عبدالملک پرهیز
دا ایتلاف نه ډېر حيرانونکې او نه هم کومه فوق العاده پېښه ده ، دا د هغه څېرو ایتلاف دی چې په تېرو کې هم ایتلافو کړي او هم يې تر هر ایتلاف وروسته د یو بل ویني بهولي دي . د افغانستان د تاريځ په وروستیو څلوېښتو کلونو کې همدغه ډلو له هغه چا سره ایتلاف کړی چې هغه يې خپل نه پخلا کېدونکی دښمن بللو ، یانې دا لنډمهاله د لنډو وخت ګټو پر بنسټ را منځ ته شوي ایتلافونه دي چې د هیواد له ملي ګټو او ارزښتونو له ساتنې سره هيڅ تړاو نه لري، بلکې دغه ایتلافونه تل د فغانستان د لا ویجاړولو او بربادۍ په هدف رامنځ ته شوي دي چې پایلې يې تل وژل، ویجاړول