ټرمپ د امریکا دفاع وزیر ته ویلي ټول هغه جنرالان ګوښه کړي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتو کې ښکېل وو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون (چهارشنبه، فبرورۍ ۲۶مه) خپل دفاع وزیر پیټ هېګزېټ هڅولی چې، ''هغه ټول'' جنرالان باید له دندې ګوښه کړي، چې د جو بایډن حکومت پر مهال د ده په خبره له افغانستان د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکه وتنه کې ښکېل وو.

د امریکا دفاع وزیر د ټرمپ د دې څرګندونو پر مهال په سپینه ماڼۍ کې د کابینې غونډه کې د ولسمشر تر څنګ ناست و.

په همدې ترڅ کې یوه خبریال له ښاغلي ټرمپ د هغو جنرالانو د اوسنۍ دندې او مسوولیتونو په هکله پوښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو د ترتیب او تنظیم چارې ورسپارل شوې وې.

ښاغلي ټرمپ د امریکا دفاع وزیر ته په اشارې سره په دې هکله وویل: ''زه دې سړي ته نه وایم، چې څه باید وکړي، خو که زه د ده پر ځای وای، هر یو جنرال مې له دندې ګوښه کاوه.''

په همدې ترڅ کې ښاغلي هېګزېټ وویل، چې د امریکا دفاع وزارت په دې هکله ''یوه بشپړه ارزونه'' پیل کړې، چې معلومه شي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له ګډوډیو ډکو وتلو پر مهال څه شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، ''ښکاره ده، چې موږ د مخکینۍ ادارې برعکس دې چارې ته له یوه ځانګړي نظره ګورو... او بشپړ حساب به کېږي.''

ولسمشر ټرمپ وايي، د ده هیله دا ده، چې د امریکا دفاع وزارت ارزونه به د هغو ډېرو جنرالانو د ګوښه کولو لامل شي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکه ایستنه کې ښکېل وو او پایله کې نه یوازې ځینې امریکایان، د امریکا متحدین هلته پاتې شول، بلکې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات هم په افغانستان کې پاتې شول.

ښاغلي ټرمپ دغه راز یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې، هغه امریکايي پوځي تجهیزات باید بېرته وروسپاري، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په افغانستان کې پاتې شوي دي.

دی وايي: ''زه فکر کوم دوی باید زموږ تجهیزات بېرته راکړي، او ما پیټ ته هم ویلي، چې په دې هکله څېړنه وکړي. موږ د میلیاردونو، لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات هلته پرېښودل. نوې لارۍ. تاسې به لیدلي وي، چې دوی یې هر کال هلته پر کوچني سړک تېروي.''

د نیویارک پوسټ وېباڼې په رپوټ کې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دا هېواد (افغانستان) ''اوس په نړۍ کې د پوځي تجهیزاتو تر ټولو لوی پلورنکی دی'' او د هغو وسلو، زغروالو او تجهیزاتو له پلوره ګټه ترلاسه کوي، چې بایډن حکومت هلته پرې ایښي وو.

ټرمپ وايي، په افغانستان کې د پاتې هغو امریکايي پوځي تجهیزاتو لیدل یې سخت غوسه کوي، چې طالبان یې نندارې ته وړاندې

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې په ترڅ کې یې د طالبانو له حکومته غوښتي و چې امریکايي تجهیزات بېرته وروسپاري بي بي سي ته ویلي، په افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي او د پوځي تجهیزاتو د پلور په اړه ادعاوي ردوي.

ولسمشر ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو مخکې هم له افغانستان سره د امریکايي مرستو د دوام لپاره شرط اېښی و او ویلي وو، چې طالبان باید د امریکا پوځي تجهیزات بېرته ور وسپاري.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د ټاکنیز کمپاین برخه بللې وې او په خبره یې عملي بڼه نه لري. ښاغلي مجاهد په افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات جنګي غنیمت بللی و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت هم څو ځله د امریکا پاتې وسائل او وسایط د داسې وسلې په توګه یاد کړي، چې ''په جګړه کې د غنیمت'' په توګه نیول شوې ده.