ما ستا دمينې جګړه بايلوده
رفيع الله روشن
له هغې ورځې چې ستا د دنګ وجود سيوري ته له يوه ستړي مزل وروسته ناببره دمه شوم، د زړه او ذهن پر تړانګه مې ستا دیادونو کلابندي خوره ده ،هرڅه چې کوم په ماتولو يې نه توانېږم، په ژوند کې مې لا تراوسه د داسې حسين حُسن لرونکي مخلوق دومره ظلم نه و تجربه کړی،لا مې فکر هم نه و کړی چې ستا دمينې خواږه به دومره درانه وي