نوې ګومارنې د حکومت قاطعیت ښیي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه قرار لري او دغو بین المللي تروریستانو ته تر ډېره طالب جنګیالیو د فعالیت او ورانکاریو زمینه برابره کړې چې مخامخ ملاتړ او تمویل یې پاکستان کوي. د پاکستان موخه داده چې افغانستان په جنګ کې ښکېل وساتي، د قوي نظام او باثباته افغانستان مخه ډب کړي، د افغانستان زېرمې لوټ او اوبه وړیا استفاده کړي، پاکستان دا او دېته ورته نورې شومې موخې لري

.

له بلې خوا په دې وروستیو کې د هیلې اوازې او ګونګوسې هم ګرمې شوې دي او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې استازی په دې برخه کې درګرده هلې ځلې کوي چې د افغانانو د سولې هیلې هم ورسره زیاتې شوې دي او ترڅنګ یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو او بریدونو هم شدت موندلی دی او د جنګ د لا ښه مدیریت، تمرکز او شدت لپاره په ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت کې نوې ګومارنې شوي او دغه ګومارنې د جنګ په برخه کې د حکومت د قاطعیت څرګنده نښه ده.

جمهوررئیس غني د کورنیو چارو وزارت د نوي سرپرست امرالله صالح او د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد د معرفي په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: "جناب خالد صاحب و جناب صالح صاحب در شرایط بسیار حساس کشور این مسوولیت بزرگ را به دوش می گیرند که این مسوولیت بیشتر از هر وقت بزرگ و سنگین شده، و من برای هردو تان اطمنان میدهم، که منحیث سرقومندان اعلی قوای مسلح کشور هر نوع همکاری که در این شرایط حساس نیاز باشد و باعث پیروزی در وظایف جدید تان شود، در خدمت تان باشم.  این مسوولیت های بزرگ و جدید را  برایتان تبریک گفته و ارزوی موفقیت تان را از بارگاه الهی دارم، تا ارزوی مردم ما را که تامین امنیت و دفاع از کشور است، با رهبری، توانمندی و درایت تان ثابت بسازید."  

امرالله صالح شپږ کاله د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس او اسدالله خالد هم تر دې وړاندې د قبایلو د وزیر او د ملي امنیت د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی د طالبانو له یو ترهګریز برید او سختو ټپونو وروسته جک جوړ شو او دادی یو ځل بیا د یو مهم مسوولیت منلو ته راوړاندې شو. اکثر هیوادوال په دې باور دي چې دغه دواړه نوي وزیران د روان جنګ او وضعیت په اړه دقیق او استخباراتي معلومات لري او دوی کولی شي چې دغه جګړه په ښه توګه مهار کړای شي، دا به وخت ثابته کړي، مګر افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو دواړو نویو سرپرست وزیرانو په اړه وایي:

"جناب خالد صاحب و جناب صالح صاحب از کدرهای جوان و ورزیده این نظام هستند، از روحیه عالی ملی برخوردار میباشند. با وجود اظهار کردن اختلاف های سیاسی شان در مسائل ملی همیشه با ما همکار بودند، هردوی شان مشخصات رهبری متفاوت و دیدگاهای واضح دارند، استفاده از تجارب استخباراتی اینها در این شرایط حساس کشور ما یک ضرورت ملي است و تصمیم بر این شد که از تجارب و انرژی این دو کدر فعال نظامی و استخباراتی کشور در پیشبرد روند اصلاحات در نهاد وزارت محترم دفاع و وزارت محترم داخله استفاده کنیم. "