د پاملرنې وړ
مولوي یعقوب چې د طالبانو د خوځښت بنسټګر ملا محمد عمر زوی دی، وايي "هغه کسان چې د هېواد د امنیت خرابۍ لپاره یوې او بلې خوا ته ډلې ډلې ګرځي، یوې او بلې خوا ته پوچ او رد وايي، ټولو ته مو دا پیغام دی، چې خپل هېواد ته دې راشي."
د طالبانو حکومت دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، د دوی د حکومت مخالفان دې بهر کې له غونډو او څرګندونو لاس واخلي او د نوموړي په ټکو افغانستان ته دې ورستانه شي.
نوموړي دغه څرګندونې د خپلو "ځانګړو ځواکونو" د فراغت یوه غونډه کې کولې.
که څه هم ښاغلي یعقوب په ځانګړي ډول د کوم پخواني چارواکي او یا هم د خپلو مخالفانو نوم یاد نه کړ، خو داسې ښکاري چې اشاره به یې په مسکو کې د ځینو پخواني چارواکو یوې غونډې ته وي چې د روسیې حکومت د یوه مخالف ګوند په بلنه تېره اوونۍ جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کې د ملي مقاومت په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود په افغانستان کې د نظام جوړښت لپاره "د ټولپوښتنې" غوښتنه کړې وه.

نوموړی ټینګار کوي چې د دوی د حکومت مخالفانو "بې ځایه تبلیغات" او "څرګندونې" کټه نه لري.
د مسکو په ناسته کې ښاغلي مسعود د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې وې چې د نوموړي په ټکو د ټولنې نیمايي وګړي یې له لیک لوسته لېرې ساتلي دي.
اوس څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او پوهنتوني نجونې هم زدکړو ته نه پرېښودل کېږي.
په تاجیکستان هم ځینو پخوانیو چارواکو تېره اوونۍ د طالبانو حکومت پرضد د یوه بنسټ په غونډه کې څرګندونې کړې وې.
طالب ویاندویان د دغه ډول غونډو په اړه له غبرګونونو ډډه کوي، خو د ښاغلي یعقوب په څیر ځینې مشران یې بیا کله نا کله په ویناوو کې یادونه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د مسکو غونډې ته غبرګون کې ویلي و، چمتو دي په کور دننه له خپلو مخالفانو سره خبرې وکړي.
نوموړی زیاته کړې وه، "د دې پر ځای چې په مسکو کې کېنې، دلته دې راشي او موږ حاضر یوو له دوی سره کېنو، خبرې سره وکړو او د تفاهم له لارې مشکل سره حل کړو."
خو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده مخکې ویلي و، پخوانیو چارواکو ته په حکومت کې ونډه نه شي ورکولای خو د عادي وګړو په ډول ژوند کولای شي.
د طالبانو عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوندونو فعالیت "غیرشرعي" بللی او هیچا ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.
د مسکو په ناسته کې د طالبانو مخالفو مشرانو ویلي، که د طالبانو حکومت خبرو ته نه ورسره کېني، "مجبور دي جګړې ته لاس کړي."
د طالبانو دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې دا نه دي ویلي، چې که مخالفان یې ورستانه شي، خبرو ته ورسره کینې او کنه؟
خو د طالب مشرانو پخوانیو خبرو ته په پام، مخالفان یې په افغانستان کې یوازې د عادي وګړو په څېر ژوند کولو ته بلل کېږي او په سیاست د ونډې اخیستو اجازه نه ورکول کېږي- داسې څه چې پخواني چارواکي او سیاستوال یې نه مني.
نورې مقالې

د پاکستان چارسمبالي حکومت لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او په زور ایستنې پر ضد یو شمېر فعالانو او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ لا له وړاندې سترې محکمې ته اپیل کړی چې د پاکستان حکومت له دې چلند را وګرځوي.
سترې محکمې د دغه اپيل ارزونې په لومړۍ ناسته کې د پاکستان چارسمبالي حکومت او نورو اړوندو ادارو ته خبرداری ورکړی دی.
خو د دې خبرداري نور جزیات نه دي خپاره شوي او لا مالومه نه ده چې د سترې محکمې بل ګام او د حکومت غبرګون به څه وي.
یوه ورځ وړاندې د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چمن پرلت ته په وینا کې هم له سترې محکمې د انصاف غوښتنه وکړه.
د پاکستان ستره محکمه داسې مهال د افغان کډوالو په زور ایستنې او ځورونې پر ضد د ورته شوي اپيل په اړه غونډه کوي چې د دې هېواد لنډمهاله حکومت او امنیتي ادارو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی.
تازه د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې امنیتي ادارو ته امر شوی چې د ورځې لس زره "غیر قانوني" کډوال وباسي.
جان محمد اڅکزی: بې ځایه فشارونه مه راوړئ
ښاغلي اڅکزي دا رنګه پر نړیوالو ادارو، هېوادونو او په پاکستان کې دننه پر ملتپالو ګوندنو غږ کړی چې په دې برخه کې دې نور پر دوی بې ځایه فشارونه نه راوړي.
دی زیاتوي، "د ورځې لس زره غیرقانوني کډوال باید ویستل شي. له سند او پنجاب ایالتونو سره هم همغږي چټکه کېږي. په دې برخه کې د سیاسي ډلو هېڅ ډول فشار نه منل کېږي. هغوی چې د لر او بر خوبونه ګوري، هغوی د احمقانو په جنت کې ژوند کوي."
دغه پاکستانی چارواکی داسې مهال د افغان کډوالو ملاتړي او د لر او بر شعار پورته کوونکي ننګوي چې له تېرو ۴۲ ورځو راپدېخوا په چمن کې د زرګونه کسانو پرلت روان دی.
دوی په کرښه د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي او د پاکستان حکومت هغه پرېکړه نه مني چې باید پاسپورت او وېزه جبري شي.
د افغان کډوالو په ملاتړ پرلت او لاریونونه
په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر نورپاچا له خلکو غوښتي چې له دوی سره په دغو لاریونونو کې ګډون وکړي.
پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی چې په افغانستان کې بیا د دغو خلکو د سمبالښت او ځای پر ځای کولو لپاره اسانتیاوې کمې بلل کېږي.
نړیوالې مرستندویه ادارې او د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان له سرپرست حکومته غوښتي چې دا چاره وردوي.
تازه د طالبانو حکومت د رییس الوزرا ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا' سره لیدلي او له افغان کډوالو سره د پاکستان پر روان چلند يې اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په دغه هیواد کې میشتو افغان کډوالو ته پیژند پاڼې ویشل کیږي او کوم افغان کډوال چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ورځي هغوی به بیرته خپل هیواد ته ستانه کړای شي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې احمد وحیدي ویلي چې د طالبانو د حکومت سره په مشوره په دغه هیواد کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو لپاره به د "یکتا" په نوم پيژند پاڼې وویشل شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي: "د کډوالو د تنظیمولو طرحه په دوو پړاونو کې کې ده، یعنی هغه ډله افغانان چې جواز لري او هغه ډله چې زمونږ په هیواد کې د اوسیدلو جواز نلري. د همدې له امله هغوی چې زمونږ په هیواد کې د اوسیدلو جواز نلري باید بیرته ستانه کړای شي، خو هغوی چې جواز لري کیدای شي د کار جواز ولري یا اقتصادي او د پانګې اچونې فعالیت ولري، باید د پلان شويو چوکاټونو پر اساس چې د عملي کیدو په حال کې دي لازم اقدامات ترسره شي".
د ایران د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ۴۰۰ زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته استول شوي دي، خو ددغو کډوالو یو شمیر یې بیرته ایران ته تللي دي.
ښاغلي وحیدي ویلي: "مونږ د هغوی [افغان کډوالو] د بیرته ستنیدلو د مخنیوي لپاره قوانین نلرو. باید دا مسله حل شي او دا کار قانون ته اړتیا لري".
د ایران د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې اوس مهال په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو هغه دا نه دي ویلي چې ددغه شمیر څومره یې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال دي او څومره نور یې د قانوني اسنادو نلرونکي دي.
دمخه ایراني چارواکو ویلي و چې نږدې یو میلیون افغان کډوال په دغه هیواد کې د کډوالۍ په قانوني اسنادو او د همدې شمیر څخه یو څه زیات نور د افغانستان په پاسپورټونو د ایران په اوږدمهاله ویزو په دغه هیواد کې ژوند کوي.
ایراني چارواکو له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ستنیدلو بهیر دوام لري.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې د لیندۍ د لومړۍ ورځې څخه اتمې ورځې پورې شاوخوا اته زره افغان کډوال په جبري ډول له ایران څخه خپل هیواد ته شړل شوي دي.
ایران چې افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره سرحد لري اوس مهال په نړۍ کې تر ټولو په زیات شمیر د افغان کډوالو کوربه دی.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان وايي چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې هغه افغان کډوال چې له ایران څخه ایستل کیږي شمیر یې د هغو افغانانو پرتله چې دغه هیواد ته ورځې زیات دی.