ای اوښکو رو ورېږئ لپې ډکې د غمو دي
ډېوې رو رو سوزېږئ لا مزلې د تیارو دي
سوزیږئ خو ځګیروي د سوزیدو او سوز و نه کړئ
تیارو ستوني زبېښلي د رڼا په غړوندو دي
سست شوي د باور مزي په دې عجب دنیا کې
زموږ ساده لوحۍ ته په کمین ناست په دوکو دي
د چل او د فریب په ژبه سپین کړي تور مخونه
ډېر پانګې یې لوټ کړي لا په تمه د شیبو دي
دوی نه دي پرښتې چې ګرځي تل سپینو جامو کې
تسبې په ګوتو اړوي په زړو ډک له فتنو دي
پاکي نه د جامو او نه د ږيرې په انډول ده
پټ کړي یې تور کړنې په دروغجنو قلقلو دي
په سیند کې صدف شته دی خو هر کاڼی صدف نه دی
ټوټې د الماس نه دي دا بڅرکي د ښیښو دي
له تومنې چې ناولې وی وینځل به یې پاک نه کړي
په جهل چې لوی شوی وي دښمن د پلوشو دي
چې زړه یې د ماشوم له خنداګانو ګلاب نه شي
د کاڼو تش بتان دي تش له روح او ولولو دي
چې سترګې شي ړندې د عقل کله ښکلا ویني
چې سر کې شعور نه وي، دښمن د خپل پردو دي
دښمن که درته خاندي په خندا یې مه تېر وځئ
موسکا د قصاب ګورې د پسه له ربړیدو دي
چې زموږ د پاکو هیلو کرونده کې کر د شر کړی
دوی غله زموږ د سولې، نېکمرغۍ او خوښېدو دي

د وخت په چيغه د جرګو او د مورچو قیصې دي
موږ کښی لا هاغسي د خپلو او پردو قیصې دي
که د ګل خواکښي د ازغو تیرې تیرې قیصې دي
زخمي بلبل هم د وږمو نغمې نغمې قیصې دي
د یار نوم واخلی د راتلو خبره یې تاو را تاو کړی
د رویبارانو خولو کښي دا رنګي ړندې قیصې دي
ځنګل کښی منډي، په ګودر چکري، در کښي ګدا
ستا د دیدن د لیونتوب څومره خوږې قیصې دي
دا چي دستا د لوري باد مشک و عنبر را پاشي
خو ستا کمڅۍ وايي چي لا ډیري اوږدې قیصې دي
څاروانه ته دي قافله ګورې په خیال لیږدوه
په لویه لاره کښی پیدا ډیري کږې قیصې دي
ستا اشارې ما هڅوي د قربانۍ ډګر ته
دا راته وایه که څه نوي که زړې قیصې دي
ستا د جبین په رڼا ګانو خو شک نه شي کیدای
ولي د وخت په توره شپه کښي لا تیارې قیصې دي
خټک تر مرګه پوري ستا لاري ته بیا بیا کتل
ته به راغلې وای خو لاره کښي کږې قیصې دي

چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا
زه به نه کړم هېرې نورې سترګې ستا
يا د باز يا د طاوس يا د شاهين دي
يا د تور هوسي که ګورې سترګې ستا
لکه وژغوري کبلی په سنبل زار کې
د خواره اوربل تر سيوري سترګې ستا
لکه پټ سواره د جنګ نېزې په غاړه
دا اوږده باڼه پرې پورې سترګې ستا
چې دې هسې و هر در و ته ولاړ کړ
د عاش دی اور په کورې سترګې ستا
لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي
زه چې ووينم ميخورې سترګې ستا
چې دې غوښت هغه ديدن دی ورته ګوره
که خوشحال نه دي کورې سترګې ستا

سپين مخونـــــــه تور کودي شي په پيرۍ کې
سم قدونه کوږ لـــــــــرګـــــي شي په پيرۍ کې
لکه شمع د سحــــــر آفــــــــــــتاب د ژمــــــــــي
هم بې تاب و هم زېړئ شي پـــــــــه پـــيرۍکې
يو طرف ته ئې سر رېږدي بل خــــــوادرومــــي
خپل صورت تمام پردئ شي پـــه پـــــيرۍکې
مړ لا ښه وي پس له مرګه بيا ژونــــــدئ شــي
نشته دا چې څوک زلمئ شي پــــه پـــيرۍکې
که څه وخوري لـــــــــکه زهــــــرنـــــــــه درېـږي
نه څه څښئ او نه خوړئ شي پـــــه پــــيرۍکې
دا ځواني ده چې څه آورې يا څـــــه وينـــــــــــې
نه ليدئ نه آورېدئ شي پــــــه پـــــــيرۍکـــــې
ای رحمانه پيرۍ هــــــــسې عــــــــاجـــــــزي ده
که رُستم وي زړه پرې سوئ شي په پيرۍ کې
شاعر: عبدالرحمان بابا

زیاتې مقالې …