ولې په افغانستان کې جګړې پای ته نه رسېږي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې ورځو کې له یوې خوا سختې او خونړۍ جګړې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روانې دي او بې شمېره خلک ددغه ظالمانه جګړې قرباني کېږي خو د بلې خوا د جګړې اړخونه د جګړې د ختمولو دپاره هم تر پخوا زیاتې نارې صورې وهي. د افغانستان خلک ، په داسې حال چې څو ځلې د سولې د هڅو د ناکامېدلو شاهدان دي دا ځل هم په بې باورۍ سره د یوې پتمنې سولې د راتلو دپاره هیله کوي. خو ولې د سولې دپاره د افغانستان د خلکو هيلې بري ته نه رسیږي؟ دا یوه ډېره لویه پوښتنه ده او دې پوښتنې ته ځواب غوښتنه کوي څو د تاریخي پېښو په رڼا کې ددې پوښتنې ځواب وموندل شي

.

افغانستان د اسیا په زړه کې یو لرغونې هیواد دی چې له څلورو خوا په وچې پورې تړلی ساتل شوی، د هیواد زیاته برخه غرنۍ ده، د پېړیو په اوږدو کې دا یو بې وزلی او غریب هیواد پاتې شوی، جغرافیوي دريځ او موقعیت يې تل د نړۍ د سترو زبرځواکونو تر پاملرنې لاندې ؤ او دی.

افغانستان تیر ۵۰ کلونه له راز راز ستونزو ، کورنیو او سیمه ایزو تاوتریخوالیو، تېریو، بریدونو او ورانکاره  عملیاتو او جګړو کې  تېر کړي دي. په میلیونه افغانان مړه، ټپیان او د خپل هیواد پرېښودلو او اجباري مهاجرتونو ته اړکړی شوي ، د افغانستان بسټیز سیستمونه او دولتي جوړښتونه په بشپړه توګه ړنګ او له منځه وړل شوي دي.

باید وویل شي چې په دغه موده کې جګړې تل رنګ او بڼه بدله کړی، که ډېر وړاندې لاړل نه شو او د شپېتمو کلونو را په ديخوا پېښو ته نظر واچوو نو وینو چې د يوې څلوېښت کلنې آرامې دورې په وروستۍ لسیزه کې ، د واک په پورتنیو پوړیو یانې د شاهي دربار د مقامونو ترمنځ د اختلافونو نښې او نښانې راڅرګندې شوې چې وروسته  د شاهي نظام د نسکورېدو سبب شو. په همدې ډول په نوي جمهوري نظام کې د کیڼ اړخو او ښې اړخو ترمنځ د واک د تر لاسه کولو سیالي سبب شوه  چې  جمهوري نظام نسکور شي او کيڼ اړخی رژیم رامنځ ته شي،  د کيڼ اړخ نظام خپل منځي اختلافونه له یوې خوا او د وسله والو ډلو سره د رژیم ویجاړونکې جګړه ، د شوروي د یرغل سبب او د کيڼ اړخې نظام د پرله پسې بدلېدو  او په پای کې د را پرزېدو سبب شو، د اسلامي تندلارو واک ته رسیدو، پاکستان ، سعود عرب او ایران ته د پراخ نفوذ  او سیالۍ دپاره لاره آواره کړه د اسلامي تند لارو جهادي ډلو خپل منځي جګړې ، د تندلاري  طالب ډلې د منځ ته راتلو او واکمنېدلو سبب شو، د جهالت ددورې په بڼه د طالب نظام سیاستونه او د تروریستي ډلو سره ملګرتیا او د جهادي تندلارو سره خپل منځي جګړې ، د امریکې او متحدینو او ۴۳ هیوادونو د یر غل سبب شو چې تر اوسه هم دوام لري. په نوي جامه کې  د فاسدو مافیايي جهادي کړیو بیا واکمنیدو، پراخ فساد ، ظلم او بې قانوني ، د ملي او شخصي دارايې ګانو چور او چپاول او له طالبانو سره جګړې د افغانستان د خلکو ناورین  تر نا مالومه وخته غوځولی دی. نړۍ د چتک بدلون په کې ده او لا څرګنده نه ده چې راتلونکي نړیوال بدلونونه افغانستان او افغانانو ته نورې کومې بدمرغۍ له ځانه سره راوړي.

زموږ هغه ماشوم چې پنځوس کاله دمخه او تر هغې وروسته نړۍ ته سترګې پرانیستي ټول ژوند يې په جګړه، بمونو ، چاودنو او د جګړې په بدمرغیو کې تېر کړی، هغه څه چې دغه نسل پېژني یوازې جګړه او تباهي ، بدمرغي، ناورین مرګ، ویر او اوښکې  دي.

نو ځکه نن  افغانستان تر بل هر وخته زیات له ژور امنیتي تاوتریخوالی سره لاس او ګرېوان دی، له یوې خوا د طالبانو او دداعش په نامه د ډلې پرله پسې ویجاړونکي بریدونه ، له بلې خوا د جهادي مافیايي ډلو قانون ماتونې، ظلمونه، چور او تالان او د مافیايي کړیو او قاچاق وړونکو او په فساد کې د ککړو کړیو نه زغمېدونکي  فعالیتونه او د جګړې د ښکیلو اړخونو وړانده او بې مسوولیته او بې رحمانه بمبارۍ او د عام او ملکي خلکو پراخه وژنه ددې سبب شوي چې په ډله یزه توګه خلک د خپل کور او کلي پرېښودلو ته اړشي او یا په همدغه ناوړه حالاتو کې د سبا په اړوند د بشپړې ناباورۍ په حالت کې خپل ژوند ته دوام ورکړي. د هیواد په کلیو او بانډو کې د کرغېړنې جګړې په پایله کې هره ورځ په سلګونه بې ګناه ماشومان ، ځوانان، سپین ږيري او ښځې وژل کېږي او ان د بې وسۍ ، بې وزلۍ او له بدمرغۍ  څخه ډک په ډک حالت کې، د ژوند تېرولو وخت هم نه ورکول کېږي. د جګړې دواړه لوري ددغه ناورین او ظلم مسوولیت په غاړه لري. ځکه دا یوازې عادي او بې دفاع خلک دي چې د توپ د خولې قربانیان دي.

خو لا اوس هم داسې نه ښکاري چې په نژدې راتلونکي کې به سوله د افغانانو پر پرېشانه ژوند خپل سیوری خپور کړي.

داچې ولې سوله نه راځي ، زیات دلیلونه لري چې دلته د ځنیو مهمو څخه يې یادونه کېږي:

لکه چې وویل شو  د جګړې د ډګر عناصر تل بدلېږي او رابدلیږي او د زړو عواملو ځای نوي عناصر او عوامل نیسي. یو له مهمو دلایلو دادی چې ستر زبرځواکونو تل افغانستان د خپل منځي زور آزماینې د ډګر په توګه کارولی او کاروي.

ان له ۱۸۰۰ کال را په دیخوا سترو زبر ځواکونو افغانستاان د خپلو جګړو د ډګر په توګه کارولی او  نن هم سیمه ایز او نړيوال ځواکونه افغانستان د خپلو هدفونو او د خپلو جګړو  د ډګر په توګه کاروي.

د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د امریکا متحده آیالاتونه او ناټو له یوې خوا او شوروي اتحاد او د وارسا تړون غړي هیوادونو له بلې خوا د یو بل پر خلاف په نړۍ کې جنګېدل، خو دغه هیوادونه هېڅکله هم د یوبل پر خلاف په مستقیمه جګړه کې ورګډ نه شول، بلکې دوی خپله جګړه په نورو هیوادونو کې د نورو په وسیله پرمخ وړله، چې یو له هغه هیوادونو افغانستان دی چې دغه سترو زبرځواکونه د افغانانو په وجود کې د یو بل پر خلاف جنګېدل.

همدارنګه سیمې هیوادونه لکه پاکستان، ایران، هند او سعودي عربستان هم په افغانستان کې د خپل اغېز د زیاتولو دپاره په خپلو کې سره په سیالۍ بوخت ول او دي. له افغانستان څخه د شوروي اتحا د د پوځونو په وتلو او د  شوروي اتحاد  له ړنګېدو وروسته هم  په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسیده بلکې د جګړې عناصر بدل شول  او د جګړې ډګر ته نور هیوادونه او دننه په هیواد کې د کیڼ اړخه ځواکونو ځای د اسلامي ډلو خپل منځي جګړو ونیو، د کفر او اسلام په نامه د جګړې د شعارونو ځای د ژبې ، ملیت او مذهبونو او سیاسي اسلامي ډلو ټپلو ونیو ، د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ د جګړې ځای ،د امریکا او د نړیوال تروریزم ترمنځ جګړې ونیو.

د نن ستر زیرځواکونه لکه د امریکې متحده ایالاتونه او د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې پوځي، اقتصادي او سیاسي شتون لري. کپايتالیستي روسیه  او چین هم د خپل اغیز د ساتلو او زیاتولو په هڅه کې دي ، روسیه او چین پر نړیوال سیاست د اغیز ښندلو دپاره په نړیوال ډګر کې یو ځل بیا د زور آزماینې ډګر ته راوتي دي. ایران او پاکستان چې پخوا د شوروي اتحاد سره يې څرګنده دښمني کوله  په دغه زور آزموینه کې په خاصه توګه په افغانستان کې د روسيې او چين نژدې ملګرتوب کوي، هند چې په خوا د شوروي اتحاد ملګرتیا يې کوله د امریکې له متحدو ایالتونو سره د ملګرتیا د رامنځ ته کولو او ټينګولو په حال کې دی.

د افغانستان ټولې وسله والې ډلې چې د جګړې په ډګر کې فعال دي له همدغه هیوادونو څخه پیسې او وسلې تر لاسه کوي. وینو چې د جګړې انګېزې او عناصر په څه دپاسه تیره نیمه پېړۍ کې زیات بدل شوي. اسلام ددغه جګړې ددوام د اغیزمنې انګیزې او وسیلې په توګه لا هم خپل رول لوبوي او د جګړې دواړه خواوې غواړي له دغې وسلې څخه په اغيزمن ډول د یوبل پر خلاف کار واخلي، د اسلام د فکتور تر څنګ د ژبې ، قوم او مذهب عناصر هم په اغيزمن ډول د ښکيلو عناصرو له خوا په کار وړل  کېږي.

نو ویلی شو چې د افغانستان ناورین د کورنی او بهرنی عواملو یو ګډ او سره تړلی پېچلی بهیر دی چې په پرله پسې  ډول رنګ او عناصر بدلوي او دوام کوی. د جګړې پرمخ وړونکي عناصر کورني عناصر دي چې بهرنی ملاتړ له ځانه سره لري ، که کورني عناصر له جګړې لاس واخلي نو د بهرنیو عناصرو لاس وهنه هم پای ته رسیږي نو ځکه کورنی عامل خورا مهم او اغیزمن دی ، همدغه کورني حالات دي چې د بهرنیو مداخلو دپاره يې تل لاره پرانیستې ده، خو داسې حالات هم منځ ته راځي چې تر کورنیو عواملو بهرني عوامل پرېکړنده رول لوبوي. په دې ډول کورنی او بهرنی عواملو تل یو پر بل اغیزه کوې او له یو بله اغیزمن کیږي . لکه چې وویل شو کله هم بهرني حالات مهم او ټاکونکی رول لوبوي،  د بېلګې په توګه د حفیظ الله امین رژیم شوروي عسکرو نسکور کړ او د طالبانو رژیم د امریکې او متحدینو د مستقي مداخلې په پایله کې نسکور شو او نوی حاکمیت هم د بهرنیانو له نقشې سره سم رامنځ شو.

لکه چې په سریزه کې وویل شول افغانستان یو غریب او بې وزلی هیواد دی چې اکثریت خلک يې د سواد له نعمته مرحوم دي. وروسته پاتې والی ، بې وزلي، بې سوادي یو مهم عامل دی چې د تاریخ په اوږدو کې يې د افغانستان د خلکو برخه لیک غمجن او له مایوسیو سره مخامخ کړی. وروسته پاتې والی، بیسوادي سبب شوې چې استعمارچیان له دغه حالته په خپله ګټه کار واخلي.  اوهمدغه عوامل سبب شوی چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان دولتونه د هیواد پر ټولو سیمو پوره او بشپړ واک او ځواک ونه  لري او دولتي قوانین په ټول هیواد کې په ورته ډول پلي نه شي. پخوا هم سیمې تل د خانانو، ملکانو ، اربابانو، او د قومونو د مشرانو له خوا د سیمه ایزو دودونو او رواجونو په اډانه کې اداره او کنترولېدل او د ستونزو د حل دپاره د قوانینو په اډانه کې اقدامونه نه ترسره کېږي ، د ستونزو د حل دپاره د مشرانو د پریکړو پر بنسټ  اقدام کېده چې دا کار اوس تر پخوا بیخي زیات شوی دی. وروستیو جګړو د قانون اغیزې کچه د صفر تر بریده راټيټه کړې ده ، هيڅ واکمن او ځواکمن د ځان خلاف د قانون حکم ته غاړه نه ږدي، او همدغه خپل سري د ډېرو له پاره د سترو پانګو او شتمنیو لاره آواره کړې،  له دې کبله د سیمه ایز واک دهمدغه کړیو ترمنځ تل د واک پر سر جګړې او نښتې ترسره کېدې او اوس تر پخوا لا زیات او په څرګنده ترسره کېږي. سیمه ایز واکمنان کله ناکله د مرکزي دولت تر وړاندې کله چې ګټې يې په خطر کې لوېږي ، را پورته کېدل او نژدې هره ورځ او یا هر کله چې ګټې يې په خطر کې لويږي د دولت او واکمنۍ پرخلاف  پاڅونونه کوي او دغه کړۍ دننه په دولت کې ټینګې ستنې او پايې لري یا په بله ژبه په دولتې سیستم کې د شاملو لویو زورواکانو په مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ او هڅونه دغه سرغړونې او زور ښودنې ترسره کېږي.

په افغانستان کې تل د اشخاصو واک او شخصي نظریات د دولتي سیستم، قوانینو او پالیسیو  په پرتله مهم او غوره ګڼل شوی ، دا کار ان په هغه رژیمونو کې هم په زیات قوت سره ترسره شوی چې مترقي او دموکراتیک يې ځان ګاڼه ، د بېلګې په توګه که د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند واکمنۍ ته نظر وشي نو لیدل کېږي چې دغه رژیمونه د رهبرانو د ځان غوښتنې او لويي غوښتنې قرباني شوي، ددغه رژیم رهبرانو ان خپل ګوندي قانون چې اساسنامه بلل کېده او د همدغه  رهبرانو په یوې کوچنۍ کړۍ کې تصویب شوې ول ، ته وفادار  نه ول، ټولې پرکړې نه د ګډې رهبرې د پرنسيپ پر بنسټ ترسره کېدل بلکې د یو رهبر د محور پر بنسټ ترسره کېدل او  د رهبر ټولې کړنې سمې ګڼل کېدې او مخالفینو ته يې د منحرف ....خطاب کېده ، رهبر په هر څه پوه او له هر راز تیر وتنو خلاص ګڼل کېده ، د رهبر هره کړنه مترقي، انقلابي  او وطنپاله ګڼل کېده، او دغه فکري خط تر اوسه په کيڼ اړخه کړیو کې په زیات قوت سره دوام لري. ددغه ګوند ځنې پاتې شونې تر ننه پورې د مړو رهبرانو پیروان پاتې شوي او د فیسبوک پر پاڼه د خپل بت پرستې اوسانې خپروي او ځنې کسان آن رهبر ته د خپل وفادارۍ د ثابتولو دپاره د خپلو غیر قانوني چلندونو او اقداماتو څخه په ویاړ یادونه کوي، په کیڼ اړخ رژیم کې هم نن ته ورته بغاوتنونه زیات ول، چې د کودتا ګانو او بغاوتونو په بڼه رامنځ ته کېدل . له ۲۰۰۱ کال را په ديخوا دا کار تر بل هر وخت څخه زیات او بنسټیز شوی، په خوا که لویو ډلو پاڅونونه کول خو اوس یو عادي سیمه ایز قوماندان هم داډول بغاتونه کوي. د واک او د واک مخالفین تل په ادلون او بدلون کې دي دا په دې پورې اړه لري چې نن څوک پیاوړی او غښتلی دی او سبا  څوک غښتلی  او پیاوړی کېږي.

په ټول هیواد کې سیمه ایز مشران او  یاغیان چې ټاکلې سیمې يې تر واک لاندې دي، ددې پر ځای چې د سولې او د ملي واکمنۍ د ټينګښت دپاره کار وکړي  د خپل واک د غښتلي کولو او د زیاتو پیسو او اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو  دپاره کار کوي ددې کار دپاره له ګواښونو او وسلو څخه کار اخلي. موږ هره ورځ ددې زورواکانو او دهغوی د زورواکۍ ، یاغي ګرۍ او ګواښونو شاهدان یو. تورې کړئ خپل مجرمین په قومي اتلانو بدلوي او په دې ډول له ساده او بې خبره خلکو څخه د ځان او خپل مقام د ساتلو دپاره د سپر په توګه کار اخلي.

  ددولت له لوړو مقامونو نیولی بیا د لویو ښارونو په ګډون غرنۍ سیمې او لرې پرتې سیمې ،کلي او ولسوالۍ یا د سیمه ایزو ځواکمنو او یا د دولت د مخالفو وسله والو ډلو له خوا کنترول او اداره کېږي ، دغه سیمه ایز ځواکونه یا د تیر جهادي ډلو پورې اړه لري او یا هم د طالبانو د اسلامې تندلاري غورځنګ پورې ، لکه څنګه چې ویل کېږي د هیواد له څلوېښت څخه تر شپېته برخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده. دغه ډلې په ټولیز ډول د افغانستان اساسې قانون او نورو قوانینو او حقوقي سیستم ته هيڅ ارزښت نه ورکوي او هيڅ راز درناوی ورته نه کوي.

په اوسني وخت کې د افغانستان دولت د بېلابيلو جهادي او مافیايي ډلو د سهامي شرکت په توګه ، تر یو بریده په کابل او ځنې لویو ښارونو کې واک لري خو ان په کابل کې هم وخت ناوخت همدغه یاغي او د واک او پیسو تږي کله چې خپلې ګټې په خطر کې وویني د خپلو وسلو سره د دولت پر خلاف واټونو ته راواځي او د ارګ له دېوالونو څخه د آوښتو او د دولت د نسکورولو  ګواښونه کوي ، او ان د کابل ځنې سیمې خپل قلمرو بولي او دولتي واک چلنجوي، او ان د ولسمشر عکسونه په ګولیو ولي او په ښار کې د وحشت او وېرې فضا خپروي. له دې کبله د دولت واک تر ډېره یو سمبولیک او د جهادي مافیايې کړیو د ګټو انځورونکی واک دی. جهادي او مافیايي کړۍ هره ورځ د واک او زیاتو پیسو او شتمنیو د تر لاسه کولو دپاره په خپلو کې ډلې ټپلې او اتحادونه جوړوي ، کله سره دوستي او کله دښمني کوي.

په افغانستان کې شته بهرني ځواکونه پر دغه حالاتو سترګې پټوي او ان په پټه د ټاکلو ډلو ټپلو ملاتړ کوي، ددې کار دلیل دا دی چې دغه اختلافونه د افغانانو او افغانستان ګټو ته زیان رسوي او د یو بسیا او پر ځان متکي افغانستان د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی کوي ، چې داکار په خپل وار د بهرنیانو شتون اړین ګرځوي . نو ځکه په تیر ۱۸ کلونو کې جنګ سالارانو ته د قوي کېدو او پیاوړي کېدو زمینه برابره شوه څو افغانستان تر کنترول لاندې کړکېچ کې وساتي. لکه چې پیښو او حوادثو وښودله بهرنیو ته متمرد کسان ډېر ژر او په آسانۍ له صحنې ایستل کېږي.

د افغانستان د اوسنې حالت جرړلې د ۱۸۰۰ کلونو پیښو او واقعیتونو ته رسېېږي چې په دې ځای کې د موضوع د اوږدېدو له امله ترې تېریږو ، خو کېدی شي په کومه بله لیکنه کې که وخت یاري وکړه پرې رڼا واچول شي. خو د اوس دپاره به د ۱۹۷۳ کلونو له پېښو به يې پیل کړو څو له یوې خوا به مو د موضوع له اوږدېدو مخنیوی کړی وي او له بلې خوا د همدغه کلونو پېښې  دي چې زموږ د هیواد په حالت کې د ژورو او نه ستنېدونکي بدلونونو سبب شوي دي.

په ۱۹۷۳ کال د افغانستان سلطنتي نظام د یوې کودتا د لارې و پرځول شو او پرځای يې جمهوري نظام رامنځ ته او اعلان شو.

محمد داود د خپل صدرات په وروستیو کلونو کې ، د سلطنت مقام ته د یو لړ سیاسي ، ټولنیز او اقتصادي بدلونو وړانديزونه وړاندې کړل، چې د نوموړي د وړانديزونو په رڼا کې افغانستان اساسي قانون رامنځ ته او د افغانستان دموکراتیکه دوره پیل شوه خو دغه اساسي قانون د اختلافونو نوې کړکۍ پرانیستله، داسې چې د اساسي قانون له مخې محمددواود له خپلو ټولو سیاسي حقوقو څخه بې برخې کړی شو. محمد داود په افغانستان کې د ملي او مترقي شخصیت په توګه پراخ شهرت او محبوبیت درلود، د هغه د صدرات په دوره کې د افغانستان د ټولو پرمختیايي پروژو بنسټ اېښودل شوی ؤ او د یو نوي او مترقي افغانستان په لور یون پیل شوی ؤ. د دربار له خوا داسې یو غیر عادلانه چلند دربار او واک کې ستر درز رامنځ ته کړ. چې همدغه درز په راتلونکي کې د مغرضو ځواکونو له خوا وکارول شو.

تر دې دمخه که څه هم افغانستان د نړۍ  یو ډېر وروسته پاتې هیواد ؤ خو په ټول افغانستان کې  نسبي سوله او آرامي احساسېدله،  په تېره بیا د سلطنت وروستي لس کلونه چې د دموکراسۍ د کلونو په نامه هم یادېږي په افغانستان کې تر ټولو ښه کلونه ګڼل کېږي. ځکه د سولې تر څنګ یو دموکراتیک بهیر  د قانونمند کېدو او بنسټيز کېدو په حال کې ؤ او په هیواد کې یو لړ پرمختیايي کارونه هم د ترسره کېدو په حال کې ول خو دا پرمختیايي بهیر د سیمې او نړۍ په کچه ډېر کمزوری او د افغانستان د مخ په زیاتیدونکو اړتیاو د پوره کولو دپاره بس نه ؤ.

محمد داود خان چې د افغانستان د چټکې پرمختیا اندونه يې په سر  کې لرل  د یوې کودتا له لارې شاهي واک ته دپای ټکی کېښود او واک يې جمهوري نظام ته واستوه. محمد داود  چې تازه واک ته رسېدلی ؤ د هیواد د چټکې پرمختیا دپاره يې د یو لړ ژورو ټولنیزو ، اقتصادي او سیاسي بدلونونو د رامنځ ته کولو پروګرام ترکار لاندې ونیوه او غوښتل يې ډېر ژر هیواد مودرنه او د پرمختیا لوړو پوړیو ته ورسوي او په هیواد کې یو غښتلی دموکراتیک او پیاوړی نظام رامنځ ته کړي.

خو د محمد دواد پرمختیايې ریفرمونه د هیواد دننه او بهر د افغانستان د هوساینې او پرمختیا د دښمنانو له دسیسو سره مخامخ شول. یو شمېر مذهبي تند لارې ډلې په پاکستان کې د پاکستاني استخباراتو تر لارښوونې او سیوري لاندې، په افغانستان کې د حالاتو د ګډوډولو دپاره په پوځي کمپونو کې تر پوځي  روزنې لاندې ونیول شول، او دغه ورانکاري او تروریستي ډلې افغانستان ته د ورانکارئ او د پرمختیايي بهیرونو د تم کولو او له منځه وړلو دپاره واستول شول. یو شمیر نورو ښي اړخه کړیو هم دننه په دولت کې د کودتاګانو له لارې د جمهوري نظام د پرزولو هڅې وکړې خو بريالي نه شول. پاکستان او ایران او یو شمیر نورو هیوادونه په مستقیمه توګه د افغانستان د حالاتو د ګډوډولو د پاره لاس په کار شول.

دغه بدلونونو افغانستان د سیاسی ویش تر څنګ د پوځې او عقیدوي پلوه هم د ویش نوي پړاو ته یوړ. ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا پاکستان او ایران په ډاګه د افغانستان په چارو کې لاس غزونې او لاس وهنې  پیل کړې او د وسله والو ډلو په روزنه او سمبالونه يې پیل وکړ.

افغانستان چې لا په خوا هم د ستر زبرځواکونو د پاملرنې په دايره کې يې ځای درلود ، د حالاتو په ټکني کېدو سره یو ځل بیا د هغوی د پاملرنې په دایره کې راغی، ځکه وروستیو بدلونونو په افغانستان کې د زبرځواکونو تېر څلويښت کلن انډول بدل  او له خطر سره مخامخ کړی ؤ.

ستر ځواکونه د افغانستان پر بدلېدونکو حالاتو، د اغیز د ښندلو دپاره د فعالې سیالۍ ډګر ته راووتل او د رامنځ ته شویو حالاتو څخه د ګټې اخیستو دپاره يې خپل ټول امکانات په کار واچول.  شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتونه چې دوه نړيوال رقیبان ول په افغانستان کې د یو بل د اغېز د مخنیوي دپاره په خونړۍ سړه جګړه کې ښکېل شول لکه دمخه چې وویل شول دا ددوی ترمنځ مستقیمه جګړه نه وه ، بلکې دې جګړې ددوی د عواملو په وجود کې دوام پیداکړ. نوی جمهوري دولت چې د هیواد د چټکې پرمختیا په اراده او نیت بري ته رسیدلی ؤ د کیڼ اړخو د هرکلي او ملاتړ سبب شو ، ښي اړخو چې د بدلون د غیر کاپیتالیستي پرمختیا مخالف ول ددغه نظام مخالفت ته وهڅول ځکه خلکو ته د خطاب پروګرام چې د محمد داودخان له خوا اعلان شوی ؤ تر ډېره کيڼ لوری لرونکی پروګرام ؤ او د کيڼ اړخه عناصرو ونډه په دولت پکې زیاته وه، د بلې خوا مذهبي تندلارو چې د هر راز پرمختیا او بدلون مخالف ول د نظام پرخلاف  په بغاوت لاس پورې کړ او د پاکستان او ایران په ملاتړ يې د یوې ویجاړونکي کورنۍ جګړې اور بل کړ. نو د دغه ډلو د بغاتونو په پایله کې لومړنۍ وینې د پنجشیر، لغمان او ننګرهار په بغاوتونو کې تويې شوې او پوځي مخامختیا رامنځ ته شوه. په دې ډول  یوځل بیا د هیواد د وګړو سیاسي او پوځي وېشنه لا هم ګړندۍ شوه. که څه هم اسلامي تندلارو ډلو ان د سلطنت په وخت کې خپل سیاسي مخالفین وژل او د ښوونځیو پر انجونو يې تیزاب شیندل او په نورو زیاتو ناوړه چارو  یې لاس پورې کاوه، خو هغه وخت  دغه منفي بهیرونه تر ډېره تر کنترول لاندې ول او ډېر پراخه او ویجاړونکې بڼه يې نه درلوده.

افغانستان د ۱۹۷۰ کلونو په نیمايي کې د سړې جګړې په ډګر واوښت. سړه جګړه یوه ريښتنې جګړه نه وه ، خو  شوروي اتحاد او ملګري يې په یو اړخ او د امریکې د متحده ایالاتونه او ملګري يې په بل اړخ کې یو له بل سره په نړۍ واله کچه په سخته وسله واله سیالۍ کې ښکېل شوي ول. دواړه زبرځواکونو هڅه کوله تر ممکنه حده په نړۍ کې خپل واک او ځواک خپور او ټینګ کړي.

کله چې محمددواد خان واک ته ورسید نو شوروي اتحاد لومړی هیواد ؤ چې د افغانستان جمهوري نظام يې په رسمیت و پېژانده او  نوي جمهوري دولت ته يې پراخې اقتصادي او پوځي مرستې ورکولې،  کله چې  شوروي اتحاد ته د محمدداود تر یوه سفر وروسته د افغانستان اړیکې د ویجاړۍ په لور ولاړې او داودخان هڅه وکړه د لویديځ هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او افغانستان بیرته د انډول حالاتو ته راستون کړي، نو دې کار د شوروي مقاماتو قهر او غصه را وپاروله ، شوروي اتحاد (د ډېرو شواهد پر بنسټ ) ددغه بهیر د مخنیوي دپاره لاس په کار شو. د کیڼ اړخو او داود خان ترمنځ اړیکې هم ویجاړې شوې، محمد دواد له کابینې هغه وزیران وشړل چې کيڼ اړخي تمایلات یې لرل، په دې وخت کې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند دوه سیالې او دښمنې څانګې خلق او پرچم په ناڅاپي ډول سره یوځای او متحد شول. د پېښو او مخامختیاو بهیر ورځ تربلې چټکېده.

میر اکبر خیبر چې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند یو مهم او وتلی غړی ؤ ، په مرموزه توګه ووژل شو ( ویل کېږي چې میراکبر خیبر د جمهوري نظام څخه د ملاتړ پلوي کوله او هر ډول پوځي اقدام يې د هیواد په زیان باله، نو ځکه د ګوند د دوو برخو د وحدت نه وروسته میراکبر خیبر چې د پرچم د اړخ دویم شخصیت ؤ د سیاسي دفتر له غړیتوب څخه بې برخې کړی شوی ؤ، او همدارنګه د همدغه برخې د پټ پوځي سازمان مسوولیت هم ترې اخیستل شوی ؤ)  دا وژنه د باروتو انبار ته د تلي د وړاندې کولو په څېر وه او ددې سبب شوه څو د دولت اړیکې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند سره په بې ساري ډول  ترینګړي او ویجاړې شې، ځکه دغه ګوند د میر اکبر خیبر په وژنه کې دولت پړ وګاڼه او دولت هم  ددغه ګوند مشران زندان ته واستول. خو دغه ګوند چې لږه موده پخوا د خلق او پرچم د څانګو له یو ځای کېدو څخه رامنځ ته شوی ؤ او لا د یووالي ټول پړاونه يې نه ول وهلي او لا پوځي سازمانونه يې له یو بل پټ ساتل شوي ول ،  د سخت ازمایښت سره مخامخ شو. باید وویل شي چې د میر اکبر خیبر وژنه د نویو بدلونونو دپاره بهانه شوه ( د میراکبر خیبر وژنه د پوځي پاڅون علت نه ؤ بلکې ددې پاڅون له پاره بهانه وه) څو ګوند غبرګون وښايي ، دولت د ګوند مشران بندیان کړي او په دې ډول ګوند غبرګون وښايي، همداسې وشول د نوی یوځای شوي ګوند د یوې برخې پوځیانو چې حفیظه الله امین يې مشري کوله ، په کودتا لاس پورې کړ، او جمهوري نظام يې  د یوې خونړۍ کودتا له لارې نسکور کړ او واک يې د افغانستان خلک دموکراتیک ګوند ته واستوه.  بې له شکه ویلې شو چې د میر اکبر خيبر وژنه د همداسې پېښو د رامنځ ته کولو سره په تړاو کې ترسره شوی ؤه. یوه خبره څرګنده ده چې ددې کودتا په اړوند د واحد ګوند په مشرتابه کې کومه پریکړه او فیصله نه وه شوې ، ځکه لا ددواړو څانګو پوځي برخې سره بېلې او له یو بله پټې وې او له بلې خوا په پوځي پاڅون کې هم یوازې د یوې برخې پوځیانو برخه اخیستې وه، او تر بري وروسته د ګوند یو اړخ واکمن شو . ددې بدلون له امله لويديځ ته د افغانستان د نژدې کېدو بهیر له ماتې سره مخامخ شو او افغانستان تر په خوا زیات شوروي ته نژدې شو او له لویدیيځ سره يې نژدې په بشپړه توګه خپلې اړیکي له لاسه ورکړې په دې ډول د سړې جګړې اور لا پسې تود شو. دې بدلون یو ځل بیا افغانان په خپلو کې سره وویشل اود واک د تر لاس کولو لږه موده وروسته په ګوند کې دننه هم نورې خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې چې هرې پېښې هم همدغه ګوند په نورو کوچنیو ډلو وویشه او هم ټولنه . پر ګوند د دسیسو او وحشت فضا خپل سیوری خپور کړ ، ګوندي قوانین په بشپړه توګه تر پښو لاندې شول او ګوندي غړي د ګوند پر ځای د ګوندي شخصیتونو تر شا ودرېدل ، په ټولنه کې هم د عدالت ، قانونیت اصل ترپښو لاندې شو ، وېرې او ډار پر ټول هیواد خپل وحشتناکه سیوری خپور کړ . په ګوند کې د واک ډارونکې او وژونکې سیالي پیل شوه هر شخص د خپلې بقا دپاره او د خپل مخالف د له منځه وړلو دپاره له خپلو ټولو وسایلو او امکاناتو کار اخیسته چې داکار ان د رهبرانو د فزیکي له منځه تللو سبب شو، دغه بهیر هیواد د سختې بې ثباتۍ سره مخامخ کړ او دې کار شوروي ته د پوځیانو د استولو لاره آواره کړه او ډېر ژر يې افغانستان ته خپل پوځیان واستول او پوره لس کاله په افغانستان کې په یوه خونړۍ جګړه کې ښکېل شول.

د امریکا متحده ایالاتونو د شوروي ددې کار په ځواب کې د افغان یاغي ډلو ته پیسې او وسلې نورې هم زیاتې کړې. دغه  ډلې چې پيسې او وسلې يې تر لاسه کولې تندلاري اسلامي ډلې وې چې اوه ډلې يې په پاکستان او اته يې په ایران کې د جهاد تر نامه لاندې په افغانستان کې جنګېدل. تر ۱۹۸۹ کال د شوروي ټول پوځونه له افغانستان څخه ووتل.

خو تر ۱۹۹۲ کاله پورې، لا هم د دولتي پوځونو او د جهادي ډلو ترمنځ سختې او خونړۍ جګړې روانې وې. دغو جګړو افغانستان وران او ویجاړ کړ.

د شوروي پوځیانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د سولې دپاره ښه چانس او امکانات رامنځ ته شوي ول، جهادي ډلو او د پخوانۍ واکمنۍ یوشمیر کړیو د سولې هغه پلان چې ملګرو ملتونو يې ملاتړ کاوه له ناکامۍ سره مخامخ کړ ، په دې ډول افغانانو د سولې یو طلايي چانس له لاسه ورکړ.

په ۱۹۹۲ کال د جهادي تنظیمونو ترمنځ سختې او خونړۍ جګړې پیل شوې چې یوازې په کابل کې تر ۷۰ زره کسان ووژل شول، کابل ویجاړ شو او په زرګونو د کابل ښاریان د وطن پرېښودو ته اړ شول. دولتي نظام ړنګ او ټولې ملي شتنمۍ چور او تالان شوې.

په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو تندلاري  مذهبي غورځنګ د افغانستان واک ولکه کړ او په سلو کې ۹۰ د افغانستان خاوره يې تر خپلې ولکې لاندې راوستله.

طالبانو چې د غلو او جګړه مارو څخه د وطن د ژغورلو تر شعار لاندې واک تر لاسه کړ، د خپلو ژمنو خلاف يې واک یوې ملي او ناپېلې ادارې ته ونه سپاره د کوم څه چې دوی يې ژمنه کړې وه .

طالبانو له اسلام څخه د خپل تعریف پر بنسټ د یو داسې نظام د واکمنولو هڅه وکړه چې  افغانستان يې د پرمختیا له کاروانه څو پېړۍ په شا وتمبوه او افغانستان  له ټولې نړۍ سره خپلې اړیکې له لاسه ورکړې.

افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې د ترهګرو دپاره په ښه او ډاډمن ځای بدل شو، ددې کار دلیل دا ؤ چې ، هغه هیوادونو چې افغانستان ته يې د خپلو هیوادونو جنایتکاران د جهادیانو په جامه کې استول ، خپلو هیوادونو ته ددغه ډلو د بیرته ستنیدلو مخالف ول او غوستل يې دغه ډلې یا له خپلو هیوادونو لرې وساتي او یايې  له منځه یوسي ، ځکه دغه ډلو چې په جګړو کې ښه مهارتونه تر لاسه کړي ول د خپلو هیوادونو ثبات او امنیت ته  لوی خطر پېښولو نو ځکه يې غوښتل څو دوی له خپلو هیوادونو څخه لرې وساتي او ددې کار دپاره ښه ځای افغانستان ؤ. پاکستان چې تر ټولو زیات د افغانستان په ناورین کې ښکیل هیواد ؤ او دی،  هم یو لړ هدفونه لرل ، لومړی داچې دغه ډلې يې له خپل هیواد یانې پاکستان څخه بهر مصروف  ساتل غوښتل او د همدغه ډلو په مرسته يې افغانستان تر خپل کنترول او اغیز لاندې ساتل غوښتل او همدا رنګه يې غوښتل له هند سره په جګړه کې دغه ډلې  د خپل غیر رسمي پوځ په توګه وکاروي او همدارنګه له نړۍ څخه د باج اخیستو دپاره  دغه ګټوره وسله تل په خپل کنترول کې ولري. دا ډلې کولی شي افغانستان تل په ګډوډۍ او نا امنۍ او وروسته پاتې والي کې وساتي او دې کار یانې په افغانستان کې د نا آرامۍ او جګړو شتون، پاکستان د افغانستان پر طبعي زیرمو او اوبو واکمنولو  او په یو ډول يې د پاکستان واک پر افغانستان ټينګاوه. پاکستان ددغه ډلو په وجود کې نه یوازې د افغاننستان د خپلولو خوبونه لیدل او ویني بلکې پر مرکزي اسیا د واکمنیدو خوبونه هم لیدل او ویني.

د امریکې د متحده ایالتونو په پالیسۍ کې د بدلون له امله چې د سپتمر د ۱۱ د پېښې په پایله رامنځ ته شوه ، پاکستان بیا د ځان دپاره د نوې ګټې لاره پرانیستله ، پاکستاني واکمنو د طالبانو او د بهرنیو جګړه مارو هغه برخه چې پاکستان ته يې ستنېدل، پاکستان په خپل زیان ګڼل ، د یولړ اقتصادي امتیازونو او پیسو په تر لاسه کولو سره ، په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو د عملیاتو په بهیر کې له منځه یوړله او یوشمېر يې ژوندي امریکې ته وسپارل خو پراخه برخه يې چې د پاکستان ګټو ته لا وفاداره ول او پاکستان پرې بشپړ کنترول درلود ، پاکستان ته يې د ستنېدو او پټېدو اجازه ورکړه او په پاکستان کې پټ شول ان د القاعده مشر اسامه يې هم یوې پوځي اډې ته څېرمه پټ کړ، څو د راتلونکو عملیاتو دپاره يې بیا چمتو کړي. پاکستاني واکمنو د طالبانو پخوانۍ مشرتوب په تدریجي ډول له منځه یوړ او نوي کسان يې ددغه غورځنګ رهبرۍ ته وټاکل څو روانه جګړه تر خپل بشپړ کنترول لاندې توده وساتي او پاکستان ته له دې لارې نور امتیازونه تر لاسه کړي.  

طالبان پرته له دریو هیوادونو  د نړۍ د بل هېڅ هیواد له خوا په رسمیت پېژاندل شوي نه ول. که څه هم د طالبانو غورځنګ ته په پیل کې پراخ مثبت تبلیغات کېدل او مشرانو يې د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته خپل استازي استول ، خو په ټولیزه توګه لويدیزو هیوادونو د داکتر نجیب الله د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته افغانستان پاکستان او ایران ته خوشې کړی ؤ  او ددغه هیوادونو وفاداره ډلو ټپلو افغانستان د وینو پر حمام بدل کړی ؤ.

ایران هم په افغانستان کې سترې ګټې لري چې د افغانستان په کمزورتیا کې يې تر لاسه کولی شي ، چې د افغانستان طبعي زیرمې او اوبه هغه څه دي چې ایرانیان يې له ویلو ډډه نه کوي. نو ځکه ایران هم د افغانستان دپاره اته ګوني روزلي او د یو شمیر افغاني ضد ډلو ټپلو پټ او ښکاره ملاتړ کوي. طالبان چې تر ډېره د سعودي عرب تر چتر لاندې ول ، ایرانیانو ترې د خطر احساس کاوه نو ځکه يې امریکا ته د افغانستان د نیولو شین څراغ ښودلو ، خودې کار تاکتیکي بڼه لرله ، دوی د عربستان پلوي نظام ړنګول غوښتل چې ړنګ شو او په پراخه پیمانه يې په افغانستان خپلو عواملو د نفوذ او شتون لاره آواره کړه، د طالبانو تر ماتې وروسته ایران په مختلفو بڼو خپلو شتون په افغانستان کې غښتلی کړ ، او ان د افغانستان جمهوري ریاست يې هم د پیسو په زور تر خپل کنترول لاندې راوست.

د دوه زره کال په پیل کې د امریکې متحده ایالتونه بیا د افغانستان مسالې ته علاقه مند شو او په ۲۰۰۱ کال د امریکې متحده ایالتونو د یو شمیر نورو هیوادونو په ملګرتیا د تروریزم خلاف جګړه اعلان او افغانستان ته يې خپل پراخ پوځیان واستول. دا وخت اوسامه چې د القاعده مشر ؤ او د سپتمبر د پېښو مسوولیت يې منلی ؤ ، په افغانستان کې اوسېده او ډلې يې په افغانستان کې پوځي تمرینونه ترسره کول.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اومه نېټه امریکې او بریتانیا پر طالبانو خپل پوځي برید د شمالي ټلوالې په ملګرتیا پیل کړ.

طالبانو تر ۹ اونیو وروسته ماتې وخوړه او زیات شمېر کسان يې د شمالي تلوالې له خوا ووژل شول خو  یو شمېر يې پاکستان ته په تېښته بریالي شول.

نژدې ۱۸ کاله کېږي د طالبانو خلاف جګړه دوام لري او په زرګونه بهرنی او کورنی پوځیان په کې برخه لري خو  لا تر اوسه هم د ثبات او د جګړې د پای ته رسیدو څړک نه تر سترګو کېږي،  بلکې جګړې تر په خوا  زور اخیستی او هره ورځ ګڼ شمېر بې ګناه خلک د جګړې قرباني ګېږي اوس له اتلس کلونو وروسته نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسیدلې چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او باید د خبرو او پخلاینې له لارې دغې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

کله چې د طالبانو رژیم نسکور شو د یو نوي سیاسي سیستم د جوړولو بحث مطرح شو ، اساسې قانون، ولسي جرګه ، ټولټاکنې او مدني سازمانونه او ګوندونه  جوړ شول ، د مطبوعاتو او بیان آزادي او یو لړ نور اقدامونه ترسره شول ، خو لکه چې ویل کېږي کوږ بار ترمنزله نه رسي ، د افغانستان د دموکرتیک کولو هلې ځلې هم له هماغه پیله له ناکامې سره مخامخ ول، امریکې او نوروهیوادونو په میلیاردونو  ډالره د دولتي جوړښتونو او دموکراتیکو بنسټونو د را منځ ته کولو دپاره واستول چې  په تاسف سره دغه پیسې د کوم هدف دپاره چې ټاکل شوي ول و نه لګېدې بلکې له دغه پیسو څخه د فساد د واکمنانو ماڼۍ لوړې او اوچتې شوې او د تمې خلاف د خلکو په ژوندانه کې د پام وړ بدلون منځ ته رانغی، هیواد یو ځل بیا د قوماندان سالارانو او پاټک سالارانو د واک پر زونونو وویشل شو او سیمې د ځواکمنو جنګسالارانو شخصی مالکیت وګرځول شوې.  ددموکراتیک نظام د جوړولو دپاره غیر دموکراتیک ، فاسده او مافیايي عناطر چې د ماهیت له پلوه يې له طالبانو هیڅ توپیر نه درلود ، غوره شول. بشري ضد کړنې، د ملي دارايي ګانو چور ، ظلم او زیاتی ددغه ډلو ريښتنی او اصلي ماهیت ؤ چې له دولتي امکاناتو او د بین المللي ملاتړ څخه يې په ګټې اخیستو سره خپلو ناوړه چلندونو ته رسمیت ورکړ او د زورواکانو د تیریو او ورانکاریو تر وړاندې هر ډول قانوني کړنې ناممکنه کړی شوې، فاسده کړۍ د دولتي ارګانونو په ټولو پوړیو کې ځواکمن شول، اساسي قانون او نور قانونین یوازې د کمزوره او بې دفاع خلکو دپاره په پام کې ونیول شول خو د زورواکانو دپاره هيڅ ډول قانون شتون نه لري. زورواکان یوازې د زور قانون پېژني چې زور یوازې د بهرنیو ځواکونو سره دی چې هغوی دغه زور د هغه زورواکانو په خلاف کاروي چې ځانونه ورته زمریان ښکاري او هیروي چې چا د موږک له دریځه دې دریځ ته رسولي دي. نو ځکه   هيڅ زورواکی د خپل جنایتونو په خاطر محکمه کېدی  نه شي ، په داسې حالاتو کې خلک د ځان ددفاع دپاره هیڅ  هيله او امید نه لري، یا باید وطن خوشي کړي او یا باید وسله په لاس کې واخلي.

په داسې حال کې چې جګړه ورځ تربلې شدت پیدا کوي او د جګړې قربانیان زیاتېږي. امریکې او متحدینو يې د خپلو تلفاتو د کمولو دپاره خپلې قوای تر ۱۵۰۰۰ پورې کم کړې  او په وروستۍ پریکړه کې ۷۰۰۰ نور امریکايي پوځیان به ډېر ژر له افغانستان څخه ووځي ، په دې ډول د جګړې اصلي فشار د افغانستان پر کمزوري وسله وال پوځ تپل کېږي ، دا پوځ چې د وسلو او تجهیزاتو له پلوه په ناوړه حالت کې ځای لري او په تیرو ۱۸ کالونو کې د پوځ ټول امکانات د فاسدو واکدارانو له خوا لوټ او تالان شوي .د فاسدو کړیو د بې کنتروله اختلاس له امله ان سرتیرو ته په مړه کېډه خواړه او لازمې جامې نه ور رسيږي. خو فسادې کړۍ له همدغه امکاناتو د میلیاردو خاوندان شول.

جنګسالاران او مافیايي ډلې او مذهبي تندلارې د پرمختیا او ددموکراتیکو بدلونونو سره هيڅ ډول علاقه نه لري او په خپل ټول ځواک او قدرت په هیواد کې د مثبتو بدلونونو د رامنځ ته کېدو او د قانون پر بنسټ د یوې ټولنې د رامنځ ته کېدو په لاره کې خنډو رامنځ ته کوي

لکه دمخه هم وویل شو لویدیځ د سترې او بې سارې پانګې سره افغانستان ته راغی ، له ۲۰۰۱ کال راپه دیخوا په بلیونونو ډالرې افغانستان ته دننه او له افغانستان څخه  بهر شوې چې پر دغه پيسو په افغانستان کې د یو غښتلي دولت د رامنځ ته کولو امکانات خورا زیات او بې ساري ؤل ، خو دغه پیسې نه د هیواد په رغونه او ودانولو ولګول شوې او نه د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت دپاره ترې کار واخیستل شو  بلکې دغه پیسې د کورنۍ مافیا او بهرنیو فاسدو کړیو د چاغېدو او شتمنیدو په لاره کې ولګول شوې او د جګړې د اورونو د لا زیات تودولو دپاره وکارول شوې. نن همدغه فاسدې کړۍ د سولې سره مخالفت کوي ، ددوی د مخالفت دلیل د دموکراتیکو ارزښتونو ساتل او ژرغورل نه دي ځکه په افغانستان کې په حقیقت کې نه کومه دموکراسي شته او نه انساني ارزښتونو ته څوک ارزښت ورکوي، ددوی د مخالفت دلیل د چور او غلا د بازار تود ساتل او په دغه بازار کې د ځان دپاره د هټۍ د تر لاسه کولو هڅې دي.

وروسته له اتلس کلونو د افغانستان دولت لا هماغسې کمزوری او په بهرنیو مرستو ولاړ دی که چیرې نن بهرنۍ مرستې ودرول شي د افغانستان دولت په ډېره لنډه موده کې نسکورېږي. فاسدو واکدارانو د هیواد د بنسټیزو بنیادونو د رغولو او جوړولو دپاره هيڅ کار ونه کړ  او که چا هم داسې هیله څرګنده کړې وي نو ټولې فاسدې کړۍ يې مخې ته دريدلي ، افغانستان په داسې حالت کې ساتل شوی چې تل پر بهرنیو مرستو ولاړ وي. نو کله چې دولت له هره پلوه په بهرنیو مرستو تړلی  پاتې دی ، نو له داسې دولت څخه نه باید د خپلواک چلند او کړنې تمه وشي ځکه مرسته کونکي هم د مرسټې دپاره خپل شرایط لري ، او دولت ناچار دې ټول هغه څه ومني چې مرسته کوونکي يې ترې غواړي نو ځکه ویلی شو چې دولت هيڅ ډول ملي ګټې نه لري او نه شي کولی د ملي ګټو څخه په ژمن ډول دفاع وکړي. نو ځکه وینو چې د ډېرو مهمو ملي مسایلو په اړوند دولت غبرګون ښودلی نه شي او چوپه خوله پاتې کېږي. دولت او هیواد په حساس پړاو کې دی که څه هم دا دولت د خلکو له حقوقو او ملي ګټو څخه د دفاع وس او توان نه لري خو بیا هم  ددولت نسکورېدل به د سیمې د هیوادونو پراخو لاسوهنو او تېریو  ته لاره هواره کړي او په پایله کې به یوه بله خونړۍ او ویجاړونکې جګړه رامنځ ته  شي.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان په افغانستان کې د یو غښتلي او پیاوړي دولت د جوړیدو سره مخالفت لري او دوی د اوسنۍ خلاصې فضا او ګډوډۍ نه په ناوړه ګټې اخیستو سره د هیواد د لا بې ثباته کولو دپاره پرله پسې هسې کوي. دوی په مختلفو بڼو وسله والې ډلې رامنځ ته او په وسلو سمبالوي.

نو د پورته حقایقو څخه دا پایله تر لاسه کوو چې افغانستان داسې یو پړاو ته نه دی رسیدلی چې د لویو او کوچنیو مداخله کوونکو هیوادونو د لاس وهنو مخه ونیسي ، د افغانستان د جګړې ښکیل اړخونه د افغانستان د راتلونکي په اړوند ګډې پریکړې ته نه دي رسیدلي. نه یوازې ګډې پریکړېکړې ته نه دي رسیدلي بلکې ان په دې اړوند د ګډو خبرو سره علاقه مندي هم نه څرګندوي. په افغاني کړیو کې هم د ملي ګټو پر بنسټ د اختلافو د حل دپاره ګډه اراده نه ده رامنځ ته شوې، لا اوس هم د جګړې اړخونه یو بل د خبرو پرمیز نه مني. د اکثرو جګړه مارو کړیو واک او اختیار د پردو سره دی چې د تمویلونکو له موافقې پرته دوی د هيڅ راز سولې د عملي کولو پریکړه نه شي کولی. نو ځکه د جګړې د پای ته رسیدو لرلید لا خړ او نا څرګنده برېښي.