په دې ورځو کې له یوې خوا سختې او خونړۍ جګړې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روانې دي او بې شمېره خلک ددغه ظالمانه جګړې قرباني کېږي خو د بلې خوا د جګړې اړخونه د جګړې د ختمولو دپاره هم تر پخوا زیاتې نارې صورې وهي. د افغانستان خلک ، په داسې حال چې څو ځلې د سولې د هڅو د ناکامېدلو شاهدان دي دا ځل هم په بې باورۍ سره د یوې پتمنې سولې د راتلو دپاره هیله کوي. خو ولې د سولې دپاره د افغانستان د خلکو هيلې بري ته نه رسیږي؟ دا یوه ډېره لویه پوښتنه ده او دې پوښتنې ته ځواب غوښتنه کوي څو د تاریخي پېښو په رڼا کې ددې پوښتنې ځواب وموندل شي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی

تصمیم دونالد ترمپ مبنی بر بازگرداندن نیروهای نظامی امریکایی از سوریه حتا به قیمت برکناری میتیس وزیر دفاع و شخص بسیار نزدیک به وی، و اراده ی بازگرداندن نیمی از نیروها از افغانستان، ابعاد تازه یی به سیاست اداره ی ترمپ، کم از کم در خاور میانه و جنوب آسیا، می بخشد

لیکوال : سمیع الدن افغاني

!درنو لوستنکو

دیموکراسی ، ازاد بازار ، دبیان ازادی او د هغو تاثیرات زمونږ د هیواد په اوسنی جنګ زپلی حالاتو کی دحل لاره نده٠

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده زمونږ لرغونی هیواد افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او پدغه تاریخي ادوارو کې پدغه جغرافیوي موقعت کې مختلف پړاونه تیرشوي او ځانله کارنامې لري. دا وطن او د هغه وګړو کله دلوی امپراتوریو مرکز او کــــله بیــــا د نور د تجــــاوزونود اخ او ډب میدان ګرځیدلای دی

محمد روښان ښاد

 څو ورځې وړاندې چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته امر وکړ چې له افغانستان څخه د ټولو یا نیمایي امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش ترتیب کړي، نو له دې څخه په وطن کې خلکو ډندوره جوړه کړه. د حکومت ضد ډنډوره، داسې ډنډوره لکه د افغانستان د بدمرغه ګاونډیانو له لوري چې د هیواد پر راتلونکي د بې باورۍ او نهیلۍ لپاره پلان شوې وي.

محمد بشیر یوسفزوی

په وروستیو درې څلورو کالو کې چې ولسمشر غني څومره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاتوله، نو همغومره د دوی وړتیاوې هم ورسره وغوړېدې. زموږ په ملي ځواکونو کې همغږي او تحرک رامنځته شو، له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شول او اوس د جګړې بشپړ نوښت د دوی په لاس کې دی. له همدې امله دښمن په جګړه کې عملاً مات شوی او په ښارونو او د عامو خلکو په منځ کې د چاودنو او ترهګریزو بریدونو ترسره کول د دښمن د ماتې لویه نښه ده.

اېمل پیاوړی

 د روان کال د مرغومي په ۴ پلازمېنه کابل کې د افغانستان دښمنانو د وحشت او جنایت په ترسره کولو سره د خلکو ارام واخیست، ځکه قضا ماسپښین د موټر بم له چاودنې سره د ټولو زړونه ولړزېدل. چاودنه فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو معینیت ته څېرمه وشوه، چېرې چې د خلکو د استوګنې کورونه هم دي

محمد روښان ښاد

د پنځم ملي ښاري کنفرانس د پرانیستې مراسم د مرغومي په څلورمه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شول. دغه کنفرانس ته د هیواد ښاروالان او د بېلابېلو ولایتونو د خلکو استازي را بلل شوي چې دوی خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه په مفصل ډول له جمهور رئیس غني سره شریک کړل

ګلرحمن رحماني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د لاجوردو ټرانزیټي لار په هرات ولایت کی پرانیستله. دغه لار د افغانستان د هرات له تورغونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر له لارې ان تر اذربایجان ، ګورجستان ، تورې بحیرې او ترکیې پورې غځېږي او افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي، تر څو د افغانستان اموال په ازاده توګه تر اروپا او نورې نړۍ ورسېږي

محمدروښان ښاد

سوله که په زاریو او ننواتو راتللی، نو اوس به یې لا د وخته لسیزه پوره وای، ځکه ولسمشر کرزی د خپل حکومت له لومړیو څخه څو ځله پاکستان ته ورغی. عذر او زارۍ یې ورته وکړې چې د خدای په لحاظ طالبان کرار کړئ. له جنګ یې در وګرځوئ. سولې ته یې واداره کړئ او له موږ سره یې پخلا کړئ. پاکستان هم په هغو او دغو وعدو غلطاوه او په همدې کې یې دیارلس کاله په منډو، غونډو، عذرونو او ننواتو ورباندې تېر کړل، خو نه طالب له جنګه کېناست، نه پاکستان د طالب له

محمدبشیر یوسفزوی

افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه قرار لري او دغو بین المللي تروریستانو ته تر ډېره طالب جنګیالیو د فعالیت او ورانکاریو زمینه برابره کړې چې مخامخ ملاتړ او تمویل یې پاکستان کوي. د پاکستان موخه داده چې افغانستان په جنګ کې ښکېل وساتي، د قوي نظام او باثباته افغانستان مخه ډب کړي، د افغانستان زېرمې لوټ او اوبه وړیا استفاده کړي، پاکستان دا او دېته ورته نورې شومې موخې لري

زیاتې مقالې …