په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مه غونډه د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېلو برخو کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په تړاو د اندېښنو په څرګندېدو سره پیل شوه.دا غونډه د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ د رئیس فیلېمون یانګ په وینا پیل شوه او وروسته ورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د دغه سازمان د بشري حقونو شورا رئیس یورګ لاوبر، بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر ترک او د جنسیتي مساوات او د ښځو پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې سیما بحوث ویناوې وکړې.
دوی ټولو پر خپل وار له اوکرایینه رانیولې، تر غزې تراړې، افغانستان، سودان، هیتي او کانګو دیموکراتیک جمهوریت پورې د نړۍ بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په تړاو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې د اړینو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل، بشري حقونه د بشریت لپاره د اکسیجن په څېر ارزښت لري خو د نوموړي په وینا یو په یو زندۍ کېږي.
هغه په دې برخه کې د جنګ جګړې، تاوتریخوالي او نورو عواملو ترڅنګ د "استبدادي واکمنانو" او "پلارواکۍ" یادونه هم وکړه، چې "نجونې یې له ښځوونیو راګرځولې او ښځې یې له بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي."
نوموړي وويل، "دا د هغو ټولو میکانیزمونو او سیسټمونو لپاره مستقیم ګواښ دی چې په تېرو ۸۰ کلونو کې د بشري حقونو ساتنې او پرمختګ لپاره په ډېرې سختۍ رامنځته شوي دي".
د ملګرو ملتونو سرمنشي که څه هم مشخصآ د افغانستان او طالبانو نوم وانخیست، خو دمګړۍ افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې د واکمنو چارواکو لخوا له شپږم پورته له زدهکړو او ښځې په ډېرو برخو کې له کار راګرځول شوې دي.
په جینیوا کې د افغانستان استازی نصیر اندېشه وايي، افغانستان به د بشري حقونو شورا د ۵۸مې غونډې "یوه مهمه موضوع" وي او ټاکلې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ د فبرورۍ پر ۲۸مه پکې خپل راپور وړاندې کړي.
ښاغلی اندېشه د جمهوریت پر مهال جینیوا کې ګومارل شوی او د طالبانو حکومت استاوزلي نه کوي.
نوموړی وایي، د بشري حقونو د ۵۸مې غونډې ترڅنګ به د جینیوا په دفتر کې د افغانستان استازولي او همدا راز د افغانو ښځو او بشري حقونو برخه کې ځینې فعال بنسټونه هم ناستې او لیدنې ترسره کړې.
نوموړی زیاتوي، چې په دغو ناستو کې به د حساب ورکولو د یوه خپلواک میکانیزم په تړاو خبرې پیل شي او تمه ده چې د روان کال په اوږدو کې هم همداسې یو میکانیزم رامنځته شي..
په دې لړ کې ریچارډ بېنېټ او د ښځو او نجونو پر ضد د تبعیض په اړه د کاري ډلې مشرې ډوروتي ایسټراډا ټانک د بشري حقونو شورا ته په یوه ګډ راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت "د نړۍ په کچه تر ټولو بد دی".
طالبانو تېر کال افغانستان ته د ښاغلي بېنېټ پر ورتګ بندیز اعلان او نوموړی د دوی د حکومت پر ضد په منفي تبلیغ تورن کړ.
خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونه د دې لامل شوي چې د نړۍ ۲۴ هېوادونه له دې کبله د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شکایت هوډ وکړي.
د دې محکمې څارنوال کریم خان هم تېره جنورۍ کې له قاضیانو په رسمي ډول د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دې حکومت د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه کړې وه او هغوی یې په "بشریت ضد جرمونو" تورن کړي وو.خو د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې دوی نور "ځان د روم اساسنامې او د جرمونو نړیوالې محکمې" ته ژمن او پابند نه ګڼي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رئیس یورګ لاوبر د بشري حقونو د ۵۸مې غونډې پرانیستونکې غونډې ته ویلي، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان باید د بحثونو محور کې وي او نړیواله ټولنه باید دې ننګونې ته غاړه کېږدي او بیا تایید کړي چې بشري حقونه اختیاري نه، بلکې د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره اړین دي.
ټاکل شوې د بشري حقونو شورا دا غونډه چې د فبرورۍ پر ۲۴مې پیل شوې، د اپرېل تر څلورمې دوام وکړي.
ګوتېرېش: پلارواکۍ نجونې له ښوونځيو او ښځې له بنسټیزو حقونو بې برخې کړې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode