سولې ته وارخطایي ښه نه ده!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمدروښان ښاد

سوله د افغانانو تر ټولو لویه هیله او اړتیا ځکه ده چې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو له دوی څخه د ژوند ټوله پانګه، رنګونه، خواږه او ښادۍ اخیستي دي او له همدې امله کله کله د سولې راتګ ته وارخطایي کوي، مګر دا وارخطایي د ګټې پرځای تاوان لرلی شي

.

په دې کې شک نشته چې سوله د ټولو هیله ده او ټول غواړي چې سوله ژر تر ژره راشي او وطن امن شي او ټول د خوښۍ او خوندیتوب احساس وکړي، خو د دې لپاره د برنامې او پلان موجودیت مهم شرط دی.

که همدا نن هم مخالفین وسلې کېږدي او د سولې لاره اختیار کړي، مګر بیا هم سوله څوکاله وخت نیسي، لکه ولسمشر غني چې تېر ځل سویس کې د خپلې سولې پلان د شریکولو پرمهال وویل چې د دې لپاره حداقل پنځه کاله وخت ته ضرورت دی چې وروسته بیا ځینو د ولسمشر دا خبره برعکس او غلطه تعبیر کړه، هغوی ویل د ولسمشر غني موخه داده چې د راتلونکو نورو پنځو کالو لپاره هم ولسمشر شي.

مګر د هغه هدف دا نه وو، هغه وویل چې د سولې د موافقتنامې د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا ده، ځکه لومړی باید مذاکرات وشي، بیا د سولې توافقنامه لاسلیک شي او بیا د یاد هوکره لیک د وضاحت په اساس ګام پر ګام هغه پلې شي، تر څو سراسري سوله او ثبات تامین شي.

ځکه دا د پولې او پټي دعوه نه ده چې د کلي دوه مخور او جرګه مار دې سره کېني او تر یو ساعت بحث او خبرو وروسته دې دواړه خواوې سره لاس په غاړه او پخلا کړي. دلته څلوېښت کاله جنګ تېر شوی، خصوصاً په دې وروستیو اتلسو کالو کې یې لا زیات شدت موندلی دی. نو د سولې مذاکرات به طبعا په څو مرحلو کې کېږي، مګر تر هر څه مهمه داده چې د دغو مذاکراتو لومړۍ مرحله به بین الافغاني وي.

د همدغو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې به د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به اوربند رامنځته شي. طالبان به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي. د دواړو لورو ترمنځ  د باور جوړونې ترتیبات به ونیول شي د بېلګې په توګه د جنګ په شدت کې به کمی راشي او د دواړو غاړو بندیان به ازاد کړای شي. او عادلانه او آزادو ټاکنو ته به لاره اواره شي.

بیا به د دواړو غاړو مرکچي او یا مذاکره کوونکي پلاوي په خپلو کې سره کېني، دوی به خپل موضوعات سره لېست او یو له بل سره تبادله کړي. بیا به د بحث وړ مسایل ورڅخه را بېل کړي. د نړیوالو څارونکو مخته به په هغه اړه بحثونه وکړي او همداسې به کرار کرار ټول مسایل سره حل او فصل کړي.

نو لنډه دا چې د سولې لپاره وارخطایي ښه نه ده، د دې لپاره باید د ولسمشر غني پر پلان او پروګرام باور وشي، ځکه هغه هم د سولې او هم د وطن په خیر دی او په هغه کې ټولې خواوې په ډېر دقت سنجول شوې دي.