بلوچستان کې جبري بې‌ درکه کسانو ته انتظار: کورنۍ یې په ناپېژانده جسدونو کې لټوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هغې په دې نیمه تیاره خونه کې یوازې د ژړا، دعاګانو او قدمونو غږونه اورېدل. لومړی جسد چې یې ولید د یوه سړي و او داسې ښکارېده چې سکنجه شوی وي. سترګې یې نه وې، غاښونه یې ایستل شوي وو او په سینه یې د سوځېدو نښې وې.

نوموړې وايي: "نور جسدونه مې ونه شول کتلای. بهر ووتم."

خو هغه یو څه ارامه شوه. ځکه دا یې ورور نه و. د سایرې ورور د پولیسو افسر و او په ۲۰۱۸ کال بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال له نیول کېدو وروسته له نږدې یوه کال راهیسې بې ‌درکه و.

د مړو خونه کې نور خلک هم په خپلو تری تم شویو خپلوانو پسې ګرځېدل او هغه جسدونه یې په غور له سترګو تېرول چې کتار ایښودل شوي وو او کورنۍ یې لا نه وې موندل شوې.‌

د مړو د ساتنې په خونو کې دا له کړاو ډک لټون د سایرې د ورځني ژوند معمول ګرځیدلی.

دا ټول یخچالونه نږدې یو شان وي: رپانده راډي څراغونه به پکې لګېدلي او د ورستو جسدونو او انټي سپټیک ګډ وږم به پکې خپور وي.

سایره چې هر ځل د مړو د ساتنې خونې ته ننوځي، نو هیله او دعا یې دا وي چې هغه څوک پکې ونه مومي چې دا ورپسې ګرځي – اووه کاله همداسې اوښتي او هغه لا نه دی موندل شوی.‌

د بشري‌ حقونو فعالان وايي په تېرو دوو لسیزو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا زرګونه بلوڅ توکمه تري ‌تم شوي دي - ادعا دا ده چې دغه کسان له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو د بېلتونپالنې د روان بغاوت خلاف د پوځي عملیاتو پر مهال له قانوني پروسې پرته توقیف یا تښتول شوي، ربړول شوي او وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې ډیری ورک شوي کسان له بیلتون غوښتونکو ډلو سره یو ځای شوي یا له هېواده وتلي دي.

ځینې یې کلونه وروسته مات ګوډ او په ډېر ناوړه وضعیت کې بېرته راستانه شي، خو ډیر یې بېرته نه راګرځي. نور یې بیا د بلوچستان ګوټ ګوټ کې په بې ‌نومه او بې نښانه قبرونو کې موندل کېږي، خو د دوی جسدونه دومره خراب وي چې پېژندل کېدای نه شي.

له دې سره د بېلابېلو عمرونو ګڼې داسې ښځې هم دي چې له کلونو کلونو راهیسې دوی ته په انتظار شپې سبا کوي.

ځوانې او زړې په لاریونونو کې برخه اخلي، په ویرجنو څېرو یې د هغو نارینه‌وو خپلوانو عکسونه په لاسو کې نیولي‌ وي چې ورک دي او نور یې د ژوند او مرګ څه درک نه کېږي. کله چې د بي‌بي‌سي له اړخه له دوی سره د کتو لپاره کورونو ته ورغلو، نو د تور - سلیماني چای – پیالې یې راته مخ کې کېښودې او بیا یې په ستړو او دردېدلو غږونو کیسې راته وکړې.

ډیرو یې ټینګار کاوه چې د دوی پلرونه، وروڼه او زامن بې ګناه دي او پر دولتي تګلارو د نیوکو له کبله په نښه شوي او یا د ډله ‌ییزې سزا په توګه وړل شوي دي.

سایره هم د همدوی له ډلې ده.

نوموړې وايي،‌ له هغې وروسته یې په لاریونونو کې ګډون ته مخه کړه چې پولیسو او سیاستوالو یې د ورور د ځای ځایګي او برخلیک په اړه پوښتنې بې ځوابه پرېښودې.

محمد اصف بلوڅ د ۲۰۱۸ کال په اګست کې له لسو نورو کسانو سره له افغانستان سره پر پوله پراته نوشکي ښار کې ونیول شو. کورنۍ یې یوه ورځ‌ وروسته هغه مهال خبره شوه چې نوموړی یې پر تلویزیون ولید.‌ هغه ګډوډ او وېرېدلی ښکاریده.

چارواکو دوی "ترهګر" بلل او ویل یې چې "افغانستان ته تښتیدل". خو کورنۍ یې وايي چې هغه له ملګرو سره په میله وتلی و.

سایره وايي محمد اصف یو خندان، تل خوشاله او د دې "ډېر ښه ملګری" و. "مور مې اندېښمنه ده چې د هغه موسکا به یې هیره شي."

هغه چې په کومه ورځ ورکېده، سایرې د ښوونځي (اسېد) ازموینه ورکړې وه او غوښتل یې نوموړي ته یې د ښه تېرېدو زېری ورکړي.

محمد اصف د دې کلک ملاتړی و او نوموړې یې هڅوله چې لوړو زدکړو لپاره په ایالتي‌ مرکز کوټه کې پوهنتون ته ولاړه شي.

سایره وايي: "هغه وخت نه پوهېدم چې زه به لومړی ځل د هغه د خوشې کېدو د غوښتنې لاریون لپاره کوټې ته ځم."

د دې له ورور سره درې نیول شوي کسان که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې خوشې شول، خو دوی تر اوسه دا کیسه نه ده کړې چې څه ورپېښ شول.

شاړو ځمکو ته یوازې لار
د پاکستان په سویل لویدیځ کې بلوچستان ایالت ته سفر سړي ته داسې احساس وربښي لکه بیخې یوې بلې نړۍ کې چې قدم ږدئ. دا د پاکستان تر ټولو لوی ایالت یا صوبه ده، د دغه هېواد شاوخوا ۴۴ سلنه برخه جوړوي، او ځمکه یې د ګازو، ډبرو سکرو، مسو او سرو زرو په کانونو بډایه ده.

بلوچستان د عرب سمندر څنډه کې پروت دی چې بلې غاړې ته یې د دوبۍ په څېر ځایونه دي چې په شګلنو بیدیاو کې یې اوس ګرانبیه او ځلېدونکې آسمانڅکې ودانۍ ولاړې دي.

خو داسې ښکاري چې په بلوچستان کې وخت ولاړ دی. ډېرو برخو ته یې د امنیتي ملحوظاتو له کبله لاسرسی محدود او ډېر وخت بهرني خبریالان له ورتګه منع کیږي.

په دغه ایالت کې ګرځېدل هم ستونزمن دي. اوږده او تر ډېره تش سړکونه یې د شاړو او خاره غونډیو او بیدیاګانو له منځه تېریږي. څومره چې پکې له مرکزه لېرې ځئ، تاسیسات پکې هماغومره کمېږي او پر خرابو سړوکونو یې یوازې د څو تېرو شویو موټرونو د ټایرونو نښې کتلی شئ.

بریښنا پکې ډېره کمه او اوبه پکې ان تر هغې هم کمې وې. ښوونځي او روغتونونه ناهیلي کوونکي دي.

بازارونو کې یې سړي تر خپلو خټینو دوکانونو بهر د پیرودونکو په تمه ناست وي، چې ډېر کم ورځي.

د پاکستان په نورو برخو کې هلکان تر ډېره د یوه کار، کسب او مسلک په اړه فکر کوي خو دلته یوازې د تیښتې خبرې کېږي: کراچۍ، خلیج، یا بل داسې ځای ته چې لږترلږه د دوی بنده ساه ورسره خلاصېدای شي.

بلوچستان د بریتانوي هند له ویشل کېدو وروسته په ۱۹۴۸ کال کې په داسې حال کې د پاکستان برخه شو چې ځینو بانفوذه قبایلي مشرانو ورسره مخالفت درلود او د یوه خپلواک دولت غوښتنه یې کوله.

ځینې مقاومتونه پر وسله‌ والو بغاوتونو بدل شول او د کلونو په اوږدو کې یې دا تورونه رامخې ته کړي چې پاکستان د طبیعي سرچینو له دې بډایې سیمې څخه پرته له دې چې هلته پراختیايي پانګونه وکړي، ګټه پورته کړې.

د بلوچستان ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) په څېر وسله والو ډلو بلوچستان کې بریدونه ډېر کړي دي.‌ د دې ډلې لخوا، چې پاکستان او نورو هېوادونو ترهګر سازمان بللی، بمي چاودنې، وژنې او امنیتي ځواکونو ته کمینونه ډېر شوي دي.

بي‌اېل‌اې روانه میاشت په بولان غاښي کې یو اورګاډی وتښتاوه او سلګونه مساپر یې یرغمل ونیول. دوی د یرغمل شویو کسانو بدل کې په بلوچستان کې د ورکو شویو خلکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

کلابندۍ له ۳۰ ساعتونو څخه ډېر دوام وکړ. د چارواکو په وینا ۳۳ بلوڅ وسله وال، ۲۱ ملکي یرغمل شوي او څلور پوځیان پکې ووژل شول. خو نورې شمېرې ښيي چې ګڼ مساپر لا هم بې ‌درکه دي.

په دغه ایالت کې د خلکو ورکېدل تر ډېره د بغاوت ځپلو لپاره د اسلام اباد د ستراتیژۍ برخه ګڼل کیږي. خو دا تګلاره د بغاوت پر ځپلو سربېره د مخالفت غلي کولو، د ملتپالنې احساساتو او د خپلواک بلوچستان لپاره د ملاتړ د کمزوري کولو هڅه هم بلل کېږي.

ډیری بې ‌درکه شوي کسان د بلوڅ ملتپالو ډلو مشکوک غړي یا خواخوږي دي چې د ډیرې کورواکۍ یا خپلواکۍ غوښتنه کوي. خو پام وړ شمېر عادي خلک هم پکې شته چې هېڅ پېژندل شوی سیاسي تړاو نه لري.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي بي‌بي‌سي ته وویل، جبري ورکیدل مسله ده خو دا نظر یې رد کړ چې ګوندې په لویه کچه پېښیږي. هغه دا "سیستماتیک تبلیغات" وبلل.

"په بلوچستان کې هر ماشوم ته دا ور اورل شوي چې 'ورک شوي کسان، ورک شوي کسان'. خو څوک به دا معلومه کړي چې څوک د چا لخوا ورک شوي دي؟"

"د ځان ورکولو پېښې هم پکې شته. نو زه یې څنګه ثابتولی شم چې څوک د استخباراتي ادارو، پولیسو، ایف سي، یا بل چا یا زما یا تاسو لخوا نیول شوی دی؟"

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې "حکومت د ورکو شویو کسانو موضوع په منظم ډول حل کوي".

نوموړي د بې ‌درکه کسانو رسمي شمېر چې وخت ناوخت د حکومت لخوا شریکېږي، تکرار کړ.‌ جنرال شریف وویل له ۲۰۱۱ راهیسې بلوچستان کې د جبري ورکېدو له ۲۹۰۰ څخه د زیاتو قضیو ۸۰ سلنه حل شوي دي.

د بشري حقونو ځینې فعالین بیا دا شمېر شاوخوا ۷۰۰۰ تنه ښيي. خو د دغو معلوماتو بله هېڅ باوري سرچینه او د دواړو خواوو د ادعاوو د تایید بله لاره نشته.

'چوپتیا انتخاب نه دی'
د جنت بي‌بي په څېر ښځې د بې‌ درکه کسانو د رسمي شمېر له منلو څخه انکار کوي.

هغه په خپل زوی نظر محمد پسې ګرځي، چې د نوموړې د ادعا له مخې ۲۰۱۲ کال په یوه هوټل کې د ډوډۍ خوړلو پرمهال نیول شوی دی.

دا وايي: "زه د هغه په لټون هر ځای ته ولاړم. ان اسلام اباد ته هم لاړم. یوازې وهل ټکول او انکار مې ترلاسه کړل."

جنت‌ بي‌بي ۷۰ کلنه ده او د کوټې ښار په یوه څنډه کې په یوه کوچني خټین کور کې ژوند کوي. دا ځای ورکو شویو کسانو لپاره وقف شوې سمبولیکې هدیرې ته نږدې دی.

نوموړې، چې د بیسکټو او شېدو کارتنونو د پلورلو کوچنی دوکان لري، ډیر وخت دې لپاره د بس کرایه هم نه شي برابرولی چې د ورکو شویو کسانو په اړه د معلوماتو د غوښتنې په لاریونونو کې برخه واخلي. خو نوموړې پور اخلي چې په دغو احتجاجونونو کې ګډون ته دوام ورکړي.

جنت‌ بي‌بي‌ وايي: "چوپتیا اختیاري نه ده."

له دغو کسانو ډیر - د هغو په ګډون چې موږ یې له کورنیو سره خبرې وکړې - له ۲۰۰۶ کال وروسته ورک شوي دي.

دا هغه کال و چې د بلوڅانو یو مهم مشر، نواب اکبر بوګټي، په پوځي عملیاتو کې ووژل شو. له دې سره په دولت ضد لاریونونو او وسله والو فعالیتونو کې زیاتوالی راغی.

حکومت په غبرګون کې سخت ګامونه پورته کړل، جبري ورکېدل او ورسره پر سړکونو د ناپېژانده جسدونو د موندل کېدو شمېر هم لوړ شو.

په ۲۰۱۴ کال توتک کې د بې‌ درکه شویو خلکو ډله‌ ییز قبرونه وموندل شول. توتک د کوټې د سویل په ۲۷۵ کیلومترۍ کې خضدار ښار ته نږدې،‌ چې سایره پکې اوسي، پروت دی.

جسدونه له پېژندلو ایستل شوي وو. د توتک عکسونو ټول هېواد ولړزاوه، خو د بلوچستان خلکو لپاره دا څه نوی وحشت نه و.

د ماه رنګ بلوڅ پلار عبدالغفار لانګو چې یو پېژندل شوی ملتپال مشر و او د بلوڅانو حقونو لپاره یې مبارزه کوله، د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې ورک شو. هغه پخوا د پاکستان حکومت لپاره کار کاوه خو دنده یې د هغه څه دفاع لپاره پرېښوده چې نوموړي ته ورسره د یوه خوندي بلوچستان هیلې تړلې ښکارېدې.

ماهرنګ ته درې کاله وروسته زنګ راغی چې د پلار جسد یې د بلوچستان د سویل په لسبېله ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

نوموړې وايي‌ "کله چې مې د پلار جسد راورسېد، هماغه جامې یې په تن وې، خو څېرې شوې وې. سخت سکنجه شوی و".

هغې پنځه کاله د خپل پلار د وروستیو ورځو په اړه ویرونکي خوبونه لیدل. وايي د هغه قبر ته ولاړه "چې ځان قانع کړي چې نوموړی نور ژوندی نه دی او نه ربړول کیږي".

هغې په دې هیله له قبر غاړه تاوه کړه، چې که ګوندې "هغه [پلار] احساس کړي، خو داسې ونه شول".

د ماهرنګ پلار چې کله ونیول شو، هغې به ورته لیکونه لیکل - "ډیر لیکونه او د مبارکۍ کارتونه به مې رسمول او په اختر کې به مې ورلیږل". خو هغه به کارتونه بېرته رالېږل، او ویل به یې چې د هغه د زندان خونه د داسې "ښکلو" کارتونو لپاره نه ده. هغه ترې غوښتل چې دا لیکونه په کور کې وساتي.

نوموړې وايي: "لا یې هم غېږه را یادېږي."

ماهرنګ وايي، د پلار له مړینې وروسته یې د کورنۍ نړۍ "له منځه ولاړه."

د نوموړې په وینا په ۲۰۱۷ کال کې د هغې ورور د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او نږدې درې میاشتې یې وساته.

"دا ډارونکې وه. ما خپلې مور ته دا باور ورکاوه چې څه چې مې له پلار سره پېښ شوي، هغه به مې له ورور سره نه پیښېږي. خو هماغه څه پېښ شول." ماهرنګ وايي "د خپل تلیفون د زنګ په لیدلو ویرېدم، ځکه [فکر به مې کاوه] چې ښايي کوم ځای مې د ورور د جسد د موندل کېدو خبر وي."

هغه وايي دې او مور یې په یو بل کې ځواک وموند: "زموږ کوچنی کور زموږ ترټولو خوندي ځای و، موږ به کله ناکله ناست وو او د ساعتونو ساعتونو لپاره به مو ژړل. خو بهر لپاره موږ دوه پیاوړې مېرمنې وو، چې ماته یې نه منله."

ماهرنګ هماغه وخت پرېکړه وکړه چې د جبري ورکو او غیر قضايي وژنو پر وړاندې مبارزه وکړي. نن دا ۳۲ کلنه مېرمن د مرګ له ګواښونو، ګڼو قضیو او د سفر له بندیزونو سره سره د لاریون د غورځنګ مشري کوي.

ماهرنګ وايي: "موږ پر خپله ځمکه له ځورونې پرته د ژوند کولو حق غواړو. موږ خپلې سرچینې، خپل حقونه غواړو. غواړو چې د وېرې او تاوتریخوالي دا قانون پای ته ورسیږي."

ماهرنګ خبرداری ورکوي چې جبري ورکول د خلکو د غلي کولو پرځای مقاومت لا پسې ډېروي.

هغه وايي‌ "دوی فکر کوي چې د جسدونو غورځول به دا (مقاومت) پای ته ورسوي. خو څنګه کېدای شي چې څوک په دې ډول د خپل عزیز له لاسه ورکول هیر کړي؟ هېڅ انسان دا نشي زغملی."

هغه د قانوني اصلاحاتو غوښتنه کوي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې یوه مور هم نور خپل ماشوم د ورکېدو له ویرې له هېواده بهر وانستوي. "موږ نه غواړو چې ماشومان مو په لاریونونو کې را لوی شي. ایا دا ډېره لویه غوښتنه ده؟"

ماهرنګ له بي‌بي‌سي سره له مرکې څو اوونۍ وروسته د شنبې پر سهار ونیول شوه.

نوموړې تر هغې وروسته په کوټه کې د یوه احتجاج مشري کوله، چې په دغه ښار کې ۱۳ ناپېژانده جسدونه په پټه خښ شوي وو، وموندل شول. اندېښنه ده چې دا به د جبري بې‌ درکه کسانو مړي وي.

چارواکو ادعا وکړه چې دا هغه وسله وال وو چې بولان کوژي کې د اورګاډي له تښتولو وروسته وژل شوي دي. خو دا ادعا په خپلواکه توګه تاییدېدای نشي.

ماهرنګ مخکې ویلي وو: "هر وخت امکان شته چې ونیول شم. خو زه له دې ویره نه لرم. دا موږ لپاره څه نوی شی نه دی."

یو نوی نسل لا د مخه سړکونو ته راوتلی دی.

لس کلنې معصومې د لاریونوالو د ګڼې ګوڼې په منځ کې د ښوونځي خپله بکسه کلکه نیولې وي، هغه د هر چا مخ په چټکۍ له سترګو تېروي او په داسې چا پسې ګوري چې د دې د پلار په څیر ښکاري.

نوموړې وايي "یو ځل مې یو سړی ولید او فکر مې کاوه چې زما پلار دی. زه هغه ته ورغلم او بیا پوه شوم چې بل څوک دی."

"د هر چا پلار له کار وروسته کور ته راځي. ما مې پلار ونه موند."

معصومه یوازې درې میاشتنۍ وه چې امنیتي ځواکونو یې پلار په کوټه کې د شپنۍ چاپې پرمهال له ځانه سره یوړ.

مور ته یې ویل شوي وو چې نوموړی به په څو ساعتونو کې بېرته ور وګرځي، خو داسې ونه شول.

معصومه اوس تر ټولګي ډېر وخت په لاریونونو کې تېروي. د پلار عکس تل ور سره وي، ځان سره یې د ښوونځي بکسه کې ساتلی دی.

د هر درس له پیلېدو دمخه یې راباسي او یو ځل ورته ګوري.

"تل په دې فکر کې یم چې نن به مې پلار کور ته راشي."

هغه د لاریون له خیمې بهر ولاړه ده، له نورو سره شعارونه ورکوي، د هغې کوچنۍ چوکاټ د غمجنو کورنیو په ګڼه ګوڼه کې ورک دی.

کله چې لاریون پای ته رسېږي، نو هغې په یوه کونج کې په نرۍ سترنجۍ پلتې وهلې وي. کله چې د شعارونو او ترافیکي ګڼې ګوڼې شور څه کم شي، نو هغه خپل لیکونه راوباسي - هغه لیکونه چې نوموړې لیکلي خو پلار ته یې په لېږلو نه ده بریالۍ شوې.

"ګرانه بابا جانه، ته به کله بیرته راځې؟ زه چې هر وخت ډوډۍ خورم یا اوبه څښم، نو تا یادوم. بابا ته چېرته یې؟ زه تا ډیر یادوم. زه یوازې یم. زه له تا پرته خوب نشم کولی. یوازې دا غواړم چې له تا سره ووینم او ستا مخ وګورم."