ولسمشرغني بدیلې لارې لټوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د لاجوردو ټرانزیټي لار په هرات ولایت کی پرانیستله. دغه لار د افغانستان د هرات له تورغونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر له لارې ان تر اذربایجان ، ګورجستان ، تورې بحیرې او ترکیې پورې غځېږي او افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي، تر څو د افغانستان اموال په ازاده توګه تر اروپا او نورې نړۍ ورسېږي

.

د لاجوردو لارې د بیا احیا طرحه د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت نوښت و چې د سیمې هیوادونو یې تود هرکلی او ملاتړ وکړ او د دغې ټرانزیټي لارې هوکړه لیک د ۲۰۱۷ کال د نومبر پر ۱۵مه نیټه د افغانستان ، ترکمنستان ، ګورجستان ، اذربایجان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په عشق اباد کې لاسلیک کړ.

د ډسمبر په ۱۳ مه نېټه په امتحاني  شکل له دغې لارې لس لارۍ اموال چې  ۸۳ ټنه مالوچ ، ۲۳ ټنه ممیز ، ۲۶ ټنه د هندوانو زړی او ۲،۵ ټنه کونځلی پکې بار وې د ترکیې هیواد ته ولېږدول شول. د دغې لارې پرانیسته د پاکستان او ایران لپاره دا واضح پیغام لري چې نور که خدای کول د ولسمشر غني د فکر، پوهې او هلو ځلو پرمټ ستاسو له احتیاجه د تل لپاره وتلي یوو.

ولسمشر غني د دغې لارې د پرانیستې پرمهال په خپله وینا کې وویل، دغه لار ۲۰۰۰ کاله پخوا کارېدله چی د ورېښمو لاره یې بلله او زموږ د اوښانو کاروانونه به پرې تېرېدل. د بدخشان لاجورد او د هیواد نورې قېمتي ډبرې له همدې لارې د منځنۍ اسیا او د اروپا یو شمېر هیوادونو ته انتقالېدې چی اوسنیو مشرانو ورته د لاجورد نوم ورکړ او د سوداګری لپاره یې کاروی .

دغه لار یواځې د افغانستان لپاره نه، بلکې د سیمې د ټولوهیوادونو لپاره مهمه ده ځکه دوی خپل واردات او صادرات له دغو لارو څخه په اسانه کولی شي.افغانستان له دغې لنډې ، ارزانه او بې جنجاله لارې هر کال میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کولی شي .

 افغان ولسمشر همېش د افغانستان لپاره د دغسې اسانه ارزانه او تر ټولو خوندي لارې په لټه کې و، ځکه ټرانزیټ د افغانستان له مهمو ستونزو څخه و چې تر دې وړاندې ټوله تکیه یوازې پر پاکستان وه او پاکستان د افغانستان له دغه مجبوریت څخه تل سیاسي او ناوړه ګټه کوله.

د پاکستان د کراچی بندر ستونزه دا وه چې کله به د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزې او مشکلات پیدا شول نو پاکستان به د تورخم دروازه بندوله او د همدې بندیدو له امله به تجارتي اموال له یوې خوا پر خپل ټاکلي وخت نه رسېدل او له بل پلوه به یې خپل کیفیت له منځه لاړ .

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی درې کاله وړاندې ویلي و چې د لاجوردو لارې د جوړېدو سره به افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري ، د دي لارې دوه ګټې دي. لمړۍ ګټه یې دا ده چې افغانستان نور پاکستان ته محتاج ندی ځکه افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې دی او افغان ولسمشر تل هلې ځلې کوي تر څو د افغانستان د ابادۍ لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي او تجارتي اموال نورې نړی ته په اسانه او ارزانه ورسېږي، دویمه ګټه یې له دې لارې څخه هر کال میلیونونه ډالر عواید تر لاسه کول دي .