د سې شنبې پر ورځ د اپرېل پر ۲۲مه د افغان – قزاق سوداګریز فورم اډانه کې افغان پلازمېنه کابل کې افغان او قزاق سوداګرو د همکاریو ۲۰ هوکړې لاسلیک کړې. دغه هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خصوصي سکټور د استازو ترمنځ دي چې له یوه بل سره د اړیکو پياوړتیا هوډ بلل کېږي.
افغانستان او قزاقستان له دې غونډې سر ه هم مهاله په کابل کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو دوه ورځنی نندارتون هم پرانېست.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، په دې نندارتون کې "ټولې څلوېښت غرفې دي چې اته يې د افغانانو دي، ۳۲ یې د قزاقانو دي. هغه څه چې موږ دواړو لورو نندارې ته وړاندې کړي، لاسي صنایع دي، د افغانستان او قزاقستان کورني تولیدات دي او د څښاک او درمل برخې دي".
د نندارتون پر مهال یو لوړ پوړی قزاق پلاوی هم کابل کې و چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر ژومانګارین یې مشري کوي..
دې وروستیو کې لیدل کېږي چې د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ اقتصادي همکارۍ او سوداګریزې هڅې په پراخېدو دي. له دغو هېوادونو یو یې قزاقستان دی چې غواړي له افغانستان سره یې سوداګري تر درې مېلیاردو ډالرو لوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، په ټولیز ډول تېر یوه کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري څه باندې دوه مېلیارده او درې سوه مېلیونه ډالره وه.
درې مېلیاردو ډالرو ته د سوداګرۍ لوړول
افغانستان کې د طالبانو حکومت او قزاقستان دواړو هوډ ښودلی چې دوه اړخیزه کلنۍ سوداګري به تر درې ملیارده ډالرو ورسوي.
په تېرو درېیو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په کچه وه، چې لویه برخه یې له قزاقستانه افغانستان ته واردات دي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي له قزاقستان سره د اړیکو پراخېدل د افغانستان په بازارونو کې د توکو له پرېمانۍ او د بیو له کنټرولېدو سره هم وتړل.
"له نېکه مرغه اوس چې له قزاقستان سره کومې ښې اړیکې او یو بل ته ښه نیت لرو نن زموږ په بازارونو کې ښه پریماني ده او هم الحمد الله نرخونه کنټرول دي. موږ ژمنه کړې چې سوداګري تر درې میلیارده لوړه کړو" .
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومانګارین بیا ویلي د افغانستان د کورنيو تولیداتو د پراختیا له کبله په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو سوداګري څه کمه شوې خو په ټکو یې دوی له بېلابېلو لارو غواړي افغانستان سره سوداګري لوړه کړي.
"موږ دا هڅه هم کوو چې د قزاقستان له لارې چین او افغانستان سره ونښلوو چې دا به سوداګري لا پراخه کړي".
له ټولې مرکزي اسیا سره د افغانستان غوړېدونکې اړیکې
د راپورونو له مخې له تاجیکستان پرته د مرکزي اسیا هېوادونو او افغانستان د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو راهیسې پرله پسې اړیکې رغولې.
قزاقستان له هغو هېوادونو و چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره يې هم کابل کې خپل سفارت ونه تاړه او اوزبیکستان بیا له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو سفیر یې منلی.
د ازبېکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان پلاوي بیا بیا افغانستان ته تللي او د طالبانو لوړپوړي چارواکي هم دغو هېوادونو ته ورغلي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو سره په تېر کال کې له دوه مېلیاردو او څه باندې دریو سوو ډالرو ډېره سوداګري کړې.
دی زیاتوي "په دې کې ۱۶۹ مېلیونه ډالره صادرات او ۲۲۱۴ مېلیارده ډالره ورادات کېږي".
افغانستان دغو هېوادونو ته تر ډېره تازه او وچه مېوه، جوس، تالک ډبرې، کچالو او پیاز په څېر توکي صادر کړي او له دغو هېوادونو يې تر ډېره اوړه، غنم، تېل، مایع ګاز او غوړي یا د فابریکو مواد او سمنټ وارد کړي.
که څه هم د طالبانو د حکومت سوداګرۍ وزارت په ټوله کې له دغو هېوادونو سره د اقتصادي همکاريو او سوداګرۍ د پراختیا خبره کوي خو ډېره راکړه ورکړه يې له وزبېکستان او قزاقستان سره ده.
افغانستان ته د قزاقستان صادرات او ترې واردات
افغانستان کې قزاقي اوړه او غوړي چې د ژوند یوه مهمه لومړنۍ اړتیا ده اسانه او نسبت نورو هېوادونو ته ارزانه پيدا کېږي. دا هېواد افغانستان ته نفت او ګاز هم لېږدوي.
خو په بدل کې یې افغانستان دغه هېواد ته مېوې، سبزۍ، ګاز لرونکي څښاک، او صنعتي توکي صادروي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، اوس دغه هېوادونو د افغان سوداګرو لپاره پام وړ ګرځېدلي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې دې وروستیو کې د سوداګرۍ له اړخه پر پاکستان د تکیې د کمېدو ویلي، ښايي دا هم یو لامل وي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه-ورکړه پراخېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، له دغو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه پام وړ لوړه شوې او مهم لومړني توکي اوس له دغو هېوادونو واردېږي.
د سترو پروژو شریکان
د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو د اړیکو بله ځانګړنه دا ده چې په سترو او ستراتيژیکو پروژو کې شریکان دي لکه له مرکزي اسیا سویلي اسیا ته د غازو د لېږد ټاپي یا د دغو سیمو تر منځ د ترانزيټ لپاره تر کار لاندې پروژې ترانس افغان رېل لارې.
پر دې سربېره، د ازبکستان په څېر هېوادونو په افغانستان کې په کانونو او د تېلو او غاز پروژو کې هم پانګونه کړې ده.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرسیتال کابل کې ویلي چې لېواله دي د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه وکړي.
د طالبانو حکومت وايي، راتلونکي کې پلان دی چې د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو ور ها خوا دا هېواد په ځینو زیربینايي او بنسټي پروژو، کان کیندنې او طبیعي سرچینو برخه کې هم ښکیل شي.
د طالبانو د حکومت لېوالتیا
د طالبانو حکومت ته هم چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو د پراخې تروړنې له امله د نړۍ او په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ دی او په تېرو درې کلونو کې ګوښی پاتې شوی، له منځنۍ اسیا سره ورته پرانیستې دروازې د اړیکو ښه فرصتونه بلل کېږي.
دې په ښکاره د طالبانو حکومت په سیمه ییزه کچه د همکارۍ ښه دریځ کې هم درولی.
قزاقستان، د تېر کال په جون کې د مرکزي اسیا لومړنی هېواد و، چې د طالبانو نوم یې د (ممنوع ترهګرو ډلو) له لیسته وایست. ورپسې تېره میاشت روسیې هم ورته ګام واخېست.
د افغانستان او مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو نوی دفتر
تېره میاشت ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د ځانګړي سیمهييز دفتر جوړولو پرېکړهلیک هم صادر کړ.
دا دفتر د پرمختيايي موخو د تر لاسه کولو لپاره پرانیستل شوی چې ټاکلی مرکزيت به يې د قزاقستان په ستر ښار الماتي کې وي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې قزاقستان په افغانستان کې اقتصادي ودې ته ځانګړی پام ځکه لري چې د دغه هېواد د وګړو هوساینه د مرکزي آسیا هېوادونو پر خلکو نېغ اغېز لري.
دې هر څه ته په پام سره داسې بریښي چې منځنۍ اسیا او افغانستان له بل هر وخت د سوداګرۍ لپاره نژدې کېږي. د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره کابل یو ښه بازار او د افغانستان لپاره منځني اسیا هغه بدیله لاره ده له کراچۍ بندره یې پرې مخ اوړي. له پاکستان سره د اوږدو سیاسي ناندریو پر وخت د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ ډېر کله له سیاسي فشار سره مخامخېږي.
د کابل-استانې سوداګري: منځنۍ اسیا د بازار پراختیا او افغانستان بدیله لار لټوي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode