ډاکټر غني د جګړې بن بست په تهاجمي عملیاتو بدل کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

سوله که په زاریو او ننواتو راتللی، نو اوس به یې لا د وخته لسیزه پوره وای، ځکه ولسمشر کرزی د خپل حکومت له لومړیو څخه څو ځله پاکستان ته ورغی. عذر او زارۍ یې ورته وکړې چې د خدای په لحاظ طالبان کرار کړئ. له جنګ یې در وګرځوئ. سولې ته یې واداره کړئ او له موږ سره یې پخلا کړئ. پاکستان هم په هغو او دغو وعدو غلطاوه او په همدې کې یې دیارلس کاله په منډو، غونډو، عذرونو او ننواتو ورباندې تېر کړل، خو نه طالب له جنګه کېناست، نه پاکستان د طالب له

ملاتړه کرار شو او نه هم افغانانو سوله ولیده.

سوله یو ارمان او غوښتنه پاتې شوه او د بار بار ژمنو او د هغو د ماتولو له امله افغانان نور له سولې نهیلي شو او په زړه یې د صبر غټه تیږه کېښوده. د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ډاکټر غني له خولې د سولې ژمنه دوی ته د ولسمشر کرزي یا پاکستان د تېرو ژمنو په څېر یوه تېراېستونکې او نه پوره کېدونکې ژمنه اېسېدله او هیڅ وخت یې هم زړه ته دا نه لوېده چې دوی به ګواکې په رښتیا هم سولې ته ورسېږي، ځکه په هیواد کې د بې باورۍ بحران مخ په بره روان و او د دغه بحران توپاني څپو پر روښانه راتلونکي د افغانانو باور او هیله وژله.

له ډېرو ناندریو او جنجالونو وروسته چې ډاکټر غني واک ترلاسه کړ، نو پاکستان ته یې رسمي سفر وکړ. پاکستاني مقاماتو ته یې واضح خبرې وکړې. د افغانستان وضعیت او موقعیت یې ورته تشریح کړ. باثباته او پرمختللي افغانستان کې یې د پاکستان ګټې یوه یوه ورته بیان کړه. دا یې هم ورته وویل چې د دې لپاره تاسو ته درې میاشتې وخت دی. دوه انتخابه لرئ. یا همدا د دښمنۍ او جنګ پالیسۍ او یا د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب پالیسۍ.

پاکستان د ولسمشر غني په خبرو چندان باک رانه وړ او هغه ته یې سطحي نظر وکړ. دوی فکر نه کاوه چې ولسمشر غني دې له کورنیو جنجالونو دېته وخت ومومي چې له پاکستان سره حساب کتاب ته کېني او یا ورسره زور ازمایي وکړي، مګر ولسمشر غني څو بعدي کار پیل کړ. له یوې خوا یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته مخه کړه. له بل لوري یې زیربنا، انکشاف، اقتصاد او نور مسایل هم وپالل، مګر ترڅنګ یې د پاکستان پر ضد خپل واضح دریځ سیمه ییز او نړۍ وال کړ. په ګڼو بین المللي غونډو کې یې د پاکستان دوه رنګي، د ترهګرو ملاتړ او افغان ضد پالیسي ټولې دنیا ته رسوا کړه.

مګر د دې ترڅنګ یې د سولې لپاره هڅې هم چټکې کړې او سوله یې په دوه بعدونو ووېشله، لومړی له پاکستان او دویم له طالبانو سره سوله. مګر د ولسمشر کرزي غوندې یې د سولې لپاره عذر، ننواتې او زارۍ ونه کړې. طالبان او پاکستان چې په نرمه پوه نشول، نو د وسله والو طالبانو پر ضد یې جنګ تېز کړ. امنیتي او دفاعي ځواکونه یې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته کړل. ده ویل مونږ په ډېر فعال ډول د سولې داسې یوه پروسه مخته وړو چې بین الافغاني او د افغانانو په مشرۍ وي او دا هغه وخت امکان لري چې مونږ په جګړه کې دا بن‎بست او بحران په تهاجمي عملیاتو بدل کړو. طالبان باید پوه شي چې هغوی د جګړې په ډګر کې ګټونکي نه دي.