د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې بهرنیو وګړو ته په امریکا کې د استوګنې لپاره د ' طلایي کارت ویزو' لړۍ پیلوي. د دې کارت بیه به پنځه میلیون ډالر وي.د ټرمپ د پروګرام له مخې به شتمن بهرنیان وکولی شي د امریکا تابعیت تر لاسه کړي. د چهارشنبې پر ورځ (فبرورۍ ۲۶مه) امریکايي ولسمشر له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ټينګار وکړ چې له دې پروګرام سره به بډایه بهرني وګړي دلته لا ډېره ګټه تر لاسه او وځلېږي.
هغه د خپل دغه پلان په اړه وویل " دا به ډېر ګټور او بریالی ګام وي."
د امریکا دا ویزه به د پانګونې په موخه له اوسنۍ ویزې EB-5 'ييبي-فایب' سره توپیر ولري. ييبي فایب د ټرمپ د سوداګرۍ وزیر 'بې معنا او چل' بللې ده.
ټرمپ د څه وړاندیز کړی دی؟
ټرمپ دا و نه ویل چې د دې ویزې غوښتونکي به اړ وي چې په امریکا کې پانګه وکړي او خلکو ته دندې پیدا کړي او که نه. همدومره یې وویل چې "دا به هغو خلکو لپاره وي چې پیسې لري."پداسې حال کې چې د EB-5 ویزو شمېر محدود دی، ټرمپ وړاندیز وکړ چې فدرالي حکومت کولی شي د بودیجې کسر کمولو لپاره ۱۰ میلیون "طلايي کارتونه" وپلوري.
"دا یوه لار ده چې له مخې یې خلک کولی شي د امریکا تابعیت ترلاسه کړي. په اصل کې شتمنو یا د لوړ استعداد لرونکو خلکو لپاره ده.
کله چې د خبریالانو لخوا وپوښتل شول چې ایا شتمن روسان به هم وکولی شي دا ویزه ترلاسه کړي، ټرمپ ځواب ورکړ: "هو، امکان لري. زه ځینې شتمن روسان (اولیګارګ) پېژنم چې ډېر ښه خلک دي."
نوي طلایي ویزه څوک تر لاسه کولی شي؟
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وینا دا ویزه به هغه چاته ورکول کېږي " له چا سره چې ډېر ډالر وي." هغه دا نه دي ویلي چې د دغې ویزو اخېستونکو کې به چاته د کار زمینې برابرولو شرط هم وي یا نه؟د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلي چې ټول هغه کسان چې د دې ویزې غوښتنه کوي باید چاڼ شي چې پوه شو واقعآ د نړۍ ترټولو ښه کسان دي.
دا هم روښانه نه ده چې د "طلايي کارتونو" ویزې لرونکي به تابعیت لپاره څومره وخت انتظار وکړي. د ګرین کارت لرونکي – چې EB-5 والا هم پکې دي - معمولا باید د تابعیت لپاره پنځه کاله صبر وکړي.
کانګرس د متحده ایالاتو د تابعیت لپاره وړتیاوې ټاکي، خو ټرمپ ادعا وکړه چې "طلايي کارتونه" به د کانګرس تصویب ته اړتیا ونلري. هغه زیاته کړه، د نوي پلان جزئیات به په دوو اونیو کې خپاره شي.
دا پروګرام داسې مهال اعلانېږي چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي او پر وړاندې یې د جدي اقداماتو اعلان کړی دی.
ایا نور کوم هېوادونه هم داسې ویزې لري؟
طلایي ویزه ځینو نورو هېوادونو کې هم عامه ده. بریتانیا، اسپانیه او د یونان په څير هېوادونو کې هم دا ویزې پلورل کېږي. او په ځينو نورو هېوادونو کې د بېلګې په ډول مالټا او مصر کې بیا د پانګونې بدل کې نېغ په نېغه د هغه هېواد تابعیت هم ورکول کېږي.دا ' طلایي پاسپورټ' کیریبیئن هېوادونو کې هم شته چېرې چې د ډومینیکا، ګریناډا، سېنټ کېټس او نیوس کې د دې ویزې فیس له دوه سوه زرو ډالرو تر درې سوه زرو ډالرو رسېږي.
متحده عربو اماراتو د طلایي ویزې پروګرام پر بنسټ ۶۸۰۰ کسانو ته ویزې ورکړي دي.
د شنونکو په باور د متحده عرب اماراتو د طلایي ویزې موخه د پانګه والو جلبول، د نړیوالو کمپینو او شرکتونو پام اړول، په مهمو برخو کې د کارکوونکو خپلول او د ساینس او ټکنالوژۍ د پوهانو په څېر مخکۍو کسانو وربلل دي.
ولې طلایي ویزې له ځېنو اختلافونو سره مخ شوې؟
د عکس تشریح،ډومینیکا یو له هغو هېوادونو دی چې بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو له لارې یوه زیاته اندازه عواید تر لاسه کوي
د کارپوهانو په باور په عام ډول طلایي ویزه له دې کبله چې له دې لارې د پیسو مینځلو، ټګۍ او تورو پیسو ته لار برابرېږي د یو لړ اختلافاتو لامل شوي، دا ویزې ځينې نورې اغېزې هم پرېږدي او له دې کبله په لویو ښارونو کې د کورونو نرخونه لوړیدلی شي.د دغو اندیښنو له کبله یو زیات شمېر اروپايي هېوادونو نیدرلېنډز، یونان او بریتانیا په وروستیو څو کلونو کې د طلایي ویزو پروګرام نژدې درولی دی.
اسټرالیا هم بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته د طلایي ویزو پروګرام پیل کړی و خو دا چې پایلې یې ډېرې ښې نه وې بېرته دا پروګرام بند شو.
په طلایي ویزې نېوکه کوونکو وار له مخه ویلي داسې پروګرام ته ډېر هغه خلک مخه کوي چې بدنامه دي او د سود له لارې پیسې تر لاسه کوي.
د اسټرالیا طلایي ویزې لپاره لږ تر لږه درې اعشاریه درې میلیونه ډالرو پانګونې ته اړتیا وه.
له ګڼو څيړنو وروسته د اسټرالیا حکومت دې پایلې ته ورسېد چې دا تګلاره سمه نه ده او دا لړۍ یې بېرته بنده کړه.
د ټرمپ 'طلایي کارت ویزه' څه ده او څنګه تر لاسه کېدلی شي؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode