سوله ژر، خو په تدبیر یې غواړو!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


اېمل پیاوړی

څومره چې سولې ته هیلې زیاتې شوي، نو همدومره ورسره بې اساسه اوازې او ګونګوسې هم زیاتې شوې دي او پر هغو باید ځکه باور ونشي، چې دغه ډول اوازې او ګونګوسې عموماً د مغرضو او دښمنو کړیو له لوري د عامه اذهانو د ګډوډولو په موخه خورېږي.


د سولې لپاره هیله مندي ښه خبره ده، خو دغه هلیه مندي باید له احساساتو او بیړې یو څه ګوښه وساتل شي، ځکه سوله په تدبیر او برنامه راځي، نه په شعار او چیغو. د سولې په اړه د ولسمشر غني وروستۍ وینا او پیغام عالي و، ځکه چې د ډېرو خولې یې وربندې کړې. د منفي بافیو او تبلیغاتو مخه یې ډب کړه او پر حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني د ځینو مغرضو افرادو او کړیو له لوري لګول شوي تورونه یې بې اساسه ثابت کړل.

ولسمشر غني په ډېر صراحت سره وویل،" موږ سوله ژر غواړو، په سرعت یې غواړو خو په تدبیر یې غواړو. تدبیرځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي. هغه اشتباه چې د شهید داوود خان په وخت کې وشوه دا وه چې د سیمې له سیاست څخه حکومت خبر نه و او د همدې بې خبرۍ په نتیجه کې د ثور د اوومې فاجعه رامنځته شوه، دا اشتباه باید بیا تکرار نشي."

ولسمشر غني د سولې په اړه جامع او هر اړخیز فکر کوي. هغه له سولې وروسته احتمالي خطرونو ته متوجه دی او د هغو خطرونو د مخنیوي لپاره هر اړخیز فکر کوي، ځکه موږ ولیدل چې د جنیوا له مذاکراتو وروسته چې کله شورویان له افغانستان څخه ووتل، نو افغانستان یو بل کورني ناورین ته ور ننوت او د کورنیو جګړو له امله هم هیواد تباه شو او هم دغه جګړه دومره اوږده شوه چې پای یې دادی ان تر طالب، القاعده او داعش پورې وغځېده.

جمهوررئیس غني دغو تېرو بدو تجربو ته په کتو غواړي دا ځل سوله سمه مدیریت کړي. هغه نه غواړي چې سوله دې د یو بل ناورین پیل وي. ولسمشر غني وایي چې د سولې مذاکرات دې بین الافغاني وي. د سولې لومړی او دویم پړاو دې هم د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي او تر هغو چې مالکیت له افغانانو سره نه وي، نو بهرنۍ سناریوګانې به د تېر په څېر په افغانستان کې د ګټې پر ځای زیان واړوي.

د افغانستان سیاسیون هم په دې سلا دي چې د سولې مذاکرات باید افغان دولت ترسره کړي، مګر وسله وال طالبان له دې څخه ځان غړوي، ځکه هغوی لا هم د ایران او پاکستان اجنډاوې پرمخ بیایي. دوی که واقعاً له زړه سوله غواړي، نو باید له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، ځکه چې جنګ یې له افغانانو او افغان دولت سره دی. د جنګ قرباني ولس او افغانان ورکوي. نو له امریکایانو سره د طالبانو مذاکرات بې ګټې دي.

ولسمشر غني ولس ته د خپل پیغام په یوه برخه کې وویل، "موږ غواړو چې د سولې فرصت چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده، رامنځته کړو. دا هغه ارمان دی چې زموږ خلک ورته بې صبرانه منتظر دي، موږ نیت او کلکه اراده لرو چې د سولې بندې دروازې به خلاصوو. د سولې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی. "