ولسمشر په ولس کې د مالکیت حس وروزه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

تر دې وړاندې تل ولس ته د وسیلې په توګه کتل شوي او د وسیلې په توګه ورڅخه استفاده شوې، مګر ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په دې برخه کې یو اساسي بدلون ایجاد کړ. ولس یې د وطن ملي پانګه وبلله. هغه مهمه پانګه چې افغانستان یې پر محور راڅرخېږي. هغه مخامخ په ولسي غونډو کې په مراتبو وویل، د دې وطن اصلي خاوندان تاسې یاست، زه ستاسو بادار نه، بلکې ستاسو خادم یم. اصل باداري د ولس ده، ځکه زه د ولس په رایو دغه ځای ته د موقت وخت لپاره راغلی یم او د ولس رایې او ارادې ته بشپړ درناوی لرم

.

د جمهوررئیس غني دغه ډول څرګندونې ولس ته د مالکیت احساس ورکوي، ولس ته د خپلوۍ احساس ورکوي، ولس ته د دې احساس ورکوي چې حکومت او نظام ته لا ځان نږدې کړي او د ځان یې وګڼي.

د تېرې دوشنبې په ورځ اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون په بېلابېلو برخو کې د ملکي ادارو یو شمېر مسوولین او منسوبین د دوی د ښو کړنو او نوښتونو له امله تقدیر کړل. دغو مراسمو ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی وو. جمهوررئیس غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: "لومړی له هر مبتکرنه د زړه له کومې زه مننه کوم. نن تاسې ثابته کړه محترمو خویندو او محترمو ورونو! تاسې ثابته کړه چې تاسې د دې وطن څښتنان یئ، خپل مالکیت مو ثابت کړ. هر یو هم چې روښنایی راوړئ، هر یو هم له معارف نه نیولې تر پوستې پورې تر ولسوالیو پورې چې یو ابتکار کوئ، ستاسې ابتکارات د خلکو په ژوند باندې تاثیر لري."

جمهوررئیس غني د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل:" زه یو پل یم او یوه وسیله یم، هر ولسمشر یوه وسیله ده، مونږ هدف نه یوو، هدف ولس دی او تاسې د ولسواکۍ بنسټ ږدئ، قوي کوئ یې او تهداب یې اوچتوئ، نو له دې  نظره زه غواړم له تاسو هر یو نه د زړه له کومې مننه وکړم او درته مبارکي ووایم."

جمهوررئیس غني ژمنه وکړه چې د نوښتونو د تقدیرولو دغه لړۍ به همداسې ادامه ولري: " انشاءالله و تعالی پس له دې نه به هر کال دغسې مبتکرین ویاړل کېږي او ټول ولس به خبریږي چې دا ابتکارات څه دي او په دې برخه کې له نورو مبتکرینو نه هم جناب قیومي صاحب نه، جناب لوی څارنوال صاحب نه، له محترمو نورو وزیر صاحبانو نه او ټولو نه مننه کوم چې دوی هم زښت ډېر نوښتونه راوړي."

جمهوررئیس غني د یادو نوښتګرو ترڅنګ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مسوولین هم وستایل چې په لږ وخت کې یې زیات مزل وکړ او خپل منزل ته یې ځانونه نږدې کړل: " می‌خواهم از کمیسیون محترم اصلاحات اداری و خاصتاً جناب نادری صاحب و تیم همکار کمیشنران ابراز امتنان کنم. در طول هجدۀ ماه، هجدۀ سال حرکت کردید، هر ماه شما مساوی به یک سال است. همان کمیسیونی بود که مردم فکر می کردند به خاطر خویش خوری ایجاد شده است و بدون روابط هیچ نوع حرکتی صورت گرفته نمی تواند. امروز کمیسیون اصلاحات اداری افغانستان، نکتۀ اعتماد جوانان خاصتاً و تمام کسانی که امتحان می دهند. اگر در امتحان، واسطه و وسیله باشد، چطور بالای نتیجۀ آن، آدم باورمند باشد، اگر راه آمدن به دولت دروازه بان باشد، به چه شیوه شفافیت و حساب دهی خواهد آمد؟  "