په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، امريکا د طالبانو حکومت د کورنيو چارو د چارسمبالي وزير سراج الدين حقاني پر سر د معلوماتو په تړاو لګول شوې جايزه لغوه کړې او نوموړی يې د تعقيب لاندې کسانو له نوملړه ايستلی دی.
رويترز خبري اژانس د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت له قوله د دې خبر پخلی کړی دی.
طالب چارواکي وايي د کورنيو چارو د وزير تر څنګ د دوو نورو طالب مشرانو نومونه هم د مطلوبو کسانو له نوملړه ايستل شوي دي.
خو امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د دغه هېواد د فدرالي پلټنو ادرې (اېف بي ای) پر وېبپاڼه لا هم د سراج الدين حقاني په تړاو د معلوماتو ورکولو ۱۰ ميليونه ډالره جايزې اعلان شته دی.
سراج الدین حقاني له عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پلان کولو او برخه اخیستو له امله مطلوب وو.
د سراج الدین حقاني ورور او د طالبانو د غورځنګ یو لوړ پوړی غړي انس حقاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې الجزیره تلویزون خپور کړی، د دې خبر د هرکلي ترڅنګ ویلي، "امریکا حالات درکړي او پر دې پوهېدلي چې افغانستان اوس چا ته خطر نه دی" هغه ویلي د طالبانو پنځه تنه چې په پر سر یې جایزې ټاکل شوې وې په دې وروستیو کې یې په ناستو او غونډو کې ګډون کاوه او فعال و.
انس حقاني وايي، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل د دوحې د هوکړې یوه برخه ده.
د طالبانو بهرنيو چارو وزير له امريکايي پلاوي سرهد عکس سرچینه،د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت
د بنديز لرې کېدو دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې طالبانو د پنجشنبې پر ورځ د جورج ګليزمن په نامه یو امریکایی وکړی له دوه کلن بند وروسته خوشی کړ.نوموړی چې په ۲۰۲۲ کال کې نيول شوی و، کابل ته د زندانيانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر او د افغانستان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد له سفر وروسته ازاد شو چې د طالبانو حکومت يې خوشي کېدل "د ښه نیت اقدام" بللی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې ويلی وو چې د ګلیزمن خوشي کول د یوه "مثبت او رغنده ګام" استازیتوب کوي. نوموړي د هغه د خوشي کولو په تړاو د قطر له "مهم" رول څخه هم مننه کړې وه.
سراج الدین حقاني د جنورۍ په میاشت کې سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و، او هغه مهال افغانستان ته د نوموړي د بېرته راتګ په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېدل.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا اعلان کړی و چې سراج الدين حقاني ته د عمري حج لپاره د جنورۍ له ۲۳ د فبرورۍ تر درېيمې نېټې پورې د سفر معافيت ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې ښاغلي حقاني د دې سفر پر مهال په متحده عرب اماراتو کې غونډې هم درلودې.
د بندیزونو له نوملړه د ښاغلي حقاني د نوم لرې کولو په تړاو امریکايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو دا ډول څه رامخې ته کېږي باور دا دی چې د ولسمشر ټرمپ اداره طالبانو ته د تعامل یو ډول لاس غځوي. که څه هم ښاغلي ټرمپ په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره د پاتې امریکايي وسلو په تړاو خبرداری ورکړی و چې غواړي دغه وسلې ترې بېرته واخلي.
د طالبانو حکومت چې دا دی له دریو کلونو ډېره موده کېږي واکمن دی، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د زدکړو او کار د بندیزونو له امله سختو نیوکو سره مخ دی خو هم مهاله لوېدیځ هېوادونه د بشري حقونو د رعیت پر شرط له طالبانو سره د تعامل خبرې هم کوي.
طالبان وايي امریکا د سراج الدین حقاني پر سر د لسو میلیونو ډالرو جایزه لرې کړې ده
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode