د ولسمشر غني اشاره چاته وه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

جمهوررئیس محمداشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې پرمهال رسنیو ته په وینا کې وویل چې تېر ځل مې درته ویلي و چې زما له راتګ سره به غله تښتي، نیم یې وتښتېدل او نیمایي نور به یې دا ځل وتښتي.

رښتیا هم ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د غلو، زورواکو او مفسدینو پر وړاندې جدي مبارزه وکړه. په لومړي ګام کې یې دولتي قراردادونه له دوی څخه واخیستل، ځکه دوی هم له قراردادونو غلا کوله، هم یې د کار کیفیت خراب و او هم خلک ورڅخه تر پوزې رسېدلي وو

.

په دویم قدم کې یې غله او مفسد چارواکي، مسوولین او مامورین له دندو وشړل. ځینې یې په کورونو کېنول، ځینې یې څارنوالۍ ته معرفي شول او یو شمېر یې دا مهال په زندانونو کې ورځې او شپې سبا کوي، ځکه تر هغو چې د دوی حساب او کتاب تصفیه نشي، نو دوی به همداسې په زندانونو کې پراته وي.

که څه هم په لومړیو کې خلکو ته ناشونې اېسېدله چې د غلو او مفسدینو پر وړاندې دې غوڅ ګام پورته کړي، ځکه دوی ویل چې غله او مفسدین مافیایي کړیو سره لاس لري، دوی زورور دي، وسلې او کسان لري، نو حکومت به په اسانه د دوی پر وړاندې اقدام ته زړه ښه نه کړي.

د ولسمشر غني د دغه ګام او اقدام پراخ او تود ولسي هرکلی وشو او لا هم د ولس ملاتړ په دې برخه کې له ځانه سره لري، مګر دغه د غلو او فساد ضد مبارزه هغسې چې د خلکو توقع وه او یا باید ملموسه وای لا هم موثره نه ده، دلیل یې دادی چې له یوې خوا فساد او غلا له بده مرغه دلته په فرهنګ اوښتې. د غلو ډلې او ټپلې هم د کمیت له پلوه زیاتې دي او هم یې په خلکو کې ډار او رعب خپور کړی دی، نو له دې امله به د دوی له منځه وړل او مخنیوی کافي وخت واخلي.

مګر ولسمشر غني خپلې هڅې نیمګړې نه پرېږدي، هغه د نوملیکنې پر ورځ بیا له ولس سره ژمنه وکړه چې له نیمو نورو غلو به یې هم وژغوري. ځکه تېر ځل نیم غله په اجرائیه ریاست او نورو هغو ادارو او وزارتونو کې چې مسوولین یې د یاد ریاست له لوري معرفي شوي وو پاتې شوي، مګر دا ځلي به له یوې مخې چاڼ شي. هغوی ته به د دې مجال ورنه کړل شي چې نورې دې د افغان ولس وینې وزبېښي، ځکه دوی کافي غلاوې او فساد کړی، نور نو له دوی سره د حساب او کتاب وخت دی.

افغان ولس ته ښایي چې د هیواد د ثبات او د غلا او فساد د مخنیوي او د شته ناخوالو د پایته رسېدو لپاره د ډاکټر غني ملا ور وتړي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له هغه څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړي. ځکه د ډاکټر غني لاسونه د ولس له وینو او فساد دواړو پاک دي، هغوی په دې برخه کې کافي جدي دی او په ټول قوت به ولس د غلو او مفسدینو له منګولو وژغوري.