له سولې د مومن خان ښامار جوړ دی!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مطیع الله سحر

په دې وروستیو کې چې د سولې هڅو رنګ راوړی، نو د مومن خان ښامار ورڅخه جوړ دی، څوک یې په خپله د وژلو هڅې کوي او ځینې یې په لوی لاس نورو ته منسوبوي، مګر په عدالت او انصاف ولاړه خبره داده چې د سولې ټول امتیاز باید افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته لاړ شي، ځکه نوموړي سوله له شعار څخه په عمل بدله کړه. د سولې لپاره یې بیا بیا هڅې وکړې، پلان او برنامه یې ورته ترتیب کړل او بالاخره یې د مذاکره کوونکی پلاوی هم وټاکه. د سولې په برخه کې د نوموړي هڅې او دریځ واقعاً ټولو افغانانو ته د قدر وړ دي

.

سوله د ژوند اړتیا ده، بې سولې ژوند ناممکن دی او سوله د افغانانو غوښتنه ده. افغانان د سولې تږي او له جنګ څخه ستړي شوي دي، تر پخوا اوس افغانان سل سلنه سولې ته هیله مند دي او په ژوند کې یې ستره هیله هم همدا سوله ده چې په وطن کې مو سوله او ارامي راشي په هر کور کې مو خوشحالي خپره شي د هر افغان په شونډو مسکا خوره وي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیل زاد د قطر په دوحه کې له شپږو ورځنیو مذاکراتو وروسته کابل ته راغی. او په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو سره د قطر د خبرو جزیات شریک کړل. ښاغلي خلیل زاد افغان ولسمشر ته وویل چې په یاده ناسته کې له طالبانو سره د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه هېڅ بحث ندی کړی.

په دې ورځو کې په خواله رسنیو کې داسې ګونګوسې خپرې شوي دې چې په قطر کې ښاغلي خلیل زاد له طالبانو سره د افغانستان په اوسني حالت او سوله باندې خبرې کړي، او طالبانو له امریکا سره اوربند اعلان کړی. او له افغانستان څخه یې د بهرنیو ځواکونو په اېستلو خبرې کړي دي. ښاغلی خلیل زاد بیا دا ټولې خبرې رد کړې. د دا ډول دروغو او بې اساسه اوازو خپرول او د عامو خلکو ذهنونه مشغولول دي هغه وايي طالبان غواړي چې امریکايي سرتیري دې له افغانستان نه ووځي، خو لا تر اوسه امریکایان ورسره هېڅ ډول پرېکړه په دې هکله ندې کړې او نه هم کوم داسې تصمیم لري.

افغان ولسمشر وايي چې امریکا به هلته له افغانستان نه خپل سرتیري وباسي کله چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او ورسره د سولې د راوستلو او په هیواد کې د ګډوډیو د له منځته تلو لپاره ژمنه وکړي او په عمل کې هم باید تر سره کړي، ځکه د امریکا عسکر دلته د یو ضرورت په اساس پراته دي او څومره چې دغه ضرورت یانې د ترهګرۍ تهدید کمېږي، نو همغومره به د عسکرو شمېر ورسره راکمېږي او بالاخره به صفر ته تقرب کوي.

که څه هم تر دې مهاله وسله وال طالبان د پردیو په لمسون د افغان حکومت له پلاوي سره له مذاکراتو ډډه کوي، مګر که دوی واقعاً سولې ته ژمن وي اوله جنګه ستړي شوي وي، نو یوازینۍ لاره یې همدا ده چې له افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.