پوهه او تجربې او له خپل سرګذشت څخه هم عبرت اخلي. په دې کې شک نشته چې موږ د سولې غوښتونکي او پلویان یوو، ځکه د څلوېښت کالو ناورین او جنګ زموږ د خلکو زغم پایته رسولی دی، خو د دې باوجود موږ بیړنۍ او هغه سوله چې د پردیو له لوري هدیه وي نه غواړو، موږ د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي یوو. موږ ته هیڅ هغه معامله د منلو وړ نه د چې یو بل بحران وزېږوي، ځکه زموږ هیوادوال نور له بحرانونو څخه ستړي دي.

ولسمشر غني وایي: "ما بخاطری به تدبیر تاکید می کنیم که از تجربه زمان داکتر نجیب الله آگاهی کامل داریم. ما همه می‌دانیم که به او چگونه فریب داده شد. ملل متحد به وی تضمین تامین صلح داده بود اما متاسفانه به فاجعه انجامید. من بحیث يک مسئول و رهبر منتخب ۳۵ ميليون افغان از نقش فعلی منطقه و جهان اگاهی دارم و این را نیز میدانم که خطرها و تهدیدات احتمالی بعد از موافقه صلح کدام ها اند. هر افغان صلح می خواهد، بر اساس همین خواست مردم، من از روز اول حکومت خود تا امروز برای برآورده شدن این خواست مقدس ملت کار کرده ام."

د سولې لپاره چې په تېرو څلور نیمو کالو کې د ولسمشر غني په مشرۍ څومره عملي او هر اړخیزې هڅې وشوې د هیواد په تاریخ کې به یې ډېرې لږې بېلګې او ساری ولیدل شي. د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې. د امریکا په ستراتیژۍ کې د جنګ تر څنګ سولې ته ځای او لومړیتوب ورکړل شول. د ولسمشر غني د هڅو له برکته د سعودي عربستان او اسلامي هیوادونو سکوت مات شو. د اسلامي نړۍ هیوادونو په افغانستان کې روان جنګ ورور وژنه وباله او پر وسله والو طالبانو یې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو غږ وکړ.

سوله زموږ لومړیتوب دی، ځکه د جنګ قرباني موږ ورکوو، لکه افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې وایي: نباید فراموش کنیم که قربانیان جنگ افغان ها اند بناً ابتکار صلح نیز باید بدست افغان ها باشد."