نویسنده : پیپ ایسکوبار)Escobar Pepe .)
منبع وتاریخ نشر : انفارمیشن کلیرنگ هوز »12-21-1122 »
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .


دهلیز اقتصادی چین وپاکستان تما م پروژه های اعم از جاده ها ، خط ریل ، سد ها ،
وخطوط لوله ازبند رگوادر تا سین کیا نگ چین ، پروزه های ا ند که برای اکما ل این

پروژه ها وقت طوالنی توام به تالش ها وزحما ت زیاد ضرورت دیده میشود

 

ادامه در ضمیمه

د سولې لپاره تر بل هر وخت اوس افغانان ډېر نيږدې شوي دي. داسې ښکاري چې د زلمي خليلزاد هڅې به په نيږدې راتلونکې کې رنګ راوړي او افغانان به د سولې خاوندان شي. ځکه زلمي خليلزاد د سيمي هيوادونو او د افغانستان په مساله کې د ښکېلو لوريو سره له نيږدې وکتل او داسې ښکاري چې قناعت يې هم ورکړی چې نور بايد د افغانستان جګړه پای ته ورسيږي. ښه مثال يې د افغان سولې په تړاو د پاکستانيو چارواکو پرله پسې ژمنې او د پاکستان په هڅه په اماراتو کې د وسله والو طالبانو او امريکايې لوريو تر منځ مخامخ خبرې يادولی شو

اېمل پیاوړی

پاکستان قبایلي او پښتني سیمې داسې وځپلې چې فکر یې کاوه له پښو ولوېدل، مګر دوی نه پوهېدل چې پښتانه داسې دي لکه د کبل تخم چې څومره یې رېبې، نو هومره لا او ښه را شنه کېږي. پنجاب لومړی د پښتنو په سیمو کې د ترهګرو ځالې جوړې کړې. هلته یې د ترهګرو پرمټ هر ډول ظلمونه او جنایتونه ترسره کړل

محمدروښان ښاد

تر دې وړاندې تل ولس ته د وسیلې په توګه کتل شوي او د وسیلې په توګه ورڅخه استفاده شوې، مګر ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په دې برخه کې یو اساسي بدلون ایجاد کړ. ولس یې د وطن ملي پانګه وبلله. هغه مهمه پانګه چې افغانستان یې پر محور راڅرخېږي. هغه مخامخ په ولسي غونډو کې په مراتبو وویل، د دې وطن اصلي خاوندان تاسې یاست، زه ستاسو بادار نه، بلکې ستاسو خادم یم. اصل باداري د ولس ده، ځکه زه د ولس په رایو دغه ځای ته د موقت وخت لپاره راغلی یم او د ولس رایې او ارادې ته بشپړ درناوی لرم

اېمل پیاوړی

د اساسي قانون د حکم مطابق ولسمشر غني د جمهوري ریاست ترڅنګ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ دنده هم لري. نوموړی دغه دواړه مهمې دندې په ښه توګه ترسره کوي. هغه هم په ملکي او هم په نظامي چارو کې بوخت دی. که له یوې خوا د جنګ په مدیریت اخته دی، نو له بل لوري یې زیربنا، انکشاف، ترانزیت، سوداګري او نورې ملکي چارې چې د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره حتمي او ضروري دي، نه دي هېرې کړې

ګلرحمن رحماني

هر ځل چې د سولې ناره پورته او هڅې پیل شي، نو زموږ د هیوادوالو هیلې هم ورسره را وټوکېږي، ځکه اوږدو جګړو او ورانیو د دوی ژوند پیکه کړی، مګر لا یې هم د سوکاله ژوند هیله نه ده ورڅخه اخیستې. په ځانګړي ډول ولسمشر غني په خلکو کې د ښه راتلونکي، سوکاله او باثباته افغانستان هیله ژوندۍ وساتله، ځکه په تېرو څلورو کالو کې یې چې د سولې، انکشاف، زیربنا او نورو برخو کې کومې هڅې او پرمختګونه وکړل، نو د خلکو باور او هیله مندي یې تر پخوا څو برابره  زیاته کړه

اېمل پیاوړی

پښتو متل دی چې له ازاره چا بازار موندلی نه دی. په وزیرستان کې د پاکستان پوځ ظلمونو او وحشتونو پښتانه تر پوزې ورسول. د دوی زغم یې تمام کړ او بالاخره یې دوی داسې پاڅون ته مجبور کړل چې اوس یې مهارولو ته د پاکستان واڼې هم وتلې دي، ځکه دوی ځایي پښتانه سخت وځورول. په یوه او په بل نوم یې له کوره وېستل، بندیان یې کړل. وې وژل او تری تم یې کړل

محمدبشیر یوسفزوی

پښتو متل دی چې کم عقل یې پرځان ویني او هوښیار یې پربل، مګر پاکستان له دغه مشهور متل څخه هیڅ عبرت وانخیست، ځکه د خپل ګاونډي افغانستان پر ضد یې د دسیسې او دښمنۍ تیوري مخته یووړه. د دوستۍ لاره یې پرېښوده او فکر یې وکړ چې د شوروي یرغل ځپلی افغانستان به په اسانۍ له ستوني تېر کړي، مګر دا یې هېره کړې وه چې افغانان د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ډول زور، فشار او زبرځواک پر وړاندې نه دي تسلیم شوي

محمدبشیر یوسفزوی

که د افغانانو پرځای د نړۍ بل هر قوم لا څه چې که ان تیږه هم وای، نو اوس به ویلې شوې وای، ځکه موږ هره ورځ د فاجعې شاهدان یوو. هره اونۍ له بېلابېلو اقشارو څخه په اوسط ډول سل تنه افغانان وژل کېږي. هره ورځ خپل ملګري، د کورنۍ غړي، خپلوان او خواخوږي له لاسه ورکوو. له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې دغه بدمرغي او ناورین دوام لري، نور بس دی. کوم تشدد او وحشت چې پر موږ تحمیل شوی، یوه تراژیدي ده

محمدبشیر یوسفزوی

د حکومتونو او ملتونو اړیکې او مناسبات ولسمشر غني له سره تعریف کړې. هغه په ډېر وضاحت وویل، چې موږ نه دوست او نه هم دښمن هیواد لرو. ځکه له هیوادونو سره زموږ اړیکې او مناسبات په عواطفو او احساساتو نه، بلکې په متقابلو ګټو ولاړ دي

ګلرحمن رحماني

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وایي چې په نږدې وخت کې به د سعودي عربستان ، عربي اماراتو ، پاکستان ، متحده ایالتونو ، افغانستان او د طالب استازو تر منځ د سعودي عربستان په کوربه توب د افغان جګړی د پای ته رسولو لپاره په سعودی عربستان کې یوه ناسته جوړه شي چې موخه به یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پیل خبرو لپاره زمینه برابرول وي .

زیاتې مقالې …