د سولې مخالف حکومت دی که طالب؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

د سولې په برخه کې د حکومت او ولسمشر غني ملي، سیمه ییزې، د اسلامي هیوادونو او نړۍ په کچه کوښښونه او هلې ځلې ټول ملت ته معلومې دي. هر ځل چې د سولې په اړه د کوم مهم قدم او تصمیم خبره شوې، نو ولسمشر غني د سیاسیونو، علماو، مشرانو او ټولو اقشارو استازي ورغوښتي او له هغوی سره یې جلا جلا مفصلې خبرې او بحثونه کړي، د دوی پوښتنې، غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي

.

د مذاکره کوونکي پلاوي له ټاکلو دمخه یې هم دغه ډول مشورې وکړې. د سولې لپاره د پلان او لار نقشې په ترتیب کې هم د ټولو خواو او اقشارو وړاندیزونه او سپارښتنې په پام کې ونیولې او بیا یې له هغه وروسته د سولې مذاکره کوونکی پلاوی او خپل د سولې پلان له نړیوالو او ولس سره شریک کړ.

مګر بل طرف وسله وال طالبان چې تر دې مهاله یوازې او یوازې له امریکایانو سره پټ په پټه په مذاکراتو اخته دي د هیڅ شي درک یې معلوم نه دی او نه یې هم له ولس سره کومه مشوره کړې ده، نه یې د ولس نظر اخیستی او نه یې هم د ولس اندېښنو ته ځواب ویلی دی.

حتی ډېر وخت چې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ هیله او څرک پیدا شوی دی نو وسله والو طالبانو مخالفت کړی او د ولس د سولې ټوکېدلې هیلې یې بېرته مړاوې کړې دي. وسله والو طالبانو تل د اوربند مخالفت کړی، د جنګ د ودرولو مخالفت یې کړی او تل یې په ښارونو، ملکي ځایونو او تاسیساتو بریدونه کړي او خلکو ته یې د سر او مال درانه تاوانونه اړولي دي.

مګر د دې ټولو باوجود لا هم یو شمېر کسان چې تر ډېره ورباندې د پاکستان د جاسوسانو باور کېږي په ټولنیزو رسنیو کې لګیا دي د ولس سترګو ته خاورې شیندي، د طالبانو جنایتونه توجیه کوي. د خلکو د سولې توقعات په کاذبه ډول زیاتوي. وسله والو طالبانو ته لابي کوي او پر دوی په دروغو د ولس باور زیاتوي.

د طالبانو جنګي، افراطي او پر تشدد او د پاکستان پر ګټو ولاړ فکر او ذهنیت په معکوس ډول تعبیروي. دوی استدلال کوي طالبان بدل شوي. له پاکستان څخه یې فاصله نیولې، ذهنیت یې ملي او افغاني شوی دی، مګر د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مخکېني مشر ملا شېرمحمد عباس ستانکزي په خپله وروستۍ مرکه کې هم دغه لابیګران دروغجن ثابت کړل او هم یې ټولو ته دا وښوده چې وسله وال طالبان لا هم د پنجاب او پاکستان په خدمت کې دي، لا هم د افغانستان بقا او ګټې د دوی له ګټو قرباني کوي.

تر دې مهاله ولس دا درک کړې چې طالب د سولې مخالف دی او طالب لا هم نه د جنګ د ودرولو اختیار لري او نه هم ملي او افغاني فکر او ذهنیت لري. دوی لا هم پرديپال دي، نو که له دوی سره سوله وشي، هم بې ګټې به وي، ځکه دوی باید په ذهني لحاظ بدل شي. له خپلو حماقتونو سره مخه ښه وکړي او بیا د سولې لپاره راوړاندې شي چې ولس ورباندې بشپړ باور وکړي.