لیکواله : پښتنه کلیواله
یووالی، د مشرانو مشورتي ناستې, او د سولې د پاره ملي اجماع ګټوره تمامېږي.
همدا ملي اجماع یوې تلپاتې سولې ته لاره هواروي.
ځکه چې سوله یوه ملي پروسه ده اوپه ټينګښت کې ولسونه ډېر مثبت رول لوبولی شي.
ولسمشر هم د سولې ولسي اصل ته په کتو هڅه کوي چې د یوې ملي اجماع د لارې د سولې خبرو په اړه یوه ټول اړخیزه بحث وشي
،
ولسمشر دا څو ورځې کېږي چې له سیاسیونو او پخوانیو جهادي مشرانو سره خبرې پيل کړي.
دا په څو معناو اړینې دي.
لومړی هغه ګیلې او شکایتونه چې د ځينو سیاسیونو په ذهنونو کې پيدا شوې وې اوس به له ولسمشر او د ولسمشر له پرېکړو سره یو اند شي.
دوهم دا چې اکثرو سیاسیونو هڅه کوله چې د نظام په وړاندې ولسونه را وپاروي، خو کله چې ولسمشر له دې سیاسیونو سره مشورتي ناستې وکړې، هیله شته چې نوره به دا سیاسیون د نظام په وړاندې د ولس په زړونو او ذهنونو کې کرکې نه پيدا کوي.
اوس نو اړتیا ده چې په افغانستان کې ټول سیاسیون د افغانستان د سولې د پاره ددې ملي اجماع ملاتړ وکړي، او د افغانستان ټول ولس د سولې ملي پروسې ته وهڅوي.
په سوله کې د افغانانو عزت ، ملي ګټې، او د ټولو افغانانو ژوند خوندي دی .
د افغانستان ولس نوره جګړه نه غواړي،ځکه چې جګړه هغه ناوړه او بده پدیده ده چې په ترڅ کې د انسانانو هیلې خاورې کېږي.
همدې بدې پدیدې افغانانو ته بغیر له درد او مرګ څخه بل څه ندي ورکړي.
اوس نو هیڅوک نه غواړي چې پخوانیو تېرو څلورو لسیزو ته وګرځي.
اوس نو هر انسان یوه با عزته سوله غواړي
که چېرې په افغانستان کې سوله ټينګه شي، د معارف په برخه کې پرمختګ کولی شو،
برښنا به ټول افغانستان ته کور په کور رسېږي.
زراعت برخه مو پرمختګ کولی شي.
امنیتي ځواکونه مو تلفات نه ویني.
فساد مو هېواد کې له منځه ځي.
فقر له منځه ځي.
او په ټوله کې په سوله کې خوشبختي ده.
ښکیلو غاړو ته هم په کار ده چې نور د د پاکستان، ایران، او د سیمې د استخباراتو په لمڅون د خپل هېواد نه ورانوي، نور د په افغانستان کې ورور وژنه نه کوي.
را دشي په افغانستان کې د د نورو افغانانو په څېر د عزت ژوند وکړي.
دا روانه جګړه فتنه ده او هیچاته ګټه نه لري.
که ګټه یې لرلی نو اوس به وسله وال او ترهګرې ډلې به ډېرې قدرتمنده وای.
اوس نو دواړو خواو دا تجربه کړه چې په افغانستان کې روانه د څلورو لسیزو جګړه صرف د انسانانو د ژوند په قیمت تمامه شوې.
اړتیا ده چې موږ ټول د خپل ګران ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ ودرېږو او د یوه پرمختللي افغانستان د پاره مشترک کار وکړو.