په کابل کې د خلیلزاد "ښه ورځ"، د امریکا او طالبانو ترمنځ تعامل تکتیکي دی که ستراتیژیک؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۹مه)، د کابل په هوايي ډګر کې یو طالب سرتېری، چې له دوربین پرته روسیې ګرینوف یې پر اوږه وه، د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او څو نورو امریکاییانو سره نژدې ودرېد، او په داسې حال کې یې چې د ملګرو پر شونډو موسکا وه، یو یادګاري عکس واخیست.

دا په شاوخوا څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا د حکومت استازي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته ولاړل او د یوه امریکایي وګړي د خوشې کولو سره چې دوه کاله د طالبانو په بند کې و، ډک لاس بېرته ستانه شول.

د دواړو خواوو په مطبوعاتي بیانونو کې مثبتې څرګندونې ولیدل شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل، امریکایی وګړی یې "د بشر دوستانه دلایلو" او "د ښه نیت نښې په توګه" خوشې کړی دی، او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د هغه د خوشې کولو موافقه "مثبت او رغنده ګام" وباله.

ایا "خلیلزاد" بېرته راستنېږي؟
په کابل کې د زلمي خلیلزاد او لږ تر لږه شپږو امریکاییانو ناڅاپي حضور دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا د افغانانو لپاره تر ټولو مشهور پخوانی امریکایی ډیپلومات زلمی خلیلزاد، بیا راستنېږي؟

خلیلزاد ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته وویل، "ښايي هغه بیا د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یا پر بله مهمه دنده وټاکل شي."

د نړیوال بحران ډلې یو لوړ پوړی شنوونکی ګریم سمیت پرته له دې چې د ټرمپ په اداره کې د زلمي خلیلزاد د راتلونکي یادونه وکړي، بي بي سي ته وویل: "طالبان زل "زلمي" ته د هغه چا په سترګه ګوري چې کار ورسره کولی شي. فکر کوم ډېر کارونه شته چې کېدای شي ترسره شي."

د "اتلانتیکې شورا" سلاکار عمر صمد په وینا، د زلمي خلیلزاد رول تر اوسه د سلاکار او سمبالوونکي په کچه و.

"خو دا چې ښاغلی خلیلزاد به په لوړه دنده ګمارل کېږي، دا په دې پورې تړلې چې د افغانستان د مسلې سره د تعامل او چلند بڼه به تاکتیکي وي که ستراتیژیکه."

د افغانستان د مسلو شنوونکی، فیض ځلاند هم په دې باور دی چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته بهر به د افغانستان په اړه هېڅ کومه نوې دنده رامنځته نه شي او زلمی خلیلزاد به هم د ځانګړي استازي په توګه ونه ټاکل شي. د هغه دنده به د سلاکار په کچه دوام ومومي، چې د ټرمپ په پخوانۍ اداره کې یې له طالبانو سره تعامل کړی و.

خو په واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکي ګوند یوې نژدې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل، د ټرمپ د داخلي کړیو ترمنځ د ښاغلي خلیلزاد په اړه منفي نظر شته. هغه دا هم زیاته کړه: "د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د خلیلزاد په اړه چندان مثبت نظر نه لري."

هغه زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، په هغه امریکايي پلاوي کې چې افغانستان ته یې سفر کړی و د خلیلزاد شتون، د یرغمل نیولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي، ادم بولر په غوښتنه و، چې د طالبانو او افغان کارپوه په توګه په سفر کې ورسره ملګری وي."

د دې سرچینې په وینا، ټرمپ ته نژدې د بهرني سیاست په کړیو کې د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي خلیلزاد د بېرته راستنېدو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.

هغه وايي، له طالبانو سره د خلیلزاد بلدتیا او د امریکايي وګړي خوشې کولو لپاره د طالبانو په هڅولو کې د هغه احتمالي رول ښايي هغه دلیل وي، چې هغه د امریکايي وګړي د خوشې کولو بهیر کې ور ګډ شو.

ایا "ښه ورځ" تکتیکي وه که ستراتیژیکه؟
د تېر کال د وروستۍ پنجشنبې پر ورځ، کله چې زلمی خلیلزاد له خوشې شوي امریکايي وګړي او د هغه له ملګري ټیم سره له افغانستانه ووت، هغه پراېکس ټولنیزې رسنۍ کې ولیکل: "نن یوه ښه ورځ ده."

هغه ښار ته د امریکايي استازو سفر چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د طالب وسله والو په ورتګ او د محمد اشرف غني د حکومت له نسکورېدو سره امریکاییان اړ شول، ترې ووځي، دا شکونه رامنځته کړي دي چې ایا د امریکا او طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې له ډیپلوماتیک پلوه یوه جدي او نوي پړاو ته ننوځي؟

د "اتلانتیکې شورا" سلاکار عمر صمد په باور، اوس مهال دا ډېره ګرانه ده، کره او دقیقا وړاندوینه وشي چې ایا د امریکايي پلاوي وروستۍ لیدنه د یوه نوي تعامل پیل دی او نور ګامونه به پکې شامل وي که نه؟

"زه فکر کوم، لومړی دا چې، د ښاغلي ټرمپ ادارې پخپله د افغانستان قضیې ته کافي او اړین پام نه دی کړی. دا هم روښانه نه ده چې د افغانستان مسلې ته دا لنډ مهاله پام تکتیکي دی که ستراتیژیک؟"

"که دا تاکتیکي وي، دا د معاملاتي موخو لپاره دی، خو که ستراتیژیک وي، یقینا دا د ډېرو جدي موخو لپاره پراخ تعامل دی. خو موږ لا هغه ځای ته نه یوو رسېدلي، قضاوت وکړو چې دا کوم غوراوی دی."

د فیض ځلاند په اند، ولسمشر ټرمپ، د مخکیني ولسمشر جو بایډن پرتله د افغانستان په تړاو ډېره لېوالتیا لري. "فکر کوم د ټرمپ لخوا افغانستان ته د دې پلاوي لېږلو او د امریکایي وګړي د خوشې کولو امتیاز ترلاسه کولو او همدارنګه د طالبانو اعلامیه چې دوی دا عمل د ښه نیت نښه بللې، په راتلونکو ورځو، اونیوو او میاشتو کې به په دوه اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه وي."

د طالبانو حکومت ټرمپ ته څه ګټه لري؟
جمهوري غوښتونکي ګوند ته د یوې نژدې سرچینې په اند، "د ټرمپ چلند ته باید د هغه د کمپاین ژمنو په رڼا کې وکتل شي، چې هغه یې د پوره کولو هوډ لري. یو له هغو څخه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بندي امریکايي وګړو خوشې کول دي. اوس مهال، دوه نور امریکایي وګړي لا په افغانستان کې بندیان دي."

بله خبره دا ده چې د افغانستان موضوع د ټرمپ ادارې د بهرنۍ پالیسۍ په سیستم کې د "نا حل شوي نړیوال ناورین او یوې نا بشپړې پروژې" په توګه مطرح ده، خو د لومړیتوب کچه یې ټیټه ده.

د عمر صمد په باور، افغانستان ته د امریکا د نظر بڼه له افغانستانه بهر هم پراخېدلی شي. "اصلي ستراتیژیکه مسله له چین سره سیالي ده او ان ښايي د ځینوامریکايي کړیو ترمنځ، له افغانستان سره د تعامل په اجنډا کې تر یوې اندازې د ایران او منځني ختیځ موضوع هم مطرح کېدای شي."

"د نړیوال بحران ډلې" سلاکار ګریم سمیت په باور، د طالبانو حکومت لاس دومره ډک نه دی چې له امریکا سره معامله وکړي او چنې ووهي. "دا د طالبانو لپاره یوه ستونزه ده. کله چې متقي خلیلزاد ته مخامخ ناست وي، ډېر وړاندیزونه نه لري. هغه څو امریکایي یرغمل لري چې امریکا یې غواړي. په افغانستان کې د ټریلیونونو ډالرو په ارزښت کاني سرچینې شته چې طالبان پکې د امریکایي شرکتونو پانګونې ته ډېره لیوالتیا لري. خو موږ باید ریښتیني واوسو چې په دې برخه کې پانګونه د خصوصي شرکتونو لېوالتیا ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه په هغه هېواد کې چې اوس مهال اساسي قانون او تثبیت شوي قوانین نه لري."

ګریم سمیت په دې باور دی چې د دې قوانینو نشتوالی به په افغانستان کې د پانګونې د مخنیوي لامل شي.

"دا ډېره، ډېره ګرانه ده، وګورو طالبان څه وړاندیزونه کولی شي، چې د امریکایانو پام ځانته ور واړوي."

هغه موضوع چې ګریم سمیت یې مطرح کوي او د امریکا په ګډون یې لویدیځ متحدین ورته له نژدې پام کوي، د "ترهګرۍ ګواښ" دی، په ځانګړې توګه د داعش خراسان ډله. "په امریکا او د هغوی له متحدینو سره ډېره لېوالتیا شته چې له طالبانو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي او په ورته وخت کې له طالبانو وغواړي چې د داعش پر وړاندې ګامونه اوچت وکړي."