د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزه ټاکنو کې ولسمشر اشرف غني د دولت سازۍ په کړنلار، د دوهم ځل لپاره بیا ټاکنو ته درېدلی او ځان يي نوماند کړی دی.
د نوماند توب په لومړۍ څرګندونو کې ولسمشر غني وايی«افغانستان یو غښتلي او واکمن مرکزي دولت ته اړتیا لري»
د افغانستان په روانه اوږده غمیزه کې د یوه واکمن او غښتلی مرکزي دولت تشه، هغه مرکزي کړۍ ده چې د غمیزې نورې ټولې برخې؛ که هغه د جګړې دوام دی، د سولې او امنیت نشتون دی، یا د هېواد د ودانۍ او پرمختګ پڅه وده او یا په پای کې د عدالت او دیموکراسې تته بڼه ده؛ دا ټولې د مرکزې دولت په تشې پورې تړلي او له دې تشې خړوبیږي