ارواښاد مرزا جمعه ګل خان ساپی

 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

 

زمونږکلي اوبانډې

درویشتمه برخه

 

ارواښاد مرزا جمعه ګل خان ساپي

 

الحاج مرزا جمعه ګل خان ساپی د ملک محمد شریف خان ځوی د فتح محمد خان لمسی په کال ۱۲۸۱ ه ش د لغمان ولایت د عمرزیو د خیراباد په کلي کې په یوې منوره کورنۍ کې سترګې دنیا ته خلاصې کړې دي ۰

 

خصوصي زد ه کړې یې د دري ژبې په ادبیاتو ،فقه ، صرف نحوه او نور دیني علومو کې د لغمان او ننګرهار په ولایاتو کې د مشهورو علماوو څخه ترلاسه کړې او تر هغه وروسته بیا د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې د مامور په توګه ولس ته د خدمت جوګه ګرځیدلی دی۰

 

مده وروسته مرزا جمعه ګل خان ساپی د سروبي ولسوالۍ څخه تبدیل او د غزني ولایت د جاغوریو په ولسوالۍ کې د اداري مسئول په توګه په دنده وګمارل شو۰

 

دجاغوریوپه ولسوالۍ کې یې د صادقانه کار او فعالیت په پایله کې   بامیانو ولایت ته تبدیل او هلته یې هم د قدر وړخدمات تر سره کړي دي ۰

 

تر بامیان وروسته د بامیانو دخلکو سره د ښو مرودو په نتجه کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب علاقه دارۍ د علاقه دار په توګه وګمارل شو او هلته یې په تقوا اوایماندارۍ او مردمدارۍ سره د هغه علاقه دارۍ خلکو ته د خدمت جوګه وګرځید۰

 

تر هغه وروسته لغمان ولایت ته تبدیل او د لغمان د امنیه قومندانۍ د جزا د امرپه ټوګه یې دنده تر سره کړه۰

الحاج جمعه ګل خان ساپی تر ۱۳۴۸ ه ش کاله پورې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې وظایف تر سره کړل او په همدې کال تقاعد ته سوق کړل شو۰

 

مخکې مو وویل: هغه یو ریښتینی ، صادق ،په وطن مین او بادیانته انسان وو چې ټول عمر یې د هیوادوالو په خدمت کې صرف کړیدی۰

 

اروا ښاد جمعه ګل خان ساپی په کال ۱۳۶۲ ه ش کې له هغه مریضي له امله چې ورته پیښه شوې وه سترګې لدې فاني دونیا پټې کړې ، حق او ابدیت ته یې خپل روح وسپاره۰

انا لله و انا الیه راجعون

نوشته از ع. بصیر دهزاد

اداره یونسکو ملل متحد از سال 2000 م. بدینسو همه ساله 21 فبروری را بحیث روز جهانی زبان مادری تجلیل مینماید. از نظراین سازمان، اهمیت تجلیل از روز زبان مادری در آن است که زبان یکی از فکتور های حفظ میراث های فرهنگی در جوامع اند که در آنها کثرت زبان، کلتوررنگین و تعدد گروه های متنوع اتنیکی وجود دارند. البته با تنوع ارزشهای معنوی در زبان و کلتور، همه افتخارات را با زبان های مادری میتوان حفظ نمود

رفيع الله روشن

له هغې ورځې چې ستا د دنګ وجود سيوري ته له يوه ستړي مزل وروسته ناببره دمه شوم، د زړه او ذهن پر تړانګه مې ستا دیادونو کلابندي خوره ده ،هرڅه چې کوم په ماتولو يې نه توانېږم، په ژوند کې مې لا تراوسه د داسې حسين حُسن لرونکي مخلوق دومره ظلم نه و تجربه کړی،لا مې فکر هم نه و کړی چې ستا دمينې خواږه به دومره درانه وي

بشیر دودیال

 

(دوه یمه برخه)

د دغې لیکنې لومړۍ برخه (چند غلط مشهور) تر سرلیک لاندې خپره شوه، په هغې لیکنه کې د یو څو ډیرو عامو تیروتنو له ځینوبیلګو سره مشهورې تیر وتنې وښودل شوی.

پوهاند محمد بشیر دودیال

(قسمت اول)

ادبیات هر زبان در حال شگوفایی و روبه اصلاح میباشد. زبان پدیده ی تکامل یابنده است. ازهمین رو به مرور زمان تحولاتی را میپذیرد. شرط این تحولات و اصلاحات؛ همانا دقت در معانی کلمات و ترکیب جملات و رعایت اصول ګرامر است. زبان باید خود را با دستاوردهای جدید ساینسی نیز عیار بسازد. بعضاً آن اغلاط و معانی که بنابر عادت و تکرار زیاد به طور غیر عمدی مروج گردیده،

 

سید عبیدالله نادر 

ځم ډیرلیري د دي حسودانو د دوه سترګو څخه پټ چې دوه سترګي یي لکه : د خبریالانو د کمرې په شان د ډیر حسادت او کیني نه د یو بل په لور نیولي وي .ځم هلته چې ځما د مقام چوکي شهرت ،بډايي او شتمني د دوی د حسادت په کور لمبي نه اچوي ، غواړم د دي بیدردانو نه په یو ډیر لیري واټن کې واوسم . د دوی تور مخونه چې د دوی د زړه ضمیر ښکارندويی کوي ونه وینم .

زیاتې مقالې …