ولسمشري او د وسله وال پوځ اعلی سرقومنداني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د اساسي قانون د حکم مطابق ولسمشر غني د جمهوري ریاست ترڅنګ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ دنده هم لري. نوموړی دغه دواړه مهمې دندې په ښه توګه ترسره کوي. هغه هم په ملکي او هم په نظامي چارو کې بوخت دی. که له یوې خوا د جنګ په مدیریت اخته دی، نو له بل لوري یې زیربنا، انکشاف، ترانزیت، سوداګري او نورې ملکي چارې چې د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره حتمي او ضروري دي، نه دي هېرې کړې

.

جمهوررئیس غني غواړي ډېر وخت یې په ملکي، اقتصادي، بیارغاونه، انکشاف او زیربنا تېر شي، خو پر هیواد تحمیل شوی جنګ یې زیات بوختوي او له همدې امله یې هره ورځ له اتو څخه تر لسو ساعتونو پورې د جنګ په مدیریت تېرېږي. ځکه دا د هیواد د بقا او دفاع جنګ دی.

دا هغه جنګ دی چې افغان وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یې د پاکستان او نورو هیوادونو په نیابت مخته بیایي. دوی غواړي افغانستان تسخیر کړي، افغانستان تر خپل اغېز لاندې راولي، مګر متل دی چې که د خوړ کاڼي دومره پاسته وای، نو لا دوخته به ګیدړانو خوړلي وای.

دا وطن لا هم ویاړلي او ملاتړلي بچي لري چې هره شیبه د وطن دفاع او ساتنې ته سر په لاس ولاړ دي او ولسمشر غني د دغو اتلو او زړورو بچیانو د تمویل، تجهیز او مسلکي روزنې لپاره نړیوالې مرستې، امکانات او ملاتړ راجلبوي او په دې برخه کې یې د نړۍ تعهد له افغانستان سره بیا تازه کړی دی، ځکه ولسمشر غني دوی قانع کړي چې زموږ اتل او مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د دفاع، امنیت او ثبات لپاره جنګېږي او نړۍ باید د دوی د مبارزې او سرښندنو مدیونه وي.

ولسمشر غني چې کله د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته ځي، نو هم د ولسمشر په توګه د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره ګوري او هم د اعلی سرقومندان په توګه په اړوند ولایت کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جلا جلا کتنو کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوري.

د افغانستان په تاریخ کې به ولسمشر غني تر ګردو بېساری ولسمشر وي چې د هیواد په سختو شرایطو کې یې تر ټولو زیات ولایتي سفرونه وکړل. خلک، مسوولین او د بېلابېلو اقشارو استازي یې ولیدل او له هغوی سره په کتنو کې یې له ستونزو او مسایلو څخه په دقیقه توګه ځان خبر کړ.

ولسمشر غني که څه هم وایي چې هغه جنګ نه، بلکې کار، بیارغاونې او خدمت ته جوړ دی او زده کړې یې هم په دغه برخه کې دي، مګر د هیواد د بقا لپاره باید پر هیواد تپل شوې جګړه مدیریت کړي. د ترهګرۍ او بین المللي تروریزم خطرونه دفعه کړي. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل او تجهیز کړي. د هغوی د خوړو، اوبو او وسلو غم وکړي. درمل ورته تیار کړي. کورنیو ته یې رسیدګي وکړي. مورال او روحیه ورکړي او د دې لپاره په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني چې څه په وس پوره وو، درېغ یې نه کړل.