افغان ځانګړو ځواکونو اتلواله وکړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 د روان کال د مرغومي په ۴ پلازمېنه کابل کې د افغانستان دښمنانو د وحشت او جنایت په ترسره کولو سره د خلکو ارام واخیست، ځکه قضا ماسپښین د موټر بم له چاودنې سره د ټولو زړونه ولړزېدل. چاودنه فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو معینیت ته څېرمه وشوه، چېرې چې د خلکو د استوګنې کورونه هم دي

.

د تورو لوخړو له پورته کېدو سره د یو شمېر هیوادوالوګل ځوانۍ هم ایره شوې، ځکه وحشي دښمن دا ځل زموږ هغه هیوادوال په نښه کړل کوم چې د افغانستان د عظیم ولس د مېړنیو شهیدانو د درنو کورنیو او اولادونو په پالنه بوخت وو. هغوی ته یې خدمات او اسانتیاوې برابرولې، مګر وحشي دښمن زموږ دغه د خیر او ښېګڼې لښکر د خپل وحشي برید ښکار وګرځاوه.

د چاودنې له غږ سره د هیواد امنیتي او دفاعي او په ځانګړي ډول د ځانګړو ځواکونو منسوبینو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول او هلته په ودانۍ کې د ایسارو هیوادوالو د ژغورنې لپاره یې خپل هر خطر او تهدید په ډېره مېړانه ومانه. د دوی د پر وخت اقدام او مسلکي چلند له برکته سلګونه هیوادوال خوندي د پېښې له ځایه ووتل، مګر درېغه چې د وحشي دښمن په برید کې یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.

د افغانستان دښمنان چې زموږ له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په مخامخ جګړه کې مات شوي او له خپل بري څخه نهیلي شوي، نو د خپلې دغې بدنامې ماتې د پټولو، د وېرې او وحشت د خورولو لپاره عام ملکي وګړي، سپېڅلي ځایونه، عامه تاسیسات او خصوصاً هغه ادارې او بنسټونه په نښه کوي چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره مرستې کوي.

د افغانستان دښمن ښه په دې پوهېږي چې نامشروع او پردۍ جګړه یې زموږ پر هیواد او ولس تپلې او د خپلو بهرنیو بادارانو د خوشالو او یو څه مادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ زموږ عام هیوادوال شهیدانوي، کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي او بې سرپرسته کوي یې.

مګر د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي چې په دغه ډول بریدونو، وحشتونو او جنایتونو سره دوی خپلو ناوړو موخو ته نشي رسېدلی، ځکه افغانستان او افغانانو د خپل اوږد او ځلانده تاریخ په اوږدو کې د هیڅ یرغل کوونکي او زبرځواک پر وړاندې خپل سر نه دی ټیټ کړی او نه هم په زور د چا تابع شوی دی. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په مېړانه د خپل هیواد او خلکو دفاع کړې او لا هم په دې برخه کې ملاتړلي ولاړ دي.

د افغانستان دښمنان دې د تېرو اولسو کالو له وحشتونو او جنایتونو لاس واخلي، نوره دې خدای ته رجوع وکړي، د ذلیل دښمن له څنګ نه دې لیرې والی اختیار کړي او د خپل عظیم ولس تر څنګ دې ودرېږي، د هیواد د بربادۍ پرځای دې د ابادۍ لاره اختیار کړي. که چېرې دوی خپل وحشت، جنایت او جنګ ته ادامه ورکړي، نو د هیواد مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې په هر ځای کې ولټوي، وبه یې ځپي او له منځه به یې یوسي.