سید عبیدالله نادر
نیک بخته هغه څوک دی ،چې د دنیا څخه د عبرت ټکي راټول کړي .او خپل زړه او ضمیر پرې روښانه کړي ،انسان باید هغه څه زده کړي ، چې په راتلونکي کې ورته سر مشق وګرځي ، ځکه زمانه په خپل دروند رفتار سره ډیر ځله داسي څه مخي ته راوړي ،چې د عبرت بین نظر هغه وینې ،د چا چې د زړه سترګي روښانه وي ،او نور ترې سطحي تېریږي ،نو ښه به هغه وي،چې خپلې عبرت بیني سترګي پرانیستلی ،او د عبرت غوږونونه خلاص و نیسو
،او د زړه په غوږونو هم یو څه واورو او یا خپل فطرې استعداد هم په کار واچوو .نو د حضرت بیدل علیه رحمه د دي شعر په مصداق چې که انسان خپل فطری هوش او فکر په کار واچوی نو کتاب او قلم ته ضرورت نشته ،نو د سترګو په پرانستلوسره د ځمکی او آسمان په اسرارو یو څه پوهېدای شو ،او هغه شعر دا دی :
هوش اګر باشد کتاب و نسخهء در کار نیست
چشم واکردن زمین و آســـــمان فهمیدن است
ځکه د زمانې د رفتار د نتایجو درس په هیڅ مکتب کې نشته ،زمانه په خپل رفتار سره شاته ډیر لوی او عظیم درس او تجربه پریږدي ،چې هغه مونږ په هیڅ مدرسی یا مکتب کې نشو زده کولای ،
د فارسی شاعر مشهور رودکی وینا ده چې
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز نامــوزَد ، زهیچ آمــــوزګار
د روزګار د پند او نصیحت نسخه د هیڅ طبیب سره نشته ،نو ځکه زمان ډیر لوی استاد دی ،هغه څه چې د زمان څخه زده کوو ،او هغه تجربي چې د زماني د ګذشت څخه لاس ته راوړو ،هغه په کتا بونو کې نه شو موندلای ، زما یو شعر دی چې زما د شاعرۍ پیل هم د دي شعر څخه وییل کیږي چې د دي بحث سره ښه اړخ لګوي هغه دا دی :
لدې دومره کتـابو می هیـــــــڅ یاد نشو
لکه دومره می چی یاد شو له روزګاره
نادر
،نو په کار ده چې په خپل اړخونو په رڼو سترګو نظر واچوو.
د رڼو ســــترګو خــاوند دلته په کار دی
چې اسرار د دې چمن ورته ښکاره شي
نادر