اوس د غني غوندې پاچا لرو

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

 څو ورځې وړاندې چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته امر وکړ چې له افغانستان څخه د ټولو یا نیمایي امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش ترتیب کړي، نو له دې څخه په وطن کې خلکو ډندوره جوړه کړه. د حکومت ضد ډنډوره، داسې ډنډوره لکه د افغانستان د بدمرغه ګاونډیانو له لوري چې د هیواد پر راتلونکي د بې باورۍ او نهیلۍ لپاره پلان شوې وي.

ځکه ډنډوره چیانو ویل چې د امریکایي عسکرو له وتلو سره به د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د جنګ تاب ونه لري، حکومت به وپاشل شي او یو ځل بیا به په هیواد کې د نویمو کلونو کورنۍ جګړې پیل شي، مګر دغه ډول انګېرنې او وړاندوینې ځکه پوچې او بې مانا دي. چې افغانستان اوس بې څښتنه نه دی. افغانستان اوس حکومت ، نظام او داسې څښتن لري چې هم له نړۍ او هم له سیمې سره د تفاهم په ژبه پوهېږي.

ولسمشر غني یادوم، د افغانستان منتخب جمهور رئیس چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د لسګونه زره امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته حالات داسې کابو کړل چې هیچا یې تمه او هیله نه لرله او ټول یوې ناڅرګندې وېرې په مخه کړي و. نو چې ولسمشر غني په هغو سختو شرایطو کې په دې وتوانېده چې هم نظام، هم حکومت نه یوازې وساتي، بلکې تر پخوا یې لا پیاوړی کړي، نو د څو زره امریکایي عسکرو په وتلو سره ولې ووېرېږو چې خدای مکړه حالات به له کنټروله ووځي. اوس ځکه وېره نشته چې افغانستان د غني غوندې پاچا لري.

د افغانستان دښمنان دې دا خوب له ذهنه وباسي چې ګوندې د زور، توطیې او دسیسو له لارې به په هیواد کې واک تر ګوتو کړي، ځکه په افغانستان کې د واک لېږد اوس د ټوپک د شپېلۍ او ورور وژنې پرځای د ولس په رایه او اراده پورې تړلی دی او ولس خپله رایه د خپل معقول فکر په اساس کاروي، لکه په تېر کې یې چې د هیواد حالاتو او شرایطو ته په کتو د ټولو نوماندانو په منځ کې ولسمشر غني د ولسمشرۍ لپاره وړ وباله او ولسمشر غني چې کلونه یې په بهر کې د افغان مفکر او د استاد په توګه په تدریس کې تېر کړي و، د ټوپک، ټانګ، زر او زور له لرلو او کارولو پرته د ولس په رایه او اراده د هیواد منتخب ولسمشر وټاکل شو.

اوس نو افغانان د بهرنیو او امریکایي سرتېرو وتلو ته نه یوازې وارخطا نه دي، بلکې پر دې خوښ دي، ځکه زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي او مجهز شوي دي او د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له برکته به که خدای کول لا پیاوړي او مجهز شي او دوی اوس په بشپړ ډول دا توانایي لري چې د هیواد دښمنان وځپي او له منځه یې یوسي.

اوس زموږ هیوادوال په خپلو اتلو او زړورو ځواکونو ډاډه دي او د دښمن د خطر او تهدید پروا نه لري، ځکه دښمن په مخامخ جګړه کې مات شوی او زموږ له مېړنیو ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، نو ځکه د بهرنیو سرتېرو د وتلو پروا نه لرو.