پښتو، پښتانه او پښتونواله

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى 

  

پښتو رسم، پښتو ڼګ دی پښتو پت دی

په پښتو که پښتون پوه شي پښتو وکړي

پښتو دود دی د پلرو پښتو غیرت دی

پښتانه که لږ غیرت په پلرو وکړي

 

پښتو مینه ورورولي اصل نصب دی

پښتو مینه د وطن ده آزادي ده

پښتو ده غزیزولي پښتو ادب دی

پښتو لوړ همت غرور دی آبادي ده

پښتو ځانته ښوونځی ځانته مکتب دی

چې پښتون له پښتو وځي بربادي ده

 

پښتون تل ولاړ په ڼګ او په عزت دی

څه سیالي به یې بل قام د جرګو وکړي

 

که څوک پورته یو قدم په محبت کړي

پښتانه به په جرګو باندې ورځي

ریاکاران په ځان حرام د خدای جنت کړي

پښتانه به په پښتو باندې ورځي

هر پښتون د بل پښتون ڼګ او غیرت دی

د ڼګ ځای ته په ڼګو باندې ورځي

 

د پښتون هر یو سلوک جوړ له غیرت دی

رسوا کېږي څوک چې خیال د بدو وکړي

 

پښتو زده کړه پښتو پوهه درناوی دی

پښتو حق رښتینولي د ژوند د چارو

پښتو سوله امنیت او پوهاوی دی

پښتو تل پښتون ساتي له بدو لارو

پښتونواله ماتول لوی سپکاوی دی

پښتو کلک جواب ورکړی د بد کارو

 

پښتو علم دی کولتور دی معرفت دی

پښتانه که علم خپل په پښتو وکړي

 

پښتو وايي آزادۍ او استقلال ته

پښتون ځکه غلامي نه شي منلی

درناوی کوي پتمن دغه کمال ته

پښتون بل ته سلامي نه شي کولی

که څوک وګوري خیرن پښتون جمال ته

پښتون هسې حرامي نه شي منلی

 

پښتونواله صداقت او محبت دی

غافلان که شي راويښ توجه وکړي

 

خو افسوس افسوس زمونږ په پښتونواله

پښتانه له خپله حاله خبر نه دي

وروسته پاتې دي له علمه له کماله

اولادونه یې بې کسبه بې هنر دي

کور او کلی یې تقسیم دی وطنواله

پښتانه یې راوېشلي لر او بر دي

 

هسې رنګه ژوندون مونږ ته خجالت دی

مـشران د قام دې غم د بچو وکړي

 

اوس لا ځینې ځینې نوي نوکران دي

په پیسو باندې خرڅ شوي خدمتګاره!

منکر شوي په نامه د لوی افغان دي

په ښکاره یې د پردو نیولې لاره

دښمنان د لوی پښتون پښتونستان دي

نظریات یې شیطاني او ډک له عاره

 

ستر هدف یې د افغان دښمن خدمت دی

پښتانه به يې چاره چارو وکړي