وروستي مطالب
ولسمشر غني د طالب بندیانو د بښلو او خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ
سهشنبه, 20 حوت 1398 22:57
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل په مناسبت د دغې ډلې د زندانیانو د عفوې او خوشې کولو اړوند فرمان لاسلیک کړی. د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده
د پښتنو قامي جرګه: افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنه بنده شي
سهشنبه, 20 حوت 1398 22:52
په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنې بندې شي او ټولې خواوې دې د نړیوالو قانونو په رڼا کې د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي.
دا جرګه په باچا خان مرکز کې د عوامي نشنل ګوند په بلنه نن سې شنبه جوړه شوې وه او د سیمې حالات او په پاکستان کې د پښتنو ستونزې په کې وڅېړل شوې
کرزی: د هېواد اوسنی وضعیت د امریکا سپک چلن او سیاست پایله ده
سهشنبه, 20 حوت 1398 22:41
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دا یې د د افغانانو پر وړاندې د امریکا د سیاست او سپک چلن پایله بللې ده.
نوموړي نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ولسمشرۍ د لوړې موازي مراسمو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه د همدې سپک چلن ثبوت دی
محمد اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه
دوشنبه, 19 حوت 1398 14:15
د طالب بندیانو خوشي کولو موضع ته په اشارې ښاغلي غني وویل، د دې بندیانو خوشي کېدل د افغانانو له امنیت سره تړلي، او که طالب بندیانو خوشي کېږي نو تاوتریخوالی باید ورسره کم شي او باید دا تضمین وي چې د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي
عمران خان محسن دوړ او علي وزیر ته کابل ته د سفر اجازه ورکړه
یکشنبه, 18 حوت 1398 20:30
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړي وزیر عمران خان په سپارښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره کابل ته ولاړ شي
"د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې ناکامې شوې"
یکشنبه, 18 حوت 1398 20:21
په افغان حکومت کې یوې جګپوړې او باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ډلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي هڅې بریالۍ نه شوې، او ولسمشر غني به د دوشنبې پر ورځ له پلان سره سم لوړه کوي
طالبانو او امریکا د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه
شنبه, 10 حوت 1398 19:44
افغان طالبانو او امریکا نن شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه
امریکا: افغانستان کې د موازي حکومت جوړولو هڅې قانون سره په ټکر کې دي
سهشنبه, 06 حوت 1398 21:29د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته په خپل لومړي رسمي غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي