د مسیحي دیموکراتیکې ټولنې مشر فرېدرېک مېرڅ د جرمني راتلونکي صدراعظمۍ ته چمتو کېږي.
د هغه ګوند تر ۲۸ سلنې ډېرې رایې وګټلې، خو اوس پوښتنه دا ده چې هغه به له چا سره ایتلاف جوړ کړي؟
۶۹ کلن مېرڅ ته د هغه ملاتړي، د اروپا د باور د بحران، مخنیوي کوونکي په سترګه ګوري، هغه د خپل ګوند د زاړه ساتونکي په توګه یوه پېژندل شوې څېره ده.
له سیاسي پلوه، هغه هېڅکله احساساتي چلند نه دی کړی. په همدې حال کې هغه ژمنه کوي چې جرمني به پیاوړې مشرتابه ته چمتو کړي او د څلورو کلونو په اوږدو کې به د خپل هېواد ډېری ستونزې حل کړي.
د یکشنبې پر ماښام د ټاکنو پایلو تر معلومېدو وروسته، هغه له دې اعلان سره پام ځان ته ور واړوه چې امریکا د اروپا د برخلیک په اړه بې پروا ښکاري او د ناټو راتلونکې یې تر پوښتنې لاندې راوسته او غوښتنه یې وکړه، چې اروپا دې خپله دفاع پیاوړې کړي.
تېره میاشت په پارلمان کې د ښي اړخو رایو په ملاتړ د کډوالۍ قوانینو سختولو په اړه د مېرڅ ټینګ دریځ، هغه داسې یو شخص راڅرګند کړ، چې د لویو خنډونو ماتولو لپاره قیمار وهلو ته لېواله دی.
دا د هغه د پخوانۍ سیالې انګېلا مېرکل په مشرۍ د سي ډي یو ګوند له ډېر منځلاري دریځه، یو بل روښانه موقف هم په ګوته کوي.
که څه هم مېرڅ په پای کې د قانون په بدلولو کې پاتې راغی، هغه د تېر کال په وروستیو کې د کمپاین له لارې د لومړي وزیر اولاف شولز حکومت ړنګ کړ.
د جرمني له فدرالي ټاکنو یوه میاشت مخکې د جنورۍ پر ۲۳مه، یو شمېر خلک د برلین په یوه پنځه ستوري هوټل کې راټول شول، چې د بهرنۍ پالیسۍ په تړاو د مېرڅ وینا واوري.
مېرڅ د پیلوټۍ جواز هم لري، چې په ۲۰۲۲ کال کې په خپله شخصي الوتکه کې د شمالي جرمني ټاپو سیلټ ته د ملګري سیاستوال کرېسټین لینډنر واده ته د الوتنې په اړه نیوکې پرې وشوې.
نرۍ لوړه ونه، په دریشي او عینکو کې، مېرڅ د یو ارام او معمولي سوداګر شخص په څېر، هڅه کوي د واک لپاره چمتووالی وښيي. خو تر دې ځایه رسېدل یې له ستونزو او خنډونو ډک وو.
مېرڅ په ۱۹۵۵ کال کې د لوېدیځې جرمني په بریلون ښار کې په یوې مشهورې محافظه کاره، کاتولیکه کورنۍ کې زېږېدلی.
د هغه پلار د فرېدرېک د مېرمنې په شان د سیمه ییز قاضي په توګه دنده تر سره کوله. مېرمن یې تر اوسه هم همدا دنده لري.
ځوان مېرڅ په ښوونځي کې له مسیحي دیموکراتیکې ټولنې ګوند سره یو ځای شو.
هغه پر سړکونو موټرسایکل ځغلاوه، له ملګرو سره یې وخت تېروه او د ټولګي تر شا یې قطې یا پرې کولې.
د شپیګل مجلې د رپوټ له مخې، د ځوانانو یوه ډله چې هغه یې یادونه وکړه د ښوونځي په ایکویریم (د ژویو ساتلو) په ځای کې په ډله ییز ډول میتازې وکړې.
په دې اړه هم شکونه شته چې ځوان مېرڅ له شور ماشوره ډک و. یو پخوانی ټولګیوال یې ور یادوي، چې د ځوان فرېدرېک ګډوډ چلند ډېری وختونه یوازې د "وروستۍ خبرې" غوښتنو پورې تړلي وو.
هغو کسانو چې دی یې پېژانده، په ثبت شوې بڼه یا هم نا ثبت شوې، ما ته یې ویلي، چې هغه د بیر له څښلو خوند اخیست.
تر ښوونځي وروسته، هغه عسکرۍ ته ولاړ او مخکې له هغه چې په ۱۹۸۱ کال کې د قانون په برخه کې زده کړه وکړي، له خپلې ټولګیوالې ملګرې شارلوټ ګس سره یې واده وکړ. اوس دوی درې ماشومان لري.
مېرڅ څو کاله د وکیل په توګه کار وکړ، خو تل یې سترګې پر سیاست وې او په ۱۹۸۹ کال کې د ۳۳ کلنۍ په عمر د اروپا پارلمان ته وټاکل شو.
خو له دې سره، ټولو هغه ته د ځان غوښتونکي په سترګه کتل او مېرڅ ډېر ژر په ۱۹۹۴ کال کې د اروپايي ټولنې له سیاسته د جرمني ملي پارلمان، بونډسټاګ ته واوښت.
په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو کې د هغه لومړنۍ دوه ناکامۍ، د خلکو د ور جلبولو لپاره د هغه د مبارزې نښه هم ګڼل کېدی شي.
هغه لا د خپلو فکرونو په لومړیو کلونو کې و، چې په ګوندي سیالۍ کې یې د انګېلا مېرکل پر وړاندې ماتې وخوړه.
هغه وړاندې تر دې د رایې ورکوونکو منځلاری پوړ له خطر سره مخ کړی و او په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د هغه قانون پر وړاندې رایه ورکړه چې د واده شویو په تړاو جنسي تېری پکې جرم ګڼل کېده.
هغه وروسته څرګنده کړه چې هغه د واده شویو ترمنځ جنسي تېری وار دمخه جرم ګڼلی و، خو په قانون کې ځینې نورې مسلې وې چې هغه یې مخالفت کاوه.
نظرپوښتنې ښیي چې هغه په ځانګړي ډول د ځوانانو او مېرمنو تر منځ مشهور نه دی، خو د بنډسټاګ سي ډي یو غړی کلاوس پیټر ویلش، چې له ۳۰ کلونو راهیسې مېرڅ پیژني، په دې باور دی چې د جرمني په رسنیو کې د هغه انځور غیر عادلانه دی.
هغه وايي: "ما هغه څو ځله په خپله ټاکنیزه حوزه کې ولید. وروسته، ښځې راغلې او ویل یې، هغه یو ښه سړی دی."
شارلوټ مېرڅ هم د هغه دفاع کوي، او ویسټ فالین پوسټ ته یې ویلي: "هغه څه چې ځینې خلک د ښځو په تړاو زما د مېړه د نظر په اړه لیکي، په ساده ډول وایم چې ریښتیا نه دي."هغه وايي چې د دوی واده له متقابل ملاتړه برخمن دی: "موږ دواړو د یو بل دندې په پام کې نیولي او د ماشومانو پالنه مو په داسې ډول وېشلې چې زموږ له مسلکي دندو سره ورته والی ولري."
هر څه نیوکې چې وي، د اروپايي ټولنې یوه ډیپلومات راته وویل، بروکېسل "په اندېښمن ډول د هغه ورتګ ته په تمه دی."
فرېدرېک مېرڅ: خطر منونکې څېره چې ښي اړخو ته نژدې و، څوک دی؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode