مینه منګل
ژوند ډېر خوږ دی ، هر انسان غواړي چې ډېر ژوند وکړي، هر انسان هڅه کوي چې ځانونه داسې ځای ته ورسوي چې هلته امن وي، هر انسان هڅه کوي چې کورنۍ یې په سهولتونو کې ژوند وکړي، هر څوک هڅه کوي چې ښې جامې واغوندي، ښه خواړه وخوري، ښه موټر کې وګرځي.
هر څوک هڅه کوي چې آرام وکړي، د شپې له هرې وېرې پرته خوب وکړي، ماشومان یې ښوونځي ته لاړ شي، او بالاخره هر انسان خوښي غواړي.
دا چې مرګ حق دی خو بیا هم
کوم ځای چې د مرګ خطرات وي هلته څوک نه ځي .
ولې زموږ امنیتي ځواکونو تل مرګ ته غېږه ورکړې ، دوی تل هڅه کړې چې د خپل سر په قیمت د نورو ژوند وژغوري، زموږ امنیتي ځواکونو کله هم ځانونه تر نورو بهتر ندي ګڼلي،
دوی تل په ډېرو سختو ستونزو کې ددې خارې د عزت ساتلو په خاطر قرباني ورکړې.
ننګرهار کې د ملي اردو یو اتل سرتېري خپله قرباني ورکړه او لسګونه کسان یې له مرګ وژغورل.
دا قرباني د هغو کسانو لپاره شرم دی چې اوس هم په دې ملت سیاسي تجارت کوي او خپلو بادارو بهرنیو استخباراتي کړی ته جاسوسي، او د هغوی غلامي کوي.
او هره ورځ یې له خبرو د تعصب او شخصي ګټو بوی راځي.
دلته له قومي او سیاسي ټیکدارانو پرته هر افغان دېته چمتو دی چې د دې هېواد لپاره قرباني ورکړي او انشاءالله چې دا قربانۍ به رنګ راوړي.
ځکه چې اوس هم ددې وطن اصیلو بچیانو کې هېوادنۍ مینه ژوندۍ ده، اوس هم ددې هېواد سرتیري په دې وطن او خلکو سرونه ورکوي.
تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې کې د د ملي اردو سرتیري، محمد عمر یو ځانمرګی بریدګر تر پېژندلو وروسته ، خپله غېږه کې ونیوه او ځانمرګي خپلو منفجره موادو ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې زموږ د هېواد اصیل بچی په شهادت ورسېد،
دا اتل سرتېری مو ډېر ځوان وُ، ډېرې هیلې یې لرلې ، ولې خپلې هیلې او ځواني یې د ولس د ژوندي پاتې کېدو په خاطر تر خاور لاندې کړلې.
د شهید محمد عمر په څېر زرګونه امنیتي ځواکونه او اتلان لرو چې د دښمن په وړاندې له دې پاکې خاورې او ولس څخه د ساتنې پر مهال په شهادت رسېږي.
اوس نو ټول افغان ولس ته پکار ده چې ددې اتلانو د مورال د لوړېدو په خاطر ترې ملاتړ وکړي، هغه کورنۍ یې چې بې سرنوشته او بې سرپناه پاتې کېږي د هغو لاسنیوای د وکړي، تر څو ددې شهیدواتلانو کورنۍ ژوند په بد حالت کې پاتې نشي، او ماشومان یې له زده کړو بۍ برخې نشي، که زموږ ولسونه ددې شهیدو اتلانو عزت غواړي نو ددې اتلانو کورنیو ته د عزت ورکړي، تر څو په ټولنه کې د غرور ژوند وکړي.
شهیدو اتلانو ته له الله ج څخه جنت غواړم کورنیو ته یې د زړه صبر او دښمن ته تل بربادي غواړم
د یو موټي ، سوکاله افغانستان په هیله .
مینه منګل
د طالب او امریکا مخامخ خبرې او غیر مسؤلانه څرګندونې
نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
د روان کال، جولای میاشت په درېمه اونۍ کې، له ۱۷ کلنې جګړې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو، پینټاګون او سي آی اې ګډ هیئت په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره ناسته وکړه، دوه ورځې مسلسل د دوی تر منځ یوازې د راتلونکي اړوند رغنده خبرې وشوې، او دواړه لوري تمه لري چې همدا خبرې به دوام پيدا کړي
د ښاغلي اتمر په مشرۍ د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه
ګلرحمن رحماني
د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته ورسېده چې د سفر موخه یې د افغانستان ، امریکا متحده ایالاتو ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو سره په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی. د دغې ناستې موخه دا ده تر څو د څلورواړو هیوادونو تر منځ په افغانستان کې د سولې بهیر د پیاوړتیا ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو په موخه د عمل پلان نهایی او تاییدول دي
لوی قدرتونه څنګه جنګ پایته رسوي؟
ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی
د جولای په دویمه هلمند ولایت څخه د طب محصل اقبال خیبر په کابل کې راته وویل: ” د افغانستان د پراختیا لپاره د امریکا د زیات کار قدرداني کوو، خو درېغه بین المللي ځواکونو د کورونو پلټنې پیل کړې. ګومان یې کاوه چې موږ له طالبانو سره اړیکه لرو. د ځانګړو ځواکونو بریدونو او ړندو بمباریو د خلکو کرکه راوپاروله.“
سیاسیونو سره د ولسمشر ناستې
ډیوه افغان
ملي ګټې د یوه هېواد هغه اړینه برخه ده چې له ولسمشر څخه نیولې سیاسیون، او ټول عام وګړي یې باید ورته ژمن او وفادار واوسي.
د هیواد ملي واکمنۍ، د ځمکې بشپړتیا ، خپلواکۍ او ملي یووالي څخه دفاع .
افغانستان : مبا رزه طالبان تا کشا نید ن ایاالت متحده امریکا به میز مذاکره
نویسنده : داکتر بینوی کمپ مارک )Kampmark Binoy.Dr .)
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »40-40-8400 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سید حسا م »مل«.
----------------------------------------------------------
ادامه در ضمیمه
بې موخې او بې پلانه ائیتلاف
ګلرحمن رحماني
د افغانستان لوی ملي ایتلاف چې د (افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف) یې بولي، د دریو (جنبش، جمعیت او وحدت) ګوندونو په نوښت د یو شمیر نورو سیاسي، ایتلافونو ، ګوندونو او سیاسی شخصیتونو تر منځ جوړ شوی. تر دې د مخه یې (د افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف) په نوم په ترکیه کې یو ایتلاف جوړ کړی وو . دا هم د تېرو ائتلافونو په څېر بې موخې ائتلاف دی. بې موخې ځکه دی چې دوی نه کوم ملي هدف لري او نه هم کوم ګټور پلان. دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي امتیازاتو،
لویه لوبه
ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی
د سیمې ټول دولتونه د سولې پروسې د ملاتړ ادعا کوي، سره له دې چې د افغانستان د باثباته کولو کوښښونو او د امریکا اوږدمهاله نظامي حضور څخه وېره لري.
د سولې کاروان غړي په داسې حال کې چې د وینې بهېدنې لامل د پاکستان استخبارات، پوځ او حکومت بولي، د پاکستان سفارت کې یې د خپلو لاسونو ورغوي په چاقو پرې کړل او د پاکستان خلکو او نړۍ ته لیکلی لیک یې په وینو لاسلیک کړ. په اپریل میاشت کې پاکستان او افغانستان د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان په اړه چې دواړه لوري د تروریستي او جنګي ډلو پر ضد اقدام ته اړباسي موافقه وکړه. افغانستان او متحده ایالاتو خپل سهم ادا کړ او د جون په ۱۵
عُمر؛ چې عمر يې د نورو د عمر قرباني کړ
دا خاوره افغاني ده غيرتي او تل يې غيرتي او سرښندونکي بچيان زيږولي دي. د تاریخ پاڼې ګواه دي چې په افغان خاورې ډېرې ککرۍ د ولس د ژوند ژغورلو لپاره قرباني شوي دي. د همدغو ککريو له جملې يوه يې د ملي اردو د سرتيري محمد عمر ککرۍ وه چې د حبل الوطن من الایمان له مخې يې خپل ژوند د هيوادوالو د ژوند ژغورنې په پار قرباني کړ. د تېرې د يکشنبې په ماښام يو ناترڅه بې وجدانه او وحشي ځان وژونکی نمرودي بریدګر غوښتل د ننګرهار ولايت د بهسودو پُل ته نږدې د
ولسمشر سوله د ملي اجماع پر اساس غواړي!
لیکواله : پښتنه کلیواله
یووالی، د مشرانو مشورتي ناستې, او د سولې د پاره ملي اجماع ګټوره تمامېږي.
همدا ملي اجماع یوې تلپاتې سولې ته لاره هواروي.
ځکه چې سوله یوه ملي پروسه ده اوپه ټينګښت کې ولسونه ډېر مثبت رول لوبولی شي.
ولسمشر هم د سولې ولسي اصل ته په کتو هڅه کوي چې د یوې ملي اجماع د لارې د سولې خبرو په اړه یوه ټول اړخیزه بحث وشي
د سولې د پاره رښتینې هڅې!
لیکواله: پښتنه کلیواله
که چېرې موږ اوږد مهال تاریخ ته نظر وکړو، په نړۍ کې ډېرې جګړې او شخړې چې کلونه کلونه یې دوام کړی دی ، خو د خلاصون د پاره یې یواځې او یواځې، بریالۍ کړنلاره خبرې اترې غوره شوې دي.
د جګړې د لارې، هېڅکله کومه شخړه نده حل شوې .
په افغانستان کې هر کله چې کومه شخړه که کوچنۍ وي او که غټه ، تل د جرګو او خبرو دلارې له طریقه حل شوې ده .
نو ځکه افغانستان د جرګو وطن په نوم یادېږي