پاکستان لا هم لارې ته نه راځي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مطیع الله سحر

پاکستان په سیمه کې هغه بدغوني اولاد ته ورته دی چې د کلي او کور ټولې ګیلې او شکوې کورنۍ ته راوړي. په سیمه کې به هیڅ داسې هیواد پیدا نشي چې د پاکستان له لاسه زاره ترکی نه وي. سره له دې چې د افغانستان په ګډون ټول هیوادونه غواړي چې دوستانه مناسبات وپالي او د رقابت او تقابل پرځای د همکارۍ لاره اختیار کړي، خو درېغه چې پاکستان لا هم د توطیې پر تیورۍ باورمن دی او په همدغه اساس یې خپل دریځ او چلند عیار کړی دی

.

نور خو لا څه کوې حتی هند چې د پاکستان لوی رقیب دی هم غواړي چې له پاکستان سره ښه روابط ولري. د هند صدراعظم ناریندرا مودي وايي غواړي چې له خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره ښې اړیکې ولري، او د یو ښه ګاونډي په سترګه ورته وګوري.  خو بیا هم چې هر څومره ورسره ښه کوي پاکستان یې په بدل کې ناوړه کارونه کوي، له ترهګرۍ نه لاس نه اخلي او نه هم په خپل چلند کې کوم مثبت بدلون راولي.

پاکستان او هند کله چې له برتانیې نه خپله ازادي واخیستله د دواړو هیوادونو تر منځ درې ستر جنګونه پېښ شول. په دغو جنګونو کې ټول زیان پاکستان لیدلی، مګر پاکستان لا هم د غچ اخیستنې په فکر کې دی او تشدد ته لمن وهي. غواړي چې له هند سره خپله حیسابي وکړي، خو بیا هند هېڅ داسې څه ورته په زړه کې نه لري چې له پاکستان سره شخړه وکړي، او د دواړو هیواونو وګړو ته پکې مرګ ژوبله واړوي.   

ښاغلي مودي وايي چې پاکستان په جنګ نه اصلاح کېږي او نه به اصلاح شي، په هند کې د پاکستان پر ضد زیات مخالفین دي چې له پاکستان سره جنګ غواړي، او د پاکستان له ذهنه د هند پر وړاندې ناوړه فکر له منځه یوسي. خو مونږ ورته هېڅ کله هم دا اجازه نه ورکوو چې داسې یو ناوړه کار تر سره کړي.

ښاغلي مودي څرګندوي چې د هند پر وړاندې د پاکستان د غوصې لامل یو هم دا دې چې هند ولې له افغانستان سره لاس یو کړ، او خپلې هڅې یې د افغان پر سوله کې زیاتې کړي دي. پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هېڅ کله یې هم د افغانستان خیر ندې غوښتی، او تل یې ترهګرې ډلې دېته لمسولي چې په افغانستان کې ورانکاري تر سره کړي او پر نږدي چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي. پاکستان غواړي چې افغانان تل همداسې در په در خاورې په سره وګرځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پر وړاندې د پاکستان  ضد دریځ نړۍ ته رسوا کړ. لومړی یې پاکستاني مقاماتو ته وویل چې دغه دریځ یې نه د پاکستان او نه هم د سیمې په خیر دی، نو باید بدل یې کړي، خو چې هغوی باک رانه وړ، نو نړیوال فشار یې ورباندې زیات کړ او بالاخره یې پاکستان دېته اړ کړ چې د ترهګرۍ له تولید او روزنې باید لاس واخلي.

نوموړي په کره اسنادو او شواهدو نړیوالو ته دا ثبات کړې چې د افغان په ورانکاریو کې پاکستان پوره لاس لري. ترهګرې ډلې ورته لمسوي تر څو په افغانستان کې ناوړه کارونه او وحشتونه تر سره کړي.